سعودي له امریکا سره د وسلو له معاملو هاخوا د داسې تړون په لټه کې دی چې ادارو کې له بدلونونو سره هم ثابت پاتې شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نسرين حاطوم
- دنده, د خلیجي چارو لپاره بي بي سي نیوز عربي
د امریکا-سعودي ترمنځ پر هر ډول مهمو پړاوونو سربېره، د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک او حساس موضوعات بیا د بحث موضوع ګرځېدلې؛ له دفاعي تړونونو نیولې د وسلو تر معاملاتو او د سعودي-اسرائیلو ترمنځ د اړیکو تر عادي کېدو پورې.
د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان واشنګټن ته له راتلونکې سفر لږ وړاندې (چې له دوه اونیو کم وخت پاتې دی)، د ریاض لخوا د امریکایي F-35 جنګي الوتکو د پېرلو مسله بیا د خبرو د مېز پر سر ښکاري، خو دا ځل په جلا او پرمختللې بڼه.
نوې خبرې په دوه ټکو کې دي:
۱. احتمالي معامله چې ارزښت یې په میلیاردونو ډالرو دی، د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) له خوا تصویب شوې.
۲. معامله کې د شاملېدونکو الوتکو شمېر اعلان شوی چې ۴۸ یې جنګي الوتکې دي.
دغه تازه معلومات رویټرز خبري اژانس د هغو امریکایي چارواکو له قوله خپاره کړي چې د F-35 پر معاملې خبر دي.
د F-35 معامله د کانګرېس د حسابونو او د ریاض د هیلو ترمنځ
خو تر اوسه دا معامله بشپړه یقیني شوې لا نه ده. د دې لپاره چې معامله رسمي شي، درې اړخونه باید پرې موافقه وکړي: د امریکا حکومت، د امریکا ولسمشر او کانګرېس.

د عکس سرچینه، Getty Images
سعودي لیکوال مبارک آل عاتي ویلي سعودي پوهېږي چې د داسې معاملاتو د بشپړېدو لپاره قانوني تصویب ته اړتیا ده، چې پکې کانګرېس هم شامل دی. هغه له بي بي سيسره په یوه مرکه کې اشاره وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ که کانګرېس قانع کړای شي، دا معامله تصویبولی شي.
سعودي لیکوال دا هم رد نه کړه چې د معاملې پر مهال به پر ډیموکراتانو او د کانګرېس پر ځینو غړو فشارونه هم وي، چې د سعودي-اسرائیلو ترمنځ اړیکي عادي حالت ته واړوي.
سعودي لیکوال زیاته کړه چې د دې معاملې د تصویب لپاره د امریکا ولسمشر ځینې قانوني ګامونه اخیستي، ځکه چې هغه سعودي د ستراتیژیک متحد په توګه ګڼي او له همدې امله د دې هېواد د دفاعي اړتیاوو پوره کول د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لپاره ضروري دي.
لیکوال د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو اندېښنو یادونه هم وکړه چې هغه څو ځله څرګندې کړې دي او ویلي یې دي که واشنګټن د سعودي له دفاعي غوښتنو پوره کولو انکار وکړي، نو ریاض ممکن د متحده ایالاتو د مخالفانو او سیالانو- په ځانګړي ډول چین او روسیې، په لور مخه کړي.
آل عاتي په ډاګه کړه چې سعودي تل د متنوع پوځي او دفاعي انتخابونو درلودل تائید کړي، چې پکې د جنګي الوتکو پېرودل هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د معاملې په اړه نااعلان شوې پټې اسرائیلي اندېښنې
که دا معامله عملي شي، د F-35 جنګي الوتکو معامله به په امریکایي سیاست کې یو بنسټیز بدلون راولي، ځکه دا ممکن په دې معنا چې په منځني ختیځ کې د پوځي ځانګړي برترۍ امتياز نور یوازې د اسرائیل لپاره نه وي، پرته له دې چې معامله له هغو بندونو، شرایطو او محدودیتونو سره تړلې وي چې اسرائیل ته دا ځانګړې برتري تضمین کړي.
په دې تړاو کې، آل عاتي وویل ولسمشر ټرمپ د دې معاملې د بشپړولو لپاره لېوال دی، ځکه هغه د سعودي د مشرتابه پر تګلارو پوهېږي او پوه دی چې سعودي له حدودو بهر هېڅ نورې غوښتنې نه لري. د سعودي لیکوال په اند، دغه ټکی په تېرو څو لسیزو کې د سعودي سیاست بنسټیز اصل دی، خو د ځینو ګاونډیو قوتونو د پراخېدونکو غوښتنو برعکس.
د دې معاملې جدي خبرې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایدن په دوره کې پیل شوې. خو د هغه ادارې د معاملې تړل د سعودي-اسرائیل د اړیکو له عادي کېدو سره تړلي وو. دغه هڅې بیا وروسته ودرېدې، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اومه چې کله حماس پر اسرائيل برید وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښکاري چې د واشنګټن لخوا ریاض ته د F-35 الوتکو پلور د اسرائیل له نظره د منلو وړ نه دی. د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، داسې معامله ممکن د اسرائیل د راتلونکي امنیت لپاره جدي خطرونه ولري، په ځانګړي ډول که معامله له عادي کېدو سره تړلې نه وي.
خو د سعودي لیکوال په وینا، سعودي د عربي ملي اصولو او ژمنو پابند دی او هېڅکله نه غواړي له دې تېر شي، په ځانګړي ډول د فلسطین له قضیې. د هغه په باور، د فلسطین د خپلواک دولت جوړول د ۱۹۶۷م کال د سرحدونو په حدودو کې د منځني ختیځ د راتلونکو هر ډول خبرو اترو لپاره یو بنسټیز شرط دی.
