طالبان د اماراتو مېلمانه؛ محمد بن زاید له سراج الدین حقاني څه غواړي؟

محمد بن زايد له سراج الدين حقاني سره د کتنې پرمهال

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، محمد بن زايد له سراج الدين حقاني سره د کتنې پرمهال
    • Author, منال خليل
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز عربي

په ښکاره او په ۲۰۲۱ کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته په لومړي ځل په بهرني سفر د طابانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره اونۍ د متحده عربي اماراتو په سفر ووت او وروسته یې سعودي عرب کې د حج د مراسمو وېډیو خپره شوه.

د ابو ظبۍ "سېندغاړه ماڼۍ" یا (قصر الشاطئ) کې،‌ ښاغلي حقاني د اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ګډن له جګپوړو چارواکو سره وکتل.

په افغاني پلاوي کې د استخباراتو عمومي مشر عبدالحق وثیق هم و.

د اماراتو "وام" خبری اژانس د رپوټ پر بنسټ،‌ د اماراتو مشر د سراج الدین حقاني په مشرۍ افغان پلاوي "د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او ملګرتیا د اړیکو د ټینګښت" په تړاو بحث وکړ او دا چې څنګه د ګډو ګټو د خوندیتابه لپاره یې پرمختیايي لارې ولټول شي او په افغانستان کې د اقتصادي، پرمختیايي او د ملاتړ برخو کې ګټه ترې واخیستل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس لیکلي وو، چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې د دوه اړیکو اړیکو پر ټینګښت ورټولې وې او د طالبانو هڅه دا ده چې له روغتیايي، زېربنايي او د طالبانو له امنیتي بنسټونو سره د اماراتو همکاري ترلاسه او په اماراتو کې افغان بندیان راخوشي، افغانانو ته د وېزو صادرول اسانه او په افغانستان کې د اماراتو د ودانیزو پروژو او پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

د دې لیدنې په اړه د امریکا دریځ څه دی؟‌

بي‌بي‌سي نیوز ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سیمه‌ییز ویاند سام وربرګ اعلان وکړ، چې واشنګټن د طالبانو له تحریک سره د هېوادونو- په تېره په سیمه کې د موجودو هېوادونو- پر ټولو پېچلیو اړیکو خبر دی.

هغه زیاته کړه، متحده عربي امارات د افغان ولس د ملاتړ په برخه کې مهم شریک دی، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او هغو افغانانو چې د بیا مېشتېدنې په لټه کې له خپل هېواده تښتېدلي دي، ملاتړ هم پکې شامل دی.‌

په هرصورت، وربرګ ټینګار وکړ چې سراج الدین حقاني اوس هم د امریکا د ترهګرۍ ضد بندیزونو کې شامل دی او ویلي یې دي چې د متحده ایالاتو اداره به وضعیت له نژدې څاري او له خپلو شریکانو سره تر هغه کار وکړي چې ډاډه شي ټول د نړیوالو معیارونو مطابق کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سیمه ییز ویاند ویلي، چې په تېره مې میاشت کې متحده عربي اماراتو ته د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ د وروستي سفر پر مهال هغه پر ټولو خواوو غږ وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک له مخې سیاسي نقشه وړاندې کړي.

د اماراتو او افغانستان ترمنځ اړیکي

امارات

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

په ۲۰۱۸ کې، متحده عربي اماراتو د جګړې د پای ته رسولو په موخه د بین الافغاني خبرو اترو د هڅولو لپاره د یو لړ غونډو کوربه توب وکړ چې په دې غونډو کې د طالبانو استازي له امریکايي چارواکو سره مخامخ شول.

له هغه وخته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، خلیجي هېوادونو د افغانستان له پرمختګونو سره په احتیاط چلند کړی، خو د طالبانو له رژیم سره یې د اړیکو لارې خلاصې ساتلې دي.

متحده عربي اماراتو په دې موده کې د افغانانو په ایستلو کې مهم رول لوبولی او ژمنه یې کړې چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او سوکالۍ د لاسته راوړلو په موخه د نړیوالو هڅو په ملاتړ کې به له افغانانو سره بشري مرستې کوي.

د څارونکو په وینا، اوس مهال په اماراتو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي.

په ۲۰۲۲ کې، د متحده عربي اماراتو د هوايي چلن ادارې په افغانستان کې د لویو هوایي ډګرونو د اداره کولو لپاره له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ، چې دا کار یې نړیوالې ټولنې د بشري مرستو لپاره د نړیوال پله د یقیني کولو لپاره حیاتي کار بللی و.

