ویتنام کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۳۵ کسان مړه شوي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

په ویتنام کې د خرابې هوا له امله د سیلانیانو د یوې کښتۍ ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه شوي او ګڼ نور لا هم ورک دي.

دا پېښه د ها لونګ خلیج کې رامنځته شوې، چې د دغه هېواد په شمال کې د ګرځندوی لپاره یوه مشهوره سیمه ده.

د راپورونو له مخې د کښتۍ لویه برخه مسافر ویتنامي کورنۍ وې چې له پلازمینې هانوي یې لیدنه کوله.

ژغورونکي وايي، سخت باران د ژوندو پاتې شویو کسانو د لټون مخه نیولې ده، خو تر اوسه پورې ۱۱ کسان له اوبو ژوندي ایستل شوي دي.

د ویتنام د پوله ساتونکو او سمندري ځواکونو په یوه ویناپاڼه کې ویل شوي چې د وندر سیز په نوم کښتۍ کې ۵۳ کسان سپاره وو چې له ناڅاپي طوفان سره له مخ کېدو وروسته ډوبه شوه.

یوه عیني شاهد د اسوشیتد پریس خبري اژانس ته وویل چې د شنبې پر ورځ شاوخوا دوه بجې اسمان ټپه تیاره شو "له سخت باران، تندر او برېښنا سره د ګوتو په اندازه ږلۍ هم مله وه".

سیمه ییزې رسنۍ وايي، یو لس کلن هلک وروسته له هغه وژغورل شو چې د غرقې شوې کښتۍ د هوا ایستلو په یوه ځای کې بند پاتې و.

هغه رسنیو ته وویل"ما ژوره ساه واخیسته، غوټه مې ووهله، بیا مې لامبو وهل پیل کړل. د مرستې لپاره مې چیغې وهلې، بیا زه د بلې کښتۍ لخوا پورته شوم"

ځايي رسنیو راپور ورکړی چې تر اوسه موندل شويو جسدونو کې، لږترلږه اته یې ماشومان وو.

د ژغورنې هڅې به د شپې تر ناوخته دوام وکړي ترڅو هغه کسان ومومي چې لا هم ورک دي.

لومړي وزیر فام مین چین یوه وینا کې د مړو شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. هغه وویل چژ چارواکي به د پېښې لامل وڅېړي.

د کوانګ نین ولایت ها لونګ خلیج د سلګونو کوچنیو ټاپوګانو ټولګه ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې څلور میلیونه سیلانیان ورغلي وو.

دغه سیمه د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان یونیسکو د نړیوالو میراث په نوملړ کې ځای دی.