د استرالیا په سیندونو کې ولې میلیونونه کبان مړه شوي؟

Dead fish in Menindee, NSW

د عکس سرچینه، Getty Images

د استرالیا د لویدیځ ایالت نیو ساوت ویلز په سیند کې د میلیونونه مړو شوو کبانو را ایستل پیل شوي دي.

پولس وايي، هڅه کوي چې له دغه سینده مړه کبان راوباسي خو ګومان نه کوي‌ چې په بشپړ ډول دې دا سیند له میلیونونه مړو کبانو پاک شي.

پولیسو ځايي اوسیدونکو ته ډاډ ورکړی، چې دا پېښه د څښاک د اوبو کفیت نه اغېزمنوي.

انګېرل کېږي چې، دا کبان د ګرمې هوا له وروستۍ څپې وروسته په سیند کې د آکسیجن د کمښت له امله مړه شوي دي.

د لویدیځ نیو ساوت ویلز په مینندي ښارګوټي کې د اوبو د کیفیت د ارزونې لپاره یو بېړنی مرکز هم جوړ شوی دی.

د دغه ایالت د پولیسو مشر بریت ګرنټري ویلي، دا عملیات به "ډېر مهم او له ننګونو ډک وي" نوموړي ټینګار کړی چې "د میلیونونه کبانو مړینه بې سارې ده."

هغه خبریالانو ته وویل: "زمونږ موخه دا ده چې ډاډ تر لاسه کړو، مینندي د پاکو اوبو رسولو سرچینه لري، زه خوښ یم چې مونږ اوس د اوبو د کیفیت له پلوه په ښه وضعیت کې یوو."

د اوونۍ په اوږدو کې دغه سیمه کې د تودوخې درجه ۴۰ سانتې ګراد ته رسېدلې وه.

Dead fish in Menindee, NSW

د عکس سرچینه، Getty Images

له همدې امله د (ازفش) په نامه د چاپيریال ساتنې یوه خیریه بنسټ رضاکارانو په دې سیند کې د ژوندیو کبانو د نیولو عملیات پیل کړي دي.

د پولیسو په وینا، تورو اوبو کې د هایپوکسیک له امله مړینه طبیعي ده او هغه وخت پېښېږي چې د آکسیجن کچه خورا راټیټه شي.

ایالتي ادارو ویلي، دوی هڅه کوي په سیندونو کې د لوړ کیفیت اوبه خوشې کړي چې د آکسیجن کچه ورسره لوړه شي.

دوی همدار راز ویلي، فدرالي ادارو سره په ګډه کار کوي چې د دې پېښې اصلي لامل ومومي.

ورستی ځل په همدې سیمه کې په ۲۰۱۸ کال کې هم ورته پېښه شوې وه.

د دارلینګ باکا سیند د موري دارلینګ حوضې مهمه برخه جوړوي، چې د استرالیا په سیندونو کې تر ټولو لوی دی.

ورستیو کلونو کې یې د ایکو سیسټم د وچکالۍ او انسان له خوا د کاورل کېدو له فشارونو سره مخ دی.

تېر کال د سختو بارانونو او توپانونو وروسته د سختو سیلابونو شاهد هم و.

چارواکو ویلي، دمیلیونونه کبانو د مړه کېدو یو لامل دا هم دی چې دغه ایکو سیسټم کې یې شمېر زیات شوی وو او د اوبو کچه کمه وه.