د کرېکټ نړیوالې شورا د ښځو د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام مهالوېش اعلان کړ

د عکس سرچینه، pcb
د کرېکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) د ښځو د کرېکټ راتلونکي نړیوال جام مهالوېش او ګروپ بندي اعلان کړه چې له مخې یې ټاکل شوې دا سیالۍ د اکتوبر په درېیمه پیل شي.
ایسيسي ویلي دا سیالۍ ۱۷ ورځې دوام کوي او په پام کې ده چې پایلوبه یې د اکتوبر په شلمه نېټه وشي.
د سیاليو کوربه توب بنګله دېش ته ورکړل شوی دی.
د ښځو د شل اوریز کرېکټ په سږني نړیوال جام کې ټولټال لس لوبډلې ګډون کوي چې اته یې معلومې او دوه نورې لوبډلې به د غوراوي سیالیو له لارې جام ته ځانونه رسوي.
د ایسيسي د اعلان له مخې ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوي.
په الف ګروپ کې د پاکستان، اسټرالیا، هند، نیوزیلنډ او د غوراوي پړاو له سیالیو یوه وتلې لوبډله له یوه بل سره سیالۍ کوي.
په (ب) ګروپ کې بیا د سوېلي افریقا، انګلنډ، وېسټ انډیز، بنګله دېش او د غوراوي پړاوه وتلې یوه بله نامتو لوبډله ګډون کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مهالوېش له مخې ښکاري چې د پاکستان او هند دوه سر سخته مخالفې لوبډلې د دغه نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې یو ځل بیا سره مخ دي او ټاکل شوې لوبه یې د اکتوبر په شپږمه د بنګله دېش په سلهېټ ښار کې وشي.
د نړۍ د پياوړو ښځينه لوبډلو تر منځ د شل اوریز جام تېرې سیالۍ د ۲۰۲۳م کال فبرورۍ میاشت کې شوې وې او هغه مهال ېې کوربتوب سویلي افریقا کړی و.
اسټرالیا د دغه نړیوال جام د ګټلو ویاړ لري او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
په هغه نړیوال جام کې هم د پاکستان، بنګله دېش، سویلي افریقا، شري لنکا، ایرلنډ، انګلنډ، وېسټ انډيز، هند، نېوزېلنډ، او اسټرالیا په ګډون ټول ټال لس لوبډلو ګډون درلود.

د عکس سرچینه، icc
د افغانستان د سړیو کرېکټ لوبډله که څه هم اوس د کرېکټ د نړۍ یوه ثابته او د سیالۍ وړ لوبډله بلل کېږي، خو دا هېواد اوس د ښځو د کرېکټ لوبډله نه لري.
د افغانستان د ښځو د کرېکټ پخوانۍ لوبډله هم په کومو سترو سیالیو کې نه ده ښکاره شوې خو وخت نا وخت یې ځینې سیالۍ کولې.
افغانستان د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري او د بشپړ غړیتوب یو شرط د ښځو کرېکټ لوبډله هم ده، خو افغانستان له دې درکه د ځينو ځانګړو شرایطو له کبله مستثنا بلل شوی دی.
د ښځو د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د سړیو له شل اوریز نړیوال جام سیالیو شاوخوا درې میاشتې وروسته پلان شوې.
د افغانستان په ګډون د سړیو شل اوریز جام سیالۍ سر له راتلونکې (جون) میاشت د امریکا او وېسټ انډیز په ګډ کوربتوب پیلېږي.








