ډون سېنډروم څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د مارچ یوویشتمه د ډون سېنډروم يا ډونز سېنډروم نړیواله ورځ ده. دا ورځ په دې اړه د عامه پوهاوي لپاره لمانځل کېږي.
د ډون سېنډروم ورځ له ۲۰۱۲ راهیسې د ملګرو ملتونو سازمان لخوا په رسمي ډول ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.
د عیسوي کال د درېیمې میاشتې ۲۱مه نېټه د انسان د بدن د یوویشتم کروموزوم استازیتوب کوي. یوویشتم کروموزوم د ډون سېنډروم سبب کېږي.
د دې ورځې په مناسبت د سږ کال موضوع د ملاتړ سيستمونو ښه کول ياد شوي دي. د دې موضوع موخه د جامع ملاتړ سیسټمونو پیاوړتیا ده ترڅو د ډون سېنډروم لرونکي کسان هغه پاملرنه، تعلیم او فرصتونه ترلاسه کړي چې دوی یې مستحق دي.
په ټولنه کې د ډونز سېنډروم درلودونکو کسانو د ظاهري څېرې او وړتیاوو په اړه ځینې ناسم باورونه شته چې باید له منځه یوړل شي.
ډون سېنډروم څنګه پیدا کېږي؟
کله چې یو شخص د یو اضافي کروموزوم سره وزېږي ډونسېنډروم رامنځته کېږي. دا یوه جنیټیکي بې نظمي ده چې د زدکړې وړتیاوې اود بدن فزیکې څېرې خصوصیات اغېزمنوي.
دا ناروغۍ نه ده چې له یو شخص نه بل ته سرایت وکړي یا خپره شي. دا په طبیعي ډول راپیدا کېږي او کوم علت یې نه دی پېژندل شوی.
په تصادفي توګه ځینې خلک له یو اضافي کروموزوم سره زېږي. دا تصادف یا چانس له زېږون وړاندې د انسانانو د سپرم او هګیو سره تړاو لري.
ملګري ملتونه وایي ډون سېنډروم په ټوله نړۍ کې شته او د انسان پر زدکړې، فزیکي خصوصیاتو او روغتیا باندې راز راز اغېزې کولای شي.
د ملګرو ملتونو یو راپور وايي په هرو ۸۰۰ ماشومانو کې یو ماشوم له ډون سېنډروم سره زېږي.
ډون سېنډروم دری ډوله دی:

د عکس سرچینه، Getty Images
یو دا چې د بدن په حجرو کې د دوو پرځای درې دانې یوویشتم کروموزومونه موجود وي.
دا د یوویشتم کروموزوم ترایزومي نومیږي چې د بدن په هره حجره کې د یوویشتم کروموزوم درې بېلې کاپي ګانې موجودې وي. دا یې تر ټولو عامه بڼه ده چې ۹۵ سلنه حالاتو کې لیدل کېږي.
دویم ډول یې ترانسلوکیشن نومېږي. په دې ډول کې کوم جلا یوویشتم کروموزوم نه وي موجود بلکې د یو اضافي یوویشتم کروموزوم یوه برخه یا بشپړ کروموزوم له یو بل کروموزوم سره نښتی وي.
دا ډول په ۳ سلنه حالاتو کې لیدل کېږي.
درېیم ډول یې موزاییک ډون سېنډروم نومېږي چې په ۲ سلنه حالاتو کې لیدل کېږي: موزاییک یعنې ګډ شوی یا ترکیب شوی.
په دې ډول کې د بدن ځینې حجرې درې دانې یوویشتم کروموزومونه لري او ځینې نورې حجرې په نورماله توګه دوه دانې یوویشتم کروموزومونه لري.
له دې ډول سره زېږېدلي ماشومان یا د ډون سېنډروم د نورو درلودونکو کسانو په شان خصوصیات لري او یا دا چې ځینې ستونزې یې کمې وي ځکه چې د بدن د ځینو حجرو کروموزومونه یې نورمال وي.
د ډون سېنډروم پنځه نښې کومې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په فزیکې نښو کې کیدای شي دا نښې شاملې وي:
پلن مخ، په تېره بیا پلنه پوزه
بادامي شکلې سترګې چې پورته خوا ته مېلان لري
لنډه غاړه
د لاس پر ورغوي باندې یوه اوږده کرښه
په ماشومتوب او غټوالي کې لنډ ونه لري
( د معلوماتو سرچینه: د امریکا د متحدوایالتونو دناروغیودکنټرول او مخنیوي مرکز)
ایا ډون سېنډروم کومه درملنه لري؟
دا سنډروم کومه درملنه نه لري.
خو د هر شخص د فزیکي او ذهني اړتیاوو، پیاوړتیاوو او محدودیتونو له مخې ورسره مرسته کیدای شي.
ملګري ملتونه وايي روغتیايي پالنې ته مناسب لاسرسی، ژرترژره د روغتیا پالنې پروګرام جوړول او هر اړخیزه پوهنه روزنه، او مناسبې څېړنې، د دې کسانو د ودې او پرمختیا لپاره ډېر مهم دي.
د دغو کسانو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو له لارې د هغوی د ژوند کیفیت ښه کیدای شي.
لکه د روغتیايي کارکونکو لخوا په منظمه توګه له فزیکي او ذهني پلوه د هغوی د روغتیايي حالت څارنه، په مناسب وخت ورته فیزیوتېراپي یا فزیکې درملنه، د خبرو کولو درملنه، روحي ستونزو په اړه مشورې ورکول او هغوی ته د ځانګړې پوهنې روزنې امکانات برابرول.
په دې ډول به هغوی وکولای شي د ټولنې په فعالیتونو کې ګډون وکړي، له خپلو ظرفیتونو کار واخلي او خپلې شخصي هیلې ترسره کړي.
کیدای شي هغوی د ژوندن یو ښه کیفیت ولري، عادي ښونځیو ته لاړشي، کار وکړي، او ځینې یې ښايي په خپلواکه توګه له مرستې پرته ژوند وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې بریالي شوي چې په لوړو مقامونو کې کار وکړي، لکه مارګالسیران چې په اسپانیا کې د والېنسیا سیمې د شورا لپاره ټاکل شوې ده.
ګومان کېږي هغه لومړنی کس دی چې ډون سېنډروم لري او په اروپا کې یې د یو سیمه ییز پارلمان غړیتوب ترلاسه کړی دی.
یوه بله ښځه هم ایلي ګولډشتېن نومېږي چې ډون سېنډروم لري او د ښکلا ماډله ده، او د ښکلا د ووګ مجلې پر لومړي مخ یې عکس چاپ شوی دی.
سره د دې چې ډاکټرانو ورته ویلي و چې هېڅکله به ونشي کولای چې په پښو وګرځي یا خبرې وکړي.
د ډون سېنډروم یوه بله اغېزمنه هایډی کراوټر نومېږي چې یوه بریتانوۍ او د معلولیت د حقونو فعاله ده.
هایډي کراوټر، د هغه قانون پر ضد مبارزه کوي چې له زېږون وړاندې د ډون سېنډروم درلودونکو ماشومانو زیانولو ته اجازه ورکوي.
هغې دا قضیه د بشري حقونو اروپايي محکمې ته وړاندې کړې. هغه وايي موجود قوانین توپیري چلند کوي.











