طالبان سرګي لاوروف ته: زموږ حکومت ټولګډونی او ځوابویونکی دی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وروستیو څرګندونو ته چې په افغانستان کې یې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کړې وه، غبرګون ښودلې او ویلي دي، حکومت یې ټولګډونی او ځواب ویونکی دی.
ښاغلي لاوروف دوه ورځې وړاندې ویلي وو، د رسمیت پېژندلو لپاره اړتیا ده چې طالبان نه یوازې له قومي اړخه بلکې له سیاسي اړخه هم ټولګډونی حکومت جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړې وه، د نورو قومونو کوم کسان چې د طالبانو په حکومت کې شته، هغه هم له فکري پلوه طالبان دي او زیاته کړې یې وه، له همدې امله موږ طالبانو ته وړاندیز کوو چې نورو سیاسي څېرو ته هم پخپل حکومت کې ځای ور کړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ملي راډیو ټلوېزیون سره خبرو کې ویلي، بهرني هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي:
"د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه وایو چې افغانستان په ټوله کې هم ټولګډونه او هم ځواب ویونکی حکومت لري چې امینت یې ټینګ کړی او افغانان یې له بې اتفاقیو ژغورلي دي. دا هغه حکومت دی چې خلکو غوښتنه یې لرله او الحمد لله اوس حاکم دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
نور هېوادونه باید په ټوله کې له افغانستان او افغانانو سره همکار وي، د افغانستان کورني مسایل په نورو هېوادونو پورې اړه نه لري. لکه څنګه افغانستان د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نه کوي، نور هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق ځان ته ور نه کړي. موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو او له دوی هم ورته غوښتنه لرو."
د یادولو ده چې روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نسبتا ښې اړیکې لرلي او دواړه هېوادونه پخپلو ډیپلوماټیکې اړیکې لري. پر افغانستان له کابو دوه نیم کلنې واکمنۍ راهیسې د طالبانو حکومت هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ټولګډوني حکومت جوړول او د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو رعایتول په افغانستان کې د طالبانو حکومت د په رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي.