راپورونه ښيي چې اسرائیل وېره لري سعودي ممکن د F-35 ټېکنالوژي له روسیې، چین یا ایران سره شریکه کړي، چې په دې صورت کې به د اسرائیل ځانګړې پوځي برتري- په تېره پر ایران زیانمنه شي.
دغه اندېښنې په ۲۰۲۰ کال کې هم راپورته شوې وې، کله چې متحده ایالاتو د ابراهام تړونونو په اوج کې اماراتو ته د F-35 الوتکو د پلور پر څنډه درېدلې وې. خو دا معامله د نورو دلایلو له امله ګډوډه شوه، چې ځینې یې دا وو:
- د متحده ایالاتو لخوا د جنګي الوتکو د کارونې محدودیتونه
- د ټېکنالوژۍ د تبادلې اندېښنې، په ځانګړي ډول د اماراتو او چین د همکارۍ په اړه
- د متحده ایالاتو غوښتنه چې د اسرائیل ځانګړې پوځي برتري وساتله شي
په دې توګه، له اماراتو سره معامله تر اوسه ځنډېدلې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
F-35، ایا د سعودي - امریکایي ملګرتیا مسیر بدلولی شي؟
د ولسمشر ټرمپ دویمې دورې له ریاض سره د وسلو د معاملو د اسانتیا لپاره دروازې پرانستې، ځکه متحده ایالاتو او سعودي یوه ستره دفاعي هوکړه لاسلیک کړه، چې ویل شوي د واشنګټن په تاریخ کې تر ټولو لویه دفاعي همکاري ده. دغه تړون د امریکا د ولسمشر د ۲۰۲۳ کال د می میاشتې د خلیج سیمې سفر په ترڅ کې لاسلیک شو، چې پکې متحده عربي امارات او قطر هم شامل وو.
په دې مهال اعلان وشو چې د وسلو د معاملې ارزښت په څو کلونو کې د ۱۴۲ میلیارد ډالره دی او دا د یوې داسې پراخې پانګونې برخه ده چې ارزښت یې ۶۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د F-35 جنګي الوتکو د معاملې ریښتینې ازموینه د امریکا کانګرېس په تالارونو کې پاتې ده.
په دې تړاو کې سعودي لیکوال مبارک آل عاتي څرګنده کړه چې د سعودي - امریکایي اړیکو ځانګړتیا د ولیعهد د مشرتابه او د ټرمپ د ادارې په وخت کې دا ده چې له استثنا پرته به پر ټولو مسلو بحث وشي او د اختلافاتو د موجودیت اجازه نه ورکول کېږي چې د اړیکو په مسیر کې خنډ شي.
هغه زیاته کړه چې واشنګټن ته د ولیعهد راتلونکی سفر یوازې د ځانګړو وسلو د معاملو لپاره نه دی، بلکې اصلي موخه یې د سیاسي او اقتصادي همکارۍ ژورول دي او په طبیعي ډول به پکې د دواړو هېوادونو د ګډو دفاعي معاملو بحث هم شامل وي.
آل عاتي ټینګار وکړ چې سعودي د دفاعي سیاست په چوکاټ کې د انتخابونو د تنوع اصول تعقیبوي، چې پکې د F-35 جنګي الوتکې هم شاملې دي. هغه وویل چې ریاض به هڅه وکړي دغه الوتکې ترلاسه کړي، خو د معاملې نه بشپړېدل به د سفر د بریالیتوب ارزونه اغېزمنه نه کړي.
لیکوال زیاتوي چې د F-35 په اړه خبرې اترې مهمې او حیاتي دي، خو د اړیکو اصلي مسیر ټاکونکی نه دی. آل عاتي پای کې وویل چې صراحت، وضاحت، شفافیت او د دواړو اړخونو د مسؤلیتونو پوهاوی – د سعودي له خوا په سیمهییزه کچه او د امریکا له لوري په نړیوال کچ – هغه بنسټونه دي چې د دواړو هېوادونو اړیکې پرې پیاوړې شوې دي.
د سعودي دفاعي هیلې: جنګي الوتکې که امنیتي تضمینونه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
بې شکه ریاض له واشنګټنه د F-35 الوتکو د پېر پابند دی، خو دې کې هم شک نه شته چې هڅې یې د یو پراخ دفاعي تړون په ترلاسه کولو تمرکز لري، چې پکې متحده ایالاتو ژمنه کوي که سعودي له کوم برید سره مخ شي، دفاع به یې وکړي.
واشنګټن د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۱۳مه د امریکا– قطر دفاعي تړون اعلان کړ، چې له مخې یې پر دوحه هر ډول برید د امریکا "سولې او امنیت" ته د خطر په توګه وګڼل شي. خو دغه تړون د "اجرائیوي فرمان" په چوکاټ کې دی، یعنې د ولسمشر له بدلېدو سره د تعدیل یا لغوه کېدو وړ دی. نو تړون د کانګرېس له تصویب سره یو مکلفه دفاعي معاهده نه ده او پراخ دفاعي تړون هم نه دی.
په پایله کې، تر ټولو لویه ننګونه دا پاتې ده چې ایا ریاض به د قطر د تړون په څېر یو اجرائیوي فرمان ومني، چې راتلونکی امنیت به یې د امریکا د ادارو پر بدلېدو پورې تړلی وي، که نه هغه به د دواړو حکومتونو ترمنځ د یو مکلف دفاعي تړون غوښتنه وکړي، چې د امریکا د ولسمشر د هویت په پام کې نیولو پرته د ژمنتیا دوام تضمین کړي.