د اماراتي ستراتیژیک شنونکي، امجد طهٰ په وینا، له طالبانو سره د متحده عربي اماراتو معامله له سیاسي واقعیت او د داسې خبرو په رامنځته کولو کې له سمې تګلارې راوتلې ده چې هر څوک د امنیت، ثبات، پرمختګ او انسانیت او حقونو ته د درناوي په موخه ور ورسوي.

هغه بي‌بي‌سي نیوز عربي ته زیاته کړه چې متحده عربي امارات د طالبانو له حکومت سره په رښتینې توګه چلن کوي، لکه څنګه چې د امریکا متحده ایالات او نور حکومتونه په تهران، سوریه یا لوېدیځه غاړه کې د خلکو د ښه راتلونکي لپاره کوي. افغانستان یو مهم جیوپولیټیک موقعیت لري، ځکه چې دا د ختیځ، لوېدیځ او سوېلي او منځنۍ اسیا سره نښلوي او په دې توګه د افغانانو د سوکالۍ لپاره د اقتصادي پانګونې ساحه جوړوي.

طه په دې باور دی چې د بریالیتوب یو عنصر د افغانانو او په افغاني ټولنه کې د ټولو ښکېلو خواوو ترمنځ ملي پخلاینه ده، هغه دې ته په اشارې سره چې متحده عربي امارات د سولې په اړه په ورته نړیوالو قضیو کې بریالي شوي، لکه د اریتریا، ایتوپیا د سولې مسلو او د اوکرایین او روسیې ترمنځ د بندیانو د خلاصون قضیو کې.

د افغانستان د رسنیو او مطالعاتو د مرکز مشر عبدالجبار بهیر په دې باور دی، چې په افغانستان کې د حکومت د مشروعیت په اړه د نړیوالو د نه پېژندلو سربېره لا هم د طالبانو مشران په تور لېست کې دی او بهر ته د سفر اجازه نه لري، خو د روسیې او قزاقستان په شان هېوادونه یې د نړیوالې ټولنې په توګه ددغه نوملړ په اړه بیا کتنه کوي.

له اماراتو څخه سعودي عربستان ته

حقاني سعودي کې

د عکس سرچینه، REUTERS

د سراج الدین حقاني "راښکاره کېدل" یوازې په متحده عربي اماراتو کې په رسمي غونډه کې محدود نه وو، بلکې داسې انځورونه او ویډیويي کلیپونه خپاره شول چې حقاني په مکه معظمه کې د حج د مراسمو د ادا کولو په حال کې و.

د خلیج د څېړنې مرکز مشر ډاکټر عبدالعزیز صقر بي‌بي‌سي ته وویل، سعودي عربستان ته د حقاني او نورو طالب مشرانو سفر د حج د مناسکو د ترسره کولو په هدف و، هغه په ډاګه کړه چې سعودي هېڅکله مذهبي مراسم نه سیاسي کوي چې په وینا یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې د راغلو کسانو د سفر بندیز یې معاف کړی دی.

د صقر دریځ د سیاسي علومو، رسنیو او په قطر کې د نړیوالو چارو د څېړونکي ډاکټر علي الهیل له دریځ څخه ډېر توپیر نه لري. علي الهیل په دې باور دی چې حج ته تلل يوه طبيعي خبره ده او دا مسئله له سياست سره هېڅ تړاو نه لري.

خو عبدالجبار بهیر بیا په سعودي عربستان کې له نورو مشرانو سره د حقاني د شتون پخلی کوي او وايي چې له متحده عربي اماراتو وروسته سعودي ته سفر کومه ناشنا خبره نه ده، لکه څنګه چې پاکستان طالبان په رسمیت پېژندلي وو، دغو دواړو هېوادونو په ۱۹۹۰مه لسیزه کې هم د طالبانو مشروعیت په رسمیت پېژندلی و.

قطر په دې معادله کې چېرته دی؟

قطر د ۲۰۱۰ کال له لومړیو راهیسې د طالبانو د جګپوړو مشرانو کوربه دی او هلته یې د حضور اصلي موخه د طالبانو او د افغانستان د حکومت، امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ د سیاسي روغې جوړې لپاره د یوه دفتر پرانیستل وو.

قطر له افغانستان څخه د بهرنیانو په وتلو کې د خپل رول سربېره، د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو د استازو ترمنځ په خبرو کې د یوه مهم منځګړي په توګه هم راڅرګند شو.

د جون په ۳۰مه به د قطر پلازمېنه د "دوحې د درېیمې ناستې" کوربه وي، چې د افغانستان لپاره به د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون پکې کوي او ملګري ملتونه دا د بین الافغاني خبرو د غښتلتیا یوه وسیله بولي.

د طالبانو د تحریک د بنسټګر او پخواني مشر زوی او د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست ملا یعقوب مجاهد هم د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر میاشت کې ابوظبۍ ته تللی و.