مودي خپلې لوبډلې سره خبرو کې پر افغان کرېکټ څه ویلي؟

مودي له لوبغاړو سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مودي په افغانستان کې پر ځوانو ورزشکارانو ددغو لوبغاړو د الهام بښونکي اغېز یادونه هم کړې ده.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د کرېکټ ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې ځلېدل او چټک پرمختګ ستایلی دی.

نرېندرا مودي همداراز د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د کرېکټ پر اهمیت ټینګار کړی. مودي ویلي، کرېکټ د افغانستان د خلکو ترمنځ یووالي کې ښه رول لوبولی او د افغان لوبغاړو د روحیې او لاسته راوړنې ستاینه یې وکړه.

نوموړي د افغانستان د کرېکټ لوبډلمشر راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن لوبېدل هم ستایلي چې په وینا یې نه یوازې د هند په غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) کې ښه ځلېدلي، بلکې د کرېکټ په نړیوال ډګر کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري.

مودي په افغانستان کې پر ځوانو ورزشکارانو ددغو لوبغاړو د الهام بښونکي اغېز یادونه هم کړې ده.

مودي ویلي: د هند بریا په هند کې په کور د ننه د نورو کوچنیو لوبډلو جوړېدو او کرېکټ ته د زلمیانو او ځوانانو د هڅولو لامل شوی او پر افغانستان یې هم اغېز پرېښی دی.

نرېندرا مودي له راشد خان سره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست امیر خان متقي ترمنځ ټیلېفوني خبرې په زړه پورې بللې دي.

"افغانستان له سوېلي افریقا سره د لوبېدو موکه پیدا کړه. دا د افغان کرېکټ لوبډلې لپاره یو ډېر بریالی سفر و. د افغانستان د کرېکټ لوبډلې پرمختګ د هند او زموږ د بچیانو له کبله و."

نوموړي د هند له مشهورو کرېکټ لوبغاړو ویرات کوهلي او روهیت شرما او ځینو نورو لوبغاړو سره خبرو کې– چې وېدیو یې ډېره لاس په لاس شوې ده، ویلي دا چې شل اوریز نړیوال جام هند وګاټه، ټول هند ته یې خوښي راوړه.

"تاسې هېواد ته حماسه او خوشحالیانې راوړې او د هېوادوالو زړونه مو وګټل. تاسې د خپل ټیم په زړه پورې استعداد وښود او صبر یې انګیزه وه.‌ ما ولیدل چې هرڅه په ډاډ ترسره شول او هې‍څ بیړه پکې نه وه. زه تاسې ته مبارکي وایم."

ښاغلي مودي په ۲۰۱۸ کال کې هم افغان لوبډلمشر راشد خان او د افغانستان کرېکټ لوبډله ستایلې وه.

راشد خان

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، افغانستان له بنګله‌دېش سره د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام ۵۲مه لوبه کې بنګله دېش ته د اتو منډو په توپیر په ماتلو د شل اوریز جام نیمه‌پایلوبې ته ووت.

نوموړي ویلي وو: "څو ورځې وړاندې، بنګالرو کې د کرېکټ تاریخي لوبه وشوه، زه د هند او افغانستان ترمنځ ازمېښتي لوبې ته اشاره کوم، دا د افغانستان لومړنۍ نړیواله سیالي وه او دا د هر هندي لپاره د ویاړ ځای دی چې افغانستان لومړنۍ رسمي کرېکټ لوبه له هند سره وه."

ښاغلي مودي ویلي، دواړې لوبډلې ښې ولوبېدلې او د افغان ټیم لوبغاړی راشد خان په ۲۰۱۸ ای‌پي‌اېل کې ښه ولوبېده "زما په یاد دي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خپل ټوېټر یوه پیغام کې زه ټګ کړی وم چې د افغانستان خلک پر خپل اتل راشد خان ویاړي. زه د هغو هندي ملګرو هم منندوی یم چې زموږ لوبغاړو ته یې پلټفارم چمتو کړ چې کرېکټ کې خپل مهارتونه وښيي."

د هند لومړي وزیر هغه مهال دا هم ویلي وو چې راشد خان د افغانستان غوره انځور نړۍ ته وړاندې کړ او راشد خان یې د "کرېکټ نړۍ کې یوه شتمني" بللې وه.

د مودي په وینا، لوبې د ټولنې د یووالي لپاره یوه ښه پلمه ده چې ځوان استعدادونه پکې معلوم شي.

افغانستان له بنګله‌دېش سره د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام ۵۲مه لوبه کې بنګله دېش ته د اتو منډو په توپیر په ماتې ورکولو د شل اوریز جام نیمه‌پایلوبې ته ووت.