ټرمپ‌ بي‌بي‌سي ته:‌ زه نهیلی یم، خو له پوتین سره مې حساب لا پای ته نه دی رسولی

د امریکا ولسمشر ټرمپ په اوول دفتر کې وینا کوي. هغه سمندري سوټ او سور ټای اغوستی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

ډونلډ ټرمپ له بي بي سي سره په یوه ځانګړې ټیلیفوني اړیکه کې ویلي، دی نهیلی دی خو له ولادیمیر پوتین سره یې اړیکې ختمې نه دي.

د امریکا له ولسمشره په ټینګار سره پوښتنه کېده، چې ایا دی د روسیې پر مشر باور لري، د هغه ځواب دا و چې: "زه په یوه ډول پر هېچا باور نه لرم."

ټرمپ څو ساعته وروسته له هغه، خبرې کولې چې اوکرایین ته یې د وسلو د لېږلو پلانونه اعلان کړل او خبرداری یې ورکړ که په ۵۰ ورځو کې اوربند ونه شي نو پر روسیه به سختې تعرفې ولګول شي.

د امریکا له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اوږده مرکه کې، ولسمشر د ناټو ملاتړ هم وکړ، چې یو ځل یې دا کار زوړ بللی و او د دې سازمان د ګډو دفاعي اصولو لپاره یې خپل ملاتړ تایید کړ.

ولسمشر د پنسلوانیا له یوه بریده د ژوندي وتلو یو کال پوره کېدو سره هممهاله له بي بي سي سره د هغه برید په هکله هم وغږېد. دې خبرو ۲۰ دقیقې دوام وکړ.

له هغه وپوښتل شول چې ایا په هغه پېښه کې ژوندي پاتې کېدو بدل کړی دی؟ ټرمپ وویل دی د امکان تر بریده لږ فکر کول خوښوي.

ټرمپ زیاته کړه: "زه نه غواړم په دې اړه فکر وکړم چې ایا دې (پېښې) زه بدل کړی یم." هغه زیاته کړه، "کېدلی شي ژوند بدلوونکی وي."

ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له مشر مارک روټه سره د خپلې نهیلۍ په اړه هم وغږېد.

ټرمپ وویل، ده فکر کاوه له روسیې سره یو تړون په پلان کې دی.

کله چې بي بي سي ترې وپوښتل، ایا له پوتین سره یې خپل کار پای ته رسولی، ولسمشر ځواب ورکړ: "زه له هغه مایوسه یم، خو ما له هغه سره کار پای ته نه دی رسولی. خو زه ترې نهیلی یم."

ټرمپ وویل: "موږ ښې خبرې اترې وکړو، زه وایم 'دا ښه ده، زه به فکر وکړم چې موږ د دې سرته رسولو ته نږدې یو،' او بیا هغه په کیېف کې یوه ودانۍ ونړوي."

کله چې پر ټرمپ وننګول شو چې څنګه به پوتین د "وینو تویولو درېدو" ته اړباسي، د امریکا ولسمشر وویل: "کار پرې کوو."

"موږ به ښې خبرې ولرو. زه به وایم: 'دا ښه ده او فکر کوم موږ د تړون بشپړولو ته نږدې یو،' او دی بیا په کییف کې یوه ودانۍ راونړوي".

روسیې په وروستیو اونیو کې پر اوکرایني ښارونو خپل بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ډېر کړي، چې د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه يې ریکارډ کچې ته لوړه کړې.

پوتین ټینګار کړی چې هغه هم سوله غواړي، خو ویلي یې دي چې هغه څه چې دی یې د جګړې "اصلي لاملونه" بولي، باید لومړی حل شي. هغه استدلال کوي چې جګړه د کییف، ناټو او "لویدیځ" لخوا د روسیې امنیت ته د بهرنیو ګواښونو پایله ده.

کله چې له هغه وپوښتل شول ایا هغه اوس هم فکر کوي ناټو لا هم ده ته یوه مسئله ده، هغه وویل، "نه، زه فکر کوم چې ناټو اوس د دې برعکس کېږي،" ځکه چې ټلواله "خپل لګښتونه پخپله ورکوي".

هغه وویل هغه لاهم په ډله ییزه دفاع باور لري، ځکه دا پر دې مانا ده چې کوچني هېوادونه کولی شي د لویو هېوادونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي.

له ولسمشر ټرمپ په نړۍ کې د بریتانیا د راتلونکي په اړه هم وپوښتل شول او ویې ویل چې هغه فکر کوي دا یو "ښه ځای دی. تاسو پوهېږئ چې زه هلته ملکیت لرم."

هغه پر دې هم وغږېد چې څنګه هغه د روان کال په سپتمبر کې بریتانیا ته د بې ساري دویم دولتي سفر په تمه دی.

د هغه څه په اړه چې هغه غوښتل د سفر پر مهال ترلاسه کړي، ټرمپ وویل، "ښه وخت ولرئ او د پاچا چارلس درناوی وکړئ، ځکه چې هغه یو لوی شریف سړی دی."

هغه د برېتانیا، کاناډا او ځینو نورو هېوادونو او امریکا تر منځ پر اړیکو د نظر تر څنګ د کډوالۍ اړوند پر خپلو پالیسيو هم خبرې کړې.

د هغه ادارې اوس خپل تمرکز په ټوله امریکا کې د هغو کډوالو پیژندلو، توقیف او له هیواده شړلو ته اړولی چې امریکا کې په ناقانونه ډول میشت دي.

ولسمشر ټرمپ په دې مرکه کې په دې اړه هم وپوښتل شو چې څه فکر کوي د ولسمشر په توګه به د هغه میراث څه وي؟ ده په ځواب کې وویل چې "د امریکا ژغورل." او زیاته يې کړه چې فکر کوي امریکا لوی هېواد دی او یو کال وړاندې یو مړ هېواد و.