جګړه کې د ایسارو ماشومانو کیسې: "پر خدای پاک ګران و ځکه یې بېرته واخیست"

    • Author, مروا جمال
    • دنده, بي‌بي‌سي عربي
  • د لوستلو وخت: ۱۱ دقیقې

پر ایران د امریکا او اسرائيلو د برید لومړۍ ورځ وه.‌ میکائیل د خپل ښوونځي جامې واغوستې، بکسه یې پر اوږه کړه او له کوره په وتو شو. خو ناڅاپه بېرته راغی او خپلې مور ته یې وویل چې یو داسې عکس ترې واخلي چې دی پکې له کوره د وتو په حال کې د خدای‌پامانۍ په ډول لاس ورته خوځوي.

د میکائیل مور چې دا کیسه د بي‌بي‌سي (مېډل ایسټ ډایریز) یا (د منځني ختیځ خاطرې) خپرونې ته کوي وايي، "میکائيل چې بېرته راغی نو د داسې یوه یادګاري عکس اخیستلو غوښتنې یې حیرانه کړم".

دا زیاتوي، "په هغه عکس کې میکائيل ما سره خدای پاماني کوله. خو زه نه پوهېدلم چې وروستی ځل یې ژوندی ګورم او همدا به یې راسره وروستۍ په مخه ښه شي".

دا هماغه ورځ وه چې د ایران د هرمزګان ولایت په مناب ښار کې د لومړنیو زدکړو پر یوه ښوونځي (شجره طیبه)‌ باندې توغندیز برید وشو او میکائيل هم پکې ووژل شو. دی په هغو ۳۴۰ نه په ډېرو ماشومانو کې حساب شو چې ملګري ملتونه وايي، د ایران د جګړې په لومړۍ میاشت کې وژل شوي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی بنسټ یا یونیسېف وايي چې په دې جنګ کې زرګونه ماشومان ژوبل شوي هم دي.

د میکائيل مور بي‌بي‌سي ته وویل، "تر شهیدېدو مخکې په وروستۍ شپه مې چې میکائيل ته د ماخوستن ډوډۍ راوړه نو ډېره په خوند یې وخوړه. راته ویې ویل چې ستا د ډوډۍ خوند د جنت د ډوډۍ غوندې دی".

دا د کیسې په دوام وايي چې د هغه په دې خبره یې یو عجیبه درد احساس کړ نو ځکه یې له میکائيل پوښتنه وکړه چې، "څنګه دې نن دا خبره وکړه؟ تا خو مخکې داسې څه نه دي راته ویلي".

دغه مور وايي چې "هغه به تل همدا یوه خبره کوله چې د نوم معنا یې د خدای پاک پرېښته ده. نو که څوک څه ارمان لري، ما ته دې ووايي، زه به هغه له خدایه په دعاګانو کې ورته وغواړم. ما ته داسې ښکاري چې بچی مې په ریښتیا هم په خدای پاک ګران و نو ځکه یې هغه بېرته ځان ته ور وغوښت".

د قاسم کیسه: د مور لاسونه مې رېږدېدل خو ما ته یې ویل چې مه وېرېږه

د یونیسېف د رپوټ له مخې، "په ګڼو هیوادونو کې په شخړو کې ښکېلې خواوې په خپلو بریدونو کې په پرله‌پسې ډول هغه ودانۍ او زېربناوې په نښه کوي چې ماشومان ورپورې تړلي دي. لکه روغتونونه، ښوونځي او د اوبو او حفظ الصحې ځایونه".

د دغه بنسټ په وینا، "په دې موده کې په فلسطین، غزې او لوېدیځې غاړې کې د روان تاوتریخوالي په پایله کې ۱۶ ماشومان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ژوبل دي."

یونیسېف همداراز وايي چې د جګړې له امله "په ټوله سیمه کې د بمباریو او د سیمې د پرېښودو امرونو له کبله له ۱.۲ ملیونه ډېر ماشومان بې‌ځایه شوي او ټول کلي له خلکو تش تور شوي دي".

