د امریکا ۱.۳ میلیارد ډالرو لاټرۍ ګټونکی: نه پوهېږم چې د دې پیسو د لګولو لپاره به ژوندی پاتې شم او که نه؟

د عکس سرچینه، OREGON LOTTERY
د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه کډوال د دې هېواد په تاریخ کې څلورم هغه کس شو چې تر ټولو د ډېر ارزښت لاټرۍ یې وګټله.
د سویل ختیځې اسیا د لاوس هېواد وګړي چینګ سیفان د یو اعشاریه درې میلیارد ډالرو په ارزښت د پاور بال لاټري ګټلې ده. نوموړی وايي، ډېرې شپې يې داسې تېرې کړې، چې د لاټري نمبرې به یې تر خپل سر لاندې کېښودې او پرې ویده کېده. د سیفان تر بالښت لاندې د هغو کاغذونو کوټه پرته وه، چې د څو اوونیو د لاټري ګټلو نمبرې پرې لیکل شوې وې.
سیفان چې د متحده ایالاتو د اوریګون ایالت په پورټ لینډ سیمه کې اوسېږي وايي:
"ما خدای ته د مرستې لپاره دعا وکړه، ځکه چې زما ماشومان کوچني دي او زه ډیر ناتوانه یم ، زما روغتیا ښه نه ده."
نوموړي د اپریل پر اوومه د ۱.۳ میلیارد ډالرو په قرعه کشۍ کې خپلې د خوښې شمېرې واخیستې او د لاټري تنظیم کونکو د دوشنبې پر ورځ ګټونکي ته د جایزې پیسې ورکړې. خو سیفان یوازینی کس نه دی، چې بخت یې ملتیا وکړه د ده مېرمن او یوې ملګرې یې په ګډه د لاټري شل ټکټونه اخیستي وو چې یوه یې په کې وګاټه.
سیفان وايي، د دې پیسو ۲۵ سلنه خپلې مېرمنې دوانپین ته او ۵۰ سلنه یې خپلې ملګرې لیزا چاو ته ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سرطان پر وړاندې مبارزه
سیفان له تېرو اتو کلونو راهیسې د سرطان ناروغۍ له امله د کیموتراپي درملنه کوي. هغه وویل: "زما ژوند بدل شوی دی. ما یوازې خدای ته د مرستې لپاره دعا کړې وه. "
دی وايي: "اوس کولی شم د خپلې کورنۍ ښه پالنه وکړم او د ځان لپاره يو ښه ډاکټر ومومم."
سیفان غواړي د لاټري د پیسو په یوې برخې د ځان لپاره یو کور واخلي. نوموړي د جایزې د پیسو چیک ترلاسه کولو وروسته خبریالانو ته وویل:
"زه نه پوهېږم چې د دې ټولو پیسو لګولو لپاره زه وخت لرم او که نه؟ زه ان نه پوهېږم چې زه به څومره نور ژوندی یم."
کله چې هغه ته معلومه شوه، چې لاټرۍ یې ګټلې ده په ډېره بې صبرۍ دې ته انتظار و چې دا ښه خبر خپلې ملګرې او مېرمنې ته ووايي.
سیفان وويل: "له خپلې مېرمنې مې وپوښتل چې ته چېرته يې؟ هغې ځواب راکړ چې زه کار ته ځم. ما ورته وویل، چې اړتیا نلرې چې کار ته لاړه شې.''
د لاټرۍ د ټکټونو نرخونو په لوړیدو سره دا د یو میلیارد څخه زیاتو ډالرو جایزې هم عامې شوې دي. په ۲۰۲۲ کال کې هم د تر ټولو لویه جایزه د ۲،۰۴ میلیارد ډالرو وه. د لاټري اصول هم بدل شوي او دې د جایزې ګتل سخت یې کړي دي، په ۲۹۲،۲ میلیونو کسانو کې د یوه کس د لوې جایزې د ګټلو امکان شته دی.
سیفان وايي، چې د لاټرۍ لوبې ته دوام ورکوي. نوموړی زیاتوي، ښايي يو ځل بيا لاټري وګټي او يو ځل بيا بختور شي.











