ټرمپ وايي دا اوونۍ به زېلېنسکي له امریکا سره د کاني زېرمو هوکړه لاسلیک کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي تمه ده ویلودیمیر زېلېنسکي به واشنګټن کې له امریکا سره د کاني زېرمو او مینرالونو هوکړه لاسلیک کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي تمه ده ویلودیمیر زېلېنسکي به واشنګټن کې له امریکا سره د کاني زېرمو او مینرالونو هوکړه لاسلیک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، اوکرایین به له امریکا سره د کاني زېرمو او مینرالونو یو مهم تړون دا اونۍ واشنګټن کې لاسلیک کړي.

په کیېف کې یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، اوکرایین له امریکا سره د کاني زېرمو او مینرالونو د یوې هوکړې شرایطو ته تیار شوی، چې امریکا ته د دې موکه ورکوي، د اوکرایین بډایه کاني زېرمو ته لاس رسی ولری.

دا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه تر ټولو لویه غوښتنه وه.

دا منښته وروسته هغه کېږي چې ټرمپ له اوکرایینه د ۵۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د کاني زېرمو او مینرالونو د ورکړې غوښتنه وکړه. هغه مهال د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي له دغې خبرې سر وغړاوه او ويي ویل دومره مرستې نه دي شوي چې بدل یې غوښتل کېږي. اوس د دې هوکړې شرایطو ته په چمتو کېدو سره اوکرایین یو مهم شرط مخې ته کړی او له امریکا ټینګ امنیتي ضمانت غواړي.

هوکړې ته له رسېدو وړاندې د سې شنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ وویل، د دې هوکړې بدل کې به اوکرایین "د جګړې پرمخ بیولو حق ولري."

هغه وویل تمه لري دا اونۍ به زېلېنسکې واشنګټن کې د کانونو هوکړه لاسلیک کړي.

ټرمپ وویل، "د متحده ایالاتو له پیسو او پوځي تجهیزاتو پرته، دا جګړه به په ډېره لنډه موده کې پای ته رسیدلې وای" او زیاته یې کړه چې د سولې له تړون وروسته به په اوکرایین کې "د سولې ساتنې یو بڼې" ته اړتیا وي.

ټرمپ وویل، هغه د اوکرایین کاني زېرمو ته د لاسرسي لپاره ځکه فشار راوړي چې د هغو پوځي مرستو په بدل کې چې امریکا دغه هېواد سره کړي دي یو څه ترلاسه کړي.

هغه وویل"موږ غواړو دا پیسې بېرته ترلاسه کړو."

د سپینې ماڼۍ یو خبریال نومي لیم د بي بي سي یوې راډیويي خپرونې ته وویل، لا هم د دې هوکړې جزییات په بشپړ ډول نه دي په ډاګه شوي خو داسې برېښي چې دا هوکړه تر ډېره د امریکا په ګټه ده. هغه وویل " دا هماغه څه دي چې په لومړي سرکې ورسره زېلینسکي مخالفت کړی و، کله چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د هوکړې طرحه هغه ته وښودله، خو د ټرمپ او زېلینسکي ترمنځ له لفظي ناندریو وروسته ولودیمیر زېلېنسکي د خبرو مېز ته کیني، نو له هغه سره د امنیتي مسلو خبره شته چې پرې بحث به کوي." ښاغلی لیم وايي دا په دې پورې هم تړاو لري چې روسیه به د خپلو مینرالي زېرمو په اړه له کوم ډول طرحو سره د خبرو او بحث لپاره رامخې ته کېږي.

اوکرایین د نړۍ په کچه شتمنې مینرالي زېرمې لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوکرایین د نړۍ په کچه شتمنې مینرالي زېرمې لري.

اوکرایین کومې کاني زېرمې لري

کیېف اټکل کړی چې د نړۍ پنځه سلنه " حیاتي اومه توکي" په اوکرایین کې دي.

د ۱۹ میلینونو ټنو په کچه د ګرافایټ زیرمې ثابتې شوي. دا هغه څه دي چې په بیټریو او برېښنايي موټرو کې کارول کېږي.

د اروپا د لیتیمو یوه پر درېیمه برخه هم په اوکرایین کې ده چې په بیټریو، بادي برېښنا، وسلو او نورو مهمو توکو کې کارول کېږي.

درې کال وړاندې هغه مهال چې روسیې لا پر اوکرایین یرغل نه و کړی، دغه هېواد د نړۍ ۷ سلنه تیتانیوم تولیدول، څه چې په مهمو برېښنايي توکو او ان الوتکو کې کارول کېږي.

د اوکرایین د اقتصاد وزیر یولیا سوېردنکو وايي د ۳۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت زیرې مې تېرو درې کلونو کې د روسیې له لوري د یرغل پر مهال لاندې شوي.

دې هر څه ته په کتو امریکا غواړي د دغه شتمن هېواد زېرمو ته لاس رسی ولري. د یوه کاناډايي شرکت مشر چې جیوپولیټیکي خطرونه ارزوي وايي " مهمې کاني زېرمې د ۲۱ پېړۍ د اقتصاد ستنې دي."

د امریکا د ځمکپېژندنې او پانګونې اداره وايي، امریکا ځکه پر دا ډول زېرمو پانګونې ته لېواله ده چې غواړي له چین سره تړاونه کم کړي. چین د نړۍ پر ۷۵ سلنه شتمنو زېرمو کنټرول لري.