یو ۱۲ کلن لبنانی ماشوم قاسم هم د هغو کسانو له ډلې دی چې جګړې د خپل کور او سیمې پرېښودو ته اړ کړی.

قاسم بي‌بي‌سي ته وايي،‌ "دا ډېر سخت سفر و، کورنۍ مې د بمبارۍ له امله زموږ د کور له ویجاړېدو وروسته د سرپناه موندلو لپاره له ستونزو سره مخ ده. خو زموږ تکلیفونه یوازې همدا نه دي. چې جنګي الوتکې زموږ پر سر تېرېږي نو مور مې چغې وهي. بمبار چې پیل شي نو په ما پسې رامنډې راوهي چې خوندي ځای ته مې بوځي. زه هم منډې ورسره وهم. کاش دا ریښتیا نه وای او یو خوب وای".

"غواړم له اصلي الوتکو د پټېدو پر ځای په کاغذي الوتکو پسې منډې ووهم"

قاسم زیاتوي، "د شپې چې د ډزونو غږ واورم نو بېله ډارېږم، خوب نه راځي او بیا مور سره ویده شم. هغه مې په غېږ کې ونیسي او راته وایي‌ چې مه وېرېږه. خو د هغې لاسونه احساسوم چې رېږدي او پوهېږم چې له هغې سره هم ډار ورسره وي".

قاسم د ډزو غږ هغه "وېروونکې بلا" بولي چې د ده په وینا "یو ډاروونکی غږ لري" او زیاتوي،‌ "زه اوس ټولې الوتکې پېژنم چې کومه الوتکه څه دول ده او څه ډول بمبار کولی شي".

دی وايي چې "ما ته دا هر څه د خپل زړه ټکان رازده کړي دي. هغه وخت په دې باندې پوه شوم چې اسرائيلو زموږ پر کور بمبار وکړ او موږ بې‌کوره شوو".

د لبنان جګړې په منځ کې د قاسم د ښوونځي درسونه څنګه روان دي؟ په ځواب کې یې قاسم راته وویل، "زما ښوونځی؟ کله بند وي، کله خلاص. چې ورشم نو زړه ته مې ډار راولوېږي چې ښايي کومه ورځ مې پر ښوونځي برید وشي او زه به ژوندی بېرته کور ته لاړ نه شم. يا شاید زه ژوندی لاړم شم خو کورنۍ به مې یا هلته نه وي او یا به برید پرې شوی وي. د دې کیسو له لاسه مې پر درسونو هېڅ پام نه شم ورټولولی".

قاسم زیاتوي،‌"فوټبال مې ډېر خوښېږي خو اوس له کوره وتلو باندې ډارېږم. وایم هسې نه، زه به لوبې کوم او پر کور به مې بمبار شوی وي. نو ځکه اوس بیخي له کوره نه وځم".

قاسم وايي، "موږ په سوله او امنیت کې ژوند غواړو. هماغسې لکه د نړۍ نور ماشومان چې په خوند خپل ماشومتوب تېروي، هماغسې ژوند موږ هم غواړو. زه په سیاست نه پوهېږم خو دا ډېر ښه پېژنم چې د وېرې احساس څنګه وي، د ژړاګانو غږ څنګه وي او د امبولانس غږونه څه معنا لري، په دې ټولو ډېر ښه پوهېږم".

دی زیاتوي، "زه جګړه نه غواړم. داسې زړه‌ورتوب خو مې هېڅ نه دی په کار. غواړم داسې ماشوم و اوسم چې د وړکتوب له ژونده خوند اخلي، رخصتیو کې لوبې او مستۍ کوي، نوي کالي اغوندي، ښوونځي‌ ته ځي... غواړم د بمباریو پر ځای له ازموینو وېره احساس کړم. له اصلي الوتکو د پټېدو پر ځای غواړم په کاغذي الوتکو پسې منډې ووهم".

