تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې پر پټاقۍ او لوبیزو چاودېدونکو توکو بندیز ولګېد
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د )پټاقیو( واردول، تولید او پلور په بشپړ ډول منع شوي دي.
د دغه وزارت د اعلان له مخې، ګمرکونو ته دنده سپارل شوې چې د دې توکو له ثبت او محصولولو ډډه وکړي او وارداتي جوپې بېرته خپل اصلي ځایونو ته وګرځوي.
چارواکي وايي چې "دا پرېکړه د طالبانو د مشرتابه په لارښوونه شوې او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي او سرغړونکې شرکتونه به عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي."
پټاقۍ له هغو توکو دي چې په دې وروستیو کلونو کې یې په اړه ګڼ شکایتونه شوي او ډېر افغانان یې کارول ازاروونکی او خطرناک کاربولي.
ځینو افغانانو بي بي سي ته ویلي چې یوازې کورنۍ نه شي کولی چې خپل ماشومان له دې کارونې وګرځوي. هغوی ټینګار کوي چې د دې توکو لویه برخه له بهره هېواد ته راځي، هغه موضوع چې د دوی پر باور باید په پولو او ګمرکونو کې په خورا غور کنټرول شي.
افغانستان ته د پټاقیو لوبیزو چاودېدونکو توکو د واردولو د بندیز پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې په تېرو کلونو کې هم په ځینو مراسمو او پېښو کې د هوايي ډزو کارول، او همدارنګه په جشنونو کې د اور لوبو او پټاقیو کارولو په وار وار د خلکو ترمنځ وېره او ترهه خپره کړې ده.
ډېر پېښو کې د پټاقیو لوړ غږ د خلکو د ویښېدو لامل شوی او ځینو بیا هغه له امنیتي پېښو سره تړلي او ترهېدلي.
په افغانستان کې د اورلوبو د توکو او پټاقیو پر کارولو بندیز کومه نوې موضوع نه ده. تر دې وړاندې هم د اخترونو او ځینو مناسبتونو پر وخت د خلکو د ځورونې د مخنیوي په موخه د دې توکو کارول منع اعلان شوي وو، خو راپورونه ښیي چې دا بندیزونه په بشپړ ډول نه دي پلي شوي او ځینو لا هم هغوی ته دوام ورکړی دی.
شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې هم د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د شپې مهال د پټاقیو کارول منع دي. د دغه وزارت پر وینا، دا پرېکړه د هېوادوالو د پراخو شکایتونو او ناخوښیو وروسته شوې وه.
د دغه وزارت ویاند هغه مهال پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي وو چې "د شپې له ۹ بجو د سهار تر ۷ بجو پورې د پټاقیو او نورو اوراچوونکو موادو کارول په بشپړ ډول منع دي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي."
هغه دغه راز په کورنیو چارو وزارت کې د یوې کمېټې د جوړېدو خبر هم ورکړی و چې دنده یې له سرغړونکو سره د پولیسو د چلند د څرنګوالي څېړل او د سزاګانو د اډانې ټاکل و.
د افغانستان په تېرو حکومتونو کې هم په ملي، مذهبي او لوبیزو مناسبتونو کې د پټاقیو پر کارولو او د خوښۍ پر هوايي ډزو محدودیتونه لګول شوي وو. د دغو محدودیتونو سره سره، د پټاقیو او اورلوبو د توګو کارول لا هم په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ د یوې دود شوې ساتېرۍ په توګه پاتې دي.
هغه ساعتتیري چې د یو شمېر کسانو په مرګ، د ځينو پر ترهېدو او ان پر ټولنیزې بې ثباتۍ تمامېږي.