پوتین وايي، له ترهګرۍ سره مبارزه کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ملګری دی

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، دا چې د افغانستان واک د طالبانو په لاس کې دی، نو له همدې امله له ترهګرۍ سره مبارزه کې زموږ متحدین دي.

نوموړي چې د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان له سرمشریزې وروسته له رسنیو سره خبرې کولې، وویل، هېواد یې له طالبانو سره په اړیکه کې دی او له دغې ډلې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې سیګنالونه تر لاسه کړي دي.

ښاغلي پوتین د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو او د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د طالبانو د غړیتوب په اړه وویل، دا دواړه مسلې د حالاتو پرمختګ پورې اړه لري او په دې برخه کې روسیه په یوازې ځان پریکړه نه کوي.

ښاغلي پوتین تر دې وړاندې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې پر مهال هم پخپلو خبرو کې وویل، هېواد یې د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې د بیا پیلېدو د نظر ملاتړ کړی دی.‌

د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، ښاغلي پوتین زیاته کړې، دا چاره به افغانستان کې د وضعیت له نورمالېدو سره مرسته وکړي.

همداراز په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرش هم ویلي، هېوادونه باید پرېنږدي چې افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل شي.

ښاغلي ګوتېرش په دې ناسته کې د سولې د تامین او په افغانستان کې د داسې یو ټول شموله حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکی شو چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په دغه غونډه کې وویل نړیواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره په ماناداره ډول ښکېله شي، خو یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید ډاډمنه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو له خوا د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.‌

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه، پخپله اعلامیه کې یې په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او د ټولو افغانو توکمونو او سیاسي ډلو د استازو په پراخ ګډون سره یې ټولګډونه حکومت په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو یوازنۍ لار بللې ده.

غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي، حکومت یې ټولګډونی دی او په دې تړاو ورته کېدونکې سپارښتنې پخپلو کورنیو چارو کې بهرنۍ لاسوهنه ګڼي.

د شانګهای همکارۍ سازمان یو بین الحکومتي سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کې د شپږو هېوادونو قزاقستان، چین، قرغزستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان لخوا جوړ شوی دی.

دا مهال دغه سازمان د هند، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ایران، ازبکستان او بېلاروس په ګډون لس دایمي غړي لري.

افغانستان او منګولیا د دغه سازمان څارونکي غړي دي او ۶ هېوادونه اذربایجان، ارمنستان، د کمبودیا سلطنت، نیپال ترکیه او سریلانکا هم د دغه سازمان د سلامشورو د شریکو هېوادونو په نوملړ کې دي.