د آدم یوسف کیسه؛ "پر زوی مې نوولیو خولې لګولې وې"

د یونیسېف د رپوټ له مخې، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړې د منځني ختیځ په جګړه‌ځپلو سیمو کې د ماشومانو وضعیت نور هم خراب کړی دی. زرګونه ماشومان له سرپناه، پاکو اوبو او لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې دي، په ځانګړې توګه په غزه کې. هلته ډېری خلک د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې له اعلان شوي اوربند سره سره په خیمو کې ژوند کولو ته اړ ایستل شوي دي.

د آدم یوسف په نوم د یوه تي‌خوري ماشوم ځوانې مور یاسمين بي‌بي‌سي ته وویل، "زما ماشوم ان د یوې میاشتې هم نه و چې په هغه شپه سخت باران او توپان راغی، ډېر توند باد لګېده. ان نوولي (موږک خوړونکي ژوي) زموږ خیمې ته راننوتلي وو او موږ پرې خبر هم نه وو."

یاسمين زیاتوي، "زه د خپلو ماشومانو په چغو راویښه شوم. په خیمه کې تپه تیاره وه. لاسي څراخ مې راواخیست او چې روښانه مې کړ نو له پښو مې ځمکه وښویېده، زوی مې په وینو کې لت‌پت و او مخ یې په وینو سور و. په چغو او سورو مې مېړه راويښ شو، نوولي یې پسې واخیستل او وروسته د ماشوم له زخمونو پوه شوو چې نوولیو خولې پرې لګولې وې".

یاسمين وړاندې کیسه کوي، "موږ سمدلاسه الرنتیسي روغتون ته یووړ. هلته ډاکټران حیران وو چې څه وکړي ځکه چې طبي اسانتیاوې ډېرې نه وې. بیا یې آدم د نوزېږدو ماشومانو په وارډ کې بستر کړ او خدای پاک روغ کړ. ما هېڅکله تصور نه و کړی چې ژوند به مو له داسې سرګردانیو سره مخ شي. په یوه داسې ځای کې ژوند کولو ته اړ شوي یو چې د انسانانو لپاره هېڅ مناسب نه دی. په خیمو کې د کنډوالو په منځ کې اوسېږو چې هر وخت خاورې پکې بادېږي او هرې خوا موږک دي".

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی بنسټ یا د یونیسېف د معلوماتو له مخې،‌ د ایران جګړې په لومړۍ میاشت کې د وژل شوو او ژوبلېدلو ماشومانو شمېر په دې ډول دی:

په ایران کې ۲۱۶ ماشومان وژل شوي او ۱۷۶۷ نور ژوبل دي.

په لبنان کې ۱۲۴ کوچنیان وژل شوي او ۴۱۳ ټپیان شوي.

په اسرائیل کې ۴ ماشومان وژل شوي او ۸۶۲ نور ژوبل دي.

په کوېت کې ۱ ماشوم وژل شوی.

په بحرین کې ۴ کوچنیان ټپي شوي دي.

په اردن کې ۱ ماشوم ژوبل دی.

خو هغه ماشومان چې په فزیکي ډول جوړ هم وي، د اوږدې مودې تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ له امله د ذهني ودې، احساساتي ټېکاو او د رواني روغتیا له پلوه له ستونزو سره مخ کېږي.

له وېرې په المارۍ کې د ماشومانو د پټولو کیسه

د ایران جګړې په لومړیو ورځو کې په قطر کې یوې امریکايۍ جوړې (ښځې او مېړه) خپل دوه ماشومان چې عمرونه یې څلور او شپږ کاله وو، د کور په یوه المارۍ کې پټ کړي وو چې له فزیکي پلوه یې خوندي وساتي. خپلو ماشومانو ته یې د ایران د توغندیزو بریدونو د غږ په اړه ویلي وو چې په اصل کې اسمان پړکېږي او د تندر غږ دی.

د دوی مور کریسټينا پاشن نومېږي او ۴۰ کلنه ده. هغې بي‌بي‌سي ته وویل، "لومړۍ دوه ورځې ډېرې سختې وې. پرله‌پسې د توغندیو بریدونه روان وو او د چاودنو غږونه وو. موږ ماشومانو ته ویل چې یو زورور توپان را الوتی دی."

