هندي پولیسو ته لارښوونه: وزن کم کړئ، یا دندې پرېږدئ

پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند په اسام ایالت کې پولیسو ته لارښوونه شوې چې په څو میاشتو کې یا ځانونه ډنګر کړي او یا دې د پولیسو له لیکو ځانونه وباسي.‌

په دغه ایالت کې د پولیسو یوه لوړ پوړي‌ چارواکي‌ ویلي،‌ د اګست په نیمايي‌کې به په مسلکي‌ ډول د ټولو پولیسو بدني عمومي ارزونه کوي.

د دغه چارواکي په وینا،‌ هغه پولیس چې د "چاغښت" په ګټګورۍ کې راځي، تر نوومبر میاشتې به د وزن کمولو لپاره وخت ورکول کېږي،‌ او که ځان نه شي‌ ډنګرولی،‌ په خپله خوښه دې تقاعد واخلي.‌

په اسام ایالت کې د پولیسو عمومي مشر جي پي‌ سینګ وايي،‌ هغه کسان چې روغتیايي‌ ستونزې لري،‌ د وزن کمولو په امر کې شامل نه دي.

ښاغلي سینګ په یوه ټویټ‌کې ویلي چې لومړی به دی د خپل وزن ازموینه کوي.

څو اوونۍ وړاندې د اسام مشر وزیر ویلي و، په دغه ایالت کې څه نا څه ۳۰۰ داسې پولیس شته چې له خپل ټاکلي وخت وړاندې ترې د تقاعد غوښتنه کوي. دغه وزیر د دې کار لامل د شرابو "ډېر څښاک" او له فزیکي پلوه دې دندې ته نامناسبوالی بللی دی.

پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

څېړنې ښيي‌ چې په هند کې ډېر وخت پولیس د ورځې اوږمهال کارونه کوي، مناسب استراحت نه لري او کاري ساعتونه یې هم منظم نه دي.‌‌

په ۲۰۱۸ کال کې د هند په یوه بل ایالت کارناتکا کې هم له پولیسو ورته غوښتنه شوې وه.‌ هغه مهال بي بي سي‌ ته یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي و،‌ دا پرېکړه یې ځکه کړې وه چې په تېرو اتلسو میاشتو کې یو شمېر پولیس د تور ژېړي په څېر د ځینو نورو ناروغیو له امله مړه شوي‌ وو.‌

د بدن عمومي ارزونه یا بي ایم آی د یوه کس د لوړوالي او وزن له اندازې مالومېږي. په نړۍ کې ډاکټران له همدې لارې د یوه کس د چاغښت اټکل کوي.‌

خو دا طریقه ډېر لانجمنه هم ده او ځینې کارپوهان په دې باور دي چې بي ایم آی د روغتیا د ارزونې لپاره ناسمه او غیرمسلکي لار ده.