ټرمپ پوتین ته له انزوا د وتلو لار برابره کړه

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, سټیف روزنبرګ
- دنده, د بيبيسي روسیې ایډیټور
یوازې یوه تیلېفوني اړیکه به معجزه ونه کړي او د اوکرایین جګړه به ورسره پای ونه مومي. اوس ښايي خبرې پیل شي، خو دا چې کله او څنګه پای مومي، روښانه نه ده.
په هره توګه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې تیلېفوني اړیکې سره، څه نا څه یوه دېپلوماتیکه بریا ترلاسه کړې ده.
هغه درې کاله مخکې له سیاسي اړخه په انزوا کې و. پر اوکرایین د تمام عیاره یرغل پرېکړه یې د دې لامل شوه چې نوموړی منزوي شي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د رایو په اکثریت سره داسې پرېکړهلیک تصویب کړ چې روسیه یې د "اوکرایین خلاف په ناقانونه توګه د زور کارونې" له کبله غندله.
مسکو له زرګونو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ شو. ورپسې کال کې د جرمونو نړیوالې محکمې د پوتین د نیول کېدو حکم صادر کړ.
جو بایډن هم د امریکا د وخت د ولسمشر په توګه دې کې څه شک پرې نښود چې د خپل روسي سیال په اړه څه فکر کوي. هغه پوتین یوه "وژونکی دیکتاتور" او "خوني" وباله.
له هغې راوروسته چې روسیې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین پراخ برید وکړ، بایډن نور له پوتین سره تیلېفوني خبرې ونه کړې.
اوس دا دی ۲۰۲۵ ته را رسېدلي یو.
په امریکا کې د ولسمشر له بدلېدو سره د روسیې پر وړاندې چلن، ژبه او همداسې دریځ هم په بشپړ ډول بدل شوی دی.
ټرمپ وايي غواړي له پوتین سره "له ډېر نژدې، ګډ کار" وکړي چې اوکرایین کې جګړه پای ته ورسوي.
نوموړی هیلهمن دی چې دوی دواړه به د یو بل هېوادونو ته سفرونه هم وکړي.
روښانه ده، پوتین هم چې ټرمپ یې مسکو ته بللی، همدا غواړي.
که دغه راشه درشه ترسره کېږي، نو دا به د روسیې-امریکا په اړیکو کې یو لوی بدلون وي.
تر یوې لسیزې ډېره موده کېږي، چې د امریکا کوم ولسمشر روسیې ته نه دی تللی.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images
پوتین وار له مخه د نړیوال سیاست په فهرست کې د ځان ځایولو له فرصت رانیولې، احتمالا له کیېف او اروپا څخه په څنګ تېرېدو سره نېغ په نېغه له امریکا سره د اوکرایین په تړاو د مستقیمو خبرو تر چانس پورې، ډېر داسې څه ترلاسه کړي چې غوښتل یې.
خو دا لا مالومه نه ده چې نوموړی به یوه جوړجاړي ته تر کومه حده غاړه کېږدي.
روسي چارواکي ادعا کوي چې مسکو خبرو اترو ته چمتو دی، خو تر څنګ یې تل د ۲۰۲۴ کال جون کې د پوتین د سولې تش په نامه وړاندیز ته هم اشاره کوي، هغه وړاندیز چې تر ډېره کرښېکښنې یا وروستۍ پرېکړې ته ورته ښکاري.
د دغه پلان له مخې به روسیه د اوکرایین هغه ټولې سیمې ځان سره ساتي چې نیولې یې دي او یو څه نورې ځمکې هم اوس د اوکرایین تر کنټرول لاندې وي.
پر دې سربېره به اوکرایین ته اجازه نه ورکول کېږي چې له ناټو سره یو ځای شي او د لوېدیځ لخوا پر روسیې لګېدلي بندیزونه هم باید لغوه شي.
څنګه چې یوې روسۍ ورځپاڼې د دې اونۍ پیل کې وویل: "روسیه خبرو اترو ته چمتو ده. خو د خپلو شرطونو پر بنسټ".
"که دېپلوماتیکه ژبه ترې ایسته کړئ، دې ته اساسآ ضرب الاجل ویل کېږي."