کریسټينا زیاتوي، "زه له خپلې لور سره د نڅا په ټولګي کې وم چې د امریکا سفارت خبرداری راولېږه چې اسرائيل پر ایران برید کړی او اوس باید خوندي ځای ته ځانونه ورسوئ. ما لور په غېږ کې راواخیسته او چې په منډو شوم نو لور مې پوښتنه رانه وکړه چې څه پېښه ده؟ ما هغې ته وویل چې یو لوی توپان راروان دی او باید کور ته لاړ شو."

دا وايي چې "په پای کې مو بیا په داسې ډول ټوله خبره ریښتیا ورته وکړه چې د ماشومانو لپاره د پوهېدو وړ وي. هغوی پوښتنه کوله چې نو باران چیرې شوی؟ موږ وپوهول چې دا داسې توپان دی لکه د دوو هېوادونو ترمنځ‌ چې جګړه روانه وي. د هغوی ترمنځ سخت جنګ روان دی نو موږ باید د ځان خوندي کولو لپاره په کور کې پاتې شو".

د کریسټينا مېړه الېکس ډيمینزوک چې ۴۶ کلن دی، بي‌بي‌سي ته وویل، "حالات زموږ په کنټرول کې نه وو او موږ باید هڅه کړې وای چې خپل ماشومان د امکان تر بریده ارام وساتو چې له ډېر فشار او وېرې سره مخ نه شي. دوی په داسې عمر کې دي چې د حالاتو په شدت په سم ډول نه پوهېږي. هغوی خو بس دې ته خوشاله وي چې هله ښوونځي تړلي دي، رخصتۍ دي او دوی اوس تلویزون یا سکرین ته ډېر کېناستلی شي".

ښځه یې وايي چې بیا یې دوی له ځان سره هغې کوټې ته بوتلل چې کړکۍ نه لري او ژر تر ژره د هغوی ویده کېدو ته به په تمه وو چې بیا یې له ځانه سره د شپې خونه کې څملوي چې که خامخا کوم برید څه وشو نو په بېړه به یې په غېږ کې اخیستلی او له ځانه سره خوندي ځای ته وړلی شي.

تر ایراني ښوونځي یوه ورځ وروسته په اسرائيل کې د یهودانو پر عبادت‌ځي برید

د یونیسف د رپوت له مخې، د جګړې په لومړۍ میاشت کې پر اسرائيل د ایران په توغندیزو بریدونو کې په (بیت شمش) سیمه کې نهه ملکي کسان ووژل شول چې څلور پکې ماشومان وو.

له دوی یې درې تنه د ربي اسحاق بېټون اولادونه وو چې یوه ۱۳ کلنه سارا، بل ۱۵ کلن اویګېل او درېیم هم ۱۷ کلن یاکوف و.

دا تر هغه برید یوه ورځ وروسته و چې په ایران کې د میکائيل پر ښوونځي شوی و. په دې ورځ ربي د خپل کور ترڅنګ خپلو زدکوونکو ته د تورات شریف درس ورکاوه. سارا، اویګېل او یاکوف له بمبارۍ د خوندیتوب په یوه پناه‌ځي کې پټ شوي وو خو د ربي مېرمن تمار او څلور کلنه لور یې راحیل د یهودانو یوه عبادت‌ځي ته نږدې په خپل کور کې پاتې وې.

ربي د بښنې نړیوال سازمان ته په خبرو کې ویلي، "د کور چت ونړېد. له کړکۍ مې چې بهر وکتل نو له عبادت‌ځي د اور لمبې پورته کېدې. هلته له تګه مې وېره کېده."

دی زیاتوي، "چې همت مې وکړ او هلته لاړم نو ومې لیدل چې ټول عبادت‌ځی وران شوی، له بمونو د خوندیتوب ځانګړې خونه هم چاودلې ده. هغه هېڅ خوندي کوټه نه وه. کنه نو خلک به یې ساتلي وای. زما یو نه، دوه نه بلکې په یکي یو ځای درې اولادونه پکې له منځه لاړل. په یوه ورځ مې ناڅاپه نیمه کورنۍ له لاسه ورکړه."