څنګه کبان په سمندر کې د تودوخې ډېرېدو خبرداری ورکوي؟

کلاون‌کب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کلاون‌کب یو له خورا پېژندل شویو ریف کبانو دی، چې د خپل نارنجي او سپین رنګ له کبله پېژندل شوی
    • Author, هیلین بریګز
    • دنده, د بي بي سي د چاپیریال خبریاله

یوې څېړنې ښودلې هغه کبان چې د "فاینډینګ نیمو" فلم له امله مشهور شوي، د سمندر د تودوخې له امله کوچني کېږي چې له سمندري ګرمو څپو سره ځان سم کړي.

څېړنې موندلې چې په ۲۰۲۳ کال کې، چې د سمندر تودوخه خورا لوړه شوه، د کلاون‌کبانو بدن خورا ډېر کوچنی شو.

ساینسپوهان وایي، دا موندنه یوه لویه حیرانتیا وه او کېدی شي د نړۍ په سمندري کبانو کې د بدن د اندازې چټک کمېدو وضاحت کې مرسته وکړي.

د شواهدو زیاتوالی ښيي چې حیوانات د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره د بدن په جوړښت کې بدلون راولي، چې پکې مرغان، کربوړي او حشرات شامل دي.

دا څېړنه په کیمبي خلیج کې وشوه، چې د سمندري ژویو تنوع یوه مهمه سیمه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا څېړنه په کیمبي خلیج کې وشوه، چې د سمندري ژویو تنوع یوه مهمه سیمه ده.

ډاکټره ترېسا روېګر، چې د نیوکاسل پوهنتون د استوایي سمندري علومو تجربه لرونکې استاده ده، وايي: "نیمو ځان کوچنی کولی شي او دوی دا کار د دې تودوخې فشار له پېښو د ژوندي پاتې کېدو لپاره کوي."

څېړونکو د پاپوا نیو ګینیي کیمبې خلیج سیمې په ریفونو کې د کلاون‌کبانو جوړې مطالعه کړې، چې دا سیمه د سمندري ژوند تنوع یو مهم ځای ګڼل کېږي.

وحشي کلاون‌کبان تقریباً هغه ورته دي چې په "فاینډینګ نیمو" فلم کې ښودل شوي. په دې فلم کې یو وېرېدلی کلاون‌کب چې د لوی بیریر د مرجاني لوی دېوال خوا ته ژوند کوي، د خپل زوی د موندلو په لټه کې دی.

دا علمي څېړنه د ۲۰۲۳ کال د دوبي په موسم کې هغه مهال و شوه، چې د سمندر تودوخې ډېر زیاتې شوې او له امله یې د غارونو لویې برخې سپینې شوې.

ساینسپوهانو څو څو ځله د هر کلاون‌کب اندازه ومېچلې چې څنګه د تودوخې له فشار سره مقابله کوي. هغوی وموندله چې دغه وړوکي کب نه یوازې خپل وزن له لاسه کم کړی بلکې د څو میلیمترو په اندازه لنډ شوی هم دی او دا یوځل نه وو – د تودوخې څپې پرمهال یو ځل کبان لږ تر لږه ۷۵٪ کوچني شوي وو.

په اسټرالیا کې د لوی خنډ ریف په سر کې کلاون‌کب لامبو وهي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په اسټرالیا کې د لوی خنډ ریف په سر کې کلاون‌کب لامبو وهي

ډاکټره روېګر وړاندې وايي: "دا یوازې دوی نه دي چې دا رژیم تعقیبوي او ډېر وزن له لاسه ورکوي، بلکې دوی په فعاله توګه خپل بدن کوچنی کوي چې لږو خوړو ته یې اړتیا پیدا شي او له اکسیجن سره ډېر اغېزمن دي".

کېدی شي دغه کب غوړ او هډوکو جذب هم وکړي، لکه څنګه چې په نورو حیواناتو لکه سمندري ایګواناګانو کې لیدل شوي، که څه هم دا خبره باید د لابراتور څېړنو له لارې تایید شي.

ډاکټرې روېګر په خندا وویل کېدی شي د فلم د کیسې بیا لیکلو ته اړتیا وي او د نیمو لپاره یو نوی فصل پیل شي.

هغې بي بي سي نیوز ته وویل: "فلم یوه ډېره ښه کیسه بیانوي، خو د کیسې راتلونکې برخه یقیناً دا ده چې نیمو څنګه له روانو چاپېریالي بدلونونو سره مقابله کوي؟"

په پاپوا نیو ګینیا کې، چې د پسیفیک سمندر یوه برخه ده، د مرجاني غونډۍ پر سر یو ډول نرم مرجان وده کوي چې شکل یې د مشروم (ګوګړیو) په څېر وي. دا مرجانونه د سمندري تنوع یوه مهمه برخه دي او د ګڼو ژوو لپاره پناه او خواړه برابروي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پاپوا نیو ګینیا کې، چې د پسیفیک سمندر یوه برخه ده، د مرجاني غونډۍ پر سر یو ډول نرم مرجان وده کوي چې شکل یې د مشروم (ګوګړیو) په څېر وي. دا مرجانونه د سمندري تنوع یوه مهمه برخه دي او د ګڼو ژوو لپاره پناه او خواړه برابروي.

د نړیوالې تودوخې زیاتوالی د ګرمې وینې لرونکو حیواناتو لپاره لویه ننګونه ده، ځکه چې دوی باید خپل د بدن ثابت تودوخه وساتي چې بدن یې له ډېرې تودوخې خوندي پاتې شي.

حیوانات په بېلابېلو لارو غبرګون ښيي لکه: سړو سیمو یا لوړو ځمکو ته تلل، د ژوند مهمو پېښو لکه نسلګیري یا د مهاجرت وخت بدلول، یا خپل د بدن اندازه بدله کول.

دا څېړنه په (ساینس پرمختګ) مجله کې خپره شوې ده.