د لوړې تر مراسمو لس ورځې مخکې د ټرامپ د حق السکوت قضیې راپورته کېدل؛ ټرمپ دا "سیاسي برید" بللی

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په نیویارک کې یوه قاضي امر کړی چې ډونلډ ټرمپ دې د جنوري په لسمه د حق السکوت پیسو په تړاو قضیه کې محاکمه شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکلې ټرمپ په دوو اونیو کې د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
د نیویارک قاضي جوان مرچن ویلي، ټرمپ ته به د بند وخت، محاکمې یا جریمې سزا ور نه کړي، خو پر ځای یې هغه ته "غیر مشروط رخصت" ورکوي. هغه په خپل حکم کې لیکلي، چې منتخب ولسمشر کولای شي په انلاین بڼه محکمې ته حاضر شي.
ټرمپ هڅه کړې وه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې بریا په کارولو د هغه پر ضد دوسیه لغوه کړي.
ټاکل شوي ولسمشر په ټولنیزو رسنیو کې د قاضي حکم د "غیر قانوني سیاسي برید" په توګه رد کړی او قضیه یې "درغلي" بللې ده.
ټرمپ په می میاشت کې فلمي ستورې سټارمي ډینیلز ته د یو سل او دېرش زره ډالرو د حق السکوت د ورکړې او جعلي سندونو په ۳۴ قضیو کې محکوم شوی و.
دغه تورونه د هغه شخصي وکیل مایکل کوهن ته د ورکړو پټولو لپاره د هغه د هڅې څخه سرچینه اخلي. کوهن د لوڅو فلمونو یوې ستورې ته پیسې ورکړې چې له ټرمپ سره د جنسي اړیکو په اړه پټه خوله پاتې شي.
څارنوالانو په بریالیتوب سره استدلال کاوه، د پیسو ورکړه، چې د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو څو ورځې مخکې شوې وه، په ټاکنو کې د لاسوهنې په معنی وه، ځکه د رایې ورکوونکو څخه یې د احتمالي زیان رسونکې ادعا پټوله.
ټرمپ هېڅکله دا نه ده منلې چې غلط کار دې یې کړی وي او دا قضیه یې د سیاسي انګېزې زېږنده ګڼلې دهي.
.
هغه ټینګار کوي چې د ستورمي ډینیل سره هېڅ جنسي اړیکه نه درلوده.
د امریکا سترې محکمې د جولای په میاشت کې پرېکړه وکړه چې ولسمشران د ځینې چارو لپاره چې دوی یې د واک پر مهال ترسره کوي، له محاکمې معاف دي.
له ښاغلي ټرمپ څخه هغه مهال د ده د ولسمشرۍ د تېرې دورې وروستیو کې د ټاکنو د پایلو د اړولو ادعاوو په اړه تحقیق کېده.
ښاغلي ټرمپ هغه تورونه بې بنسټه وبلل.
د هغه وکیلان د نیویارک په جنایي قضیه کې استدلال کوي، هغه خوندیتوب چې سترې محکمې ورته اشاره کړې باید دې قضیې ته هم وغځول ش








