د مودي او پوتین لیدنه؛ په افغانستان کې د "ترهګرۍ ضد ګامونه ستایل شوي"

مودي او پوتین

د عکس سرچینه، AFP

روسیې ته د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له سفر وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې چې د هند بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، ویل شوي چې د هند او روسیې مشران د افغانستان موضوع په هکله هم غږېدلي دي.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې مسکو ته د لومړي وزیر مودي له دوه ورځني سفر وروسته خپره شوې، راغلي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد او په ځانګړې توګه د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد د اقداماتو "ستاینه" کړې.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي د ښاغلي مودي او ولادیمیر پوتین په لیدنه کې "باور څرګند شوی، چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر ضد جګړه پراخه او ګټوره وي."

د اعلامیې په ټکیو د هند او روسیې مشرانو په دې غونډه کې د افغانستان خلکو لپاره ''له هر ډول سیاسي غوښتنو پرته'' د بشري مرستو رسولو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

اعلامیه زیاتوي، چې "د افغانستان امنیتي وضعیت او پر سیمه یې اغېز، اوسنی سیاسي حالت، د ترهګرۍ اړوند مسائل، سخت دریځي او د مخدره توکو قاچاق هغه موضوعات وو، چې د ولادیمیر پوتین او نرېندرا مودي په لیدنه کې پرې بحث شوی دی."

د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب غوښتنه

اعلامیه زیاتوي، په لیدنه کې ټینګار شوی، چې افغانستان باید یو موټي، سوله ییز او له ترهګرۍ، جګړو او مخدره توکو پاک هېواد پاتې شي، چې "له ګاونډیانو سره په سوله کې وي او په خپله د افغانانو او په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې ژر ور ته د زیان رسېدو اندېښنه شته، بنسټیز حقونه پکې خوندي وي."

په اعلامیه کې دغه راز د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره د مسکو فارمټ غونډې پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

د یادونې ده، چې د تېر کال سپتمبر په وروستیو کې د مسکو فورمیټ په پنځمه غونډه کې هم د داعش ډلې پر ضد په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اقداماتو ستاینه شوې وه او په یوه اعلامیه کې چې هغه مهال د روسیې بهرنیو چارو وزارت خپره کړې وه، د طالبانو له حکومته غوښتل شوي وو، چې ''د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد همدا رویه روانه وساتي.''

د روسیې قازان کې تر سره شوې هغه غونډه کې لومړی ځل د داعش پر ضد د طالبانو اقداماتو ''ستاینه'' وشوه او د نورو ترهګرو ډلو پر ضد هم د ''ګټورو اقداماتو'' غوښتنه ترې وشوه.

د مسکو فارمټ په پنځمه غونډه کې د افغانستان ګاونډویو هېوادونو، هند، استازو تر څنګ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازو د ناظرو غړو په توګه ګډون کړی و.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې له لوري ددې لپاره جوړ شو، چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر پر مخ بېولو لپاره هلې ځلې وشي.

د یادونې ده، چې په تېره جون میاشت کې د هند لومړي وزیر په توګه له بیا ټاکل کېدو وروسته مسکو ته تګ د لومړي وزیر مودي لومړنی بهرنی سفر دی، چې د هند لوېدیځوالو متحدینو یې په غور څارنه کوله.

ښاغلی مودي د دوشنبې پر ورځ داسې مهال مسکو ته ورسېد، چې څو ساعته مخکې د ماشومانو پر یوه روغتون د بمبارۍ په ګډون په اوکرایین کې د روسي ځواکونو بمباریو له کبله ۴۱ کسان وژل شوي وو.