جرمني کې ټاکنو لپاره وروستۍ هڅې، مخکښ سيال يې د اروپا مشرۍ ټټر وهلی

جرمني ټاکنې
د عکس تشریح، مېرز ډاډه دی، چې دی د بري پر لور روان دی، او د ګوند غونډو کې یې وېساينه خپره کړې
    • Author, پول کېربي
    • دنده, جرمني کې د بي بي سي اروپا ډيجيټل خبريال

د جرمني سيال سياسي مشران يوه داسې هڅه کې د رايو ګټلو خپله مبارزه تر وروستيو شېبو روانه ساتي چې د يکشنبې ورځې ټولټاکنو محوري بڼه راغبرګوي. دا هڅې یې يوازې د هېواد لپاره نه، ټوله اروپا کې د خپل ټاټوبي ارزښت ساتلو لپاره ګڼل کېږي.

د محافظه کارو مخکښ نوماند، فريډرېک مېرز خپلو پلويانو ته ويل چې د ده تر مشرتابه لاندې به جرمني اروپا کې مسئوليت پر غاړه اخلي او دا چې د جرمني لپاره د بديل (اې اېف ډي) په نامه ګوند يو ځل بيا د سياست څنډو ته لا نور ورټېل وهل شي.

دی به د خپل مسيحي ډيموکراټيک ګوند ټاکنيزه مبارزه ميونيخ کې په غونډه پای ته رسوي، داسې حال کې چې د ده سيالان به د "سپيډ ډېټېنګ" ټلويزيوني پروګرام ترڅ کې د رايه ورکوونکو ملاتړ جلبولو زیار باسي.

د جرمني سياست د پخواني حکومت په پرځېدو له مياشتو راهيسې په ټپه ولاړ حالت کې ښکاري.

اوس د اروپا لروبر کط دا هيلې لوړې شوې، چې دا ټاکنې به د اروپا تر ټولو لویې ډيموکراسۍ او تر ټولو لوی اقتصاد ته يو ډول ثبات او ارامي ورستنه کړي، چې له پرله پسې مخ پر ځوړ اقتصادي حالته وتو کې له ستونزو کړېږي.

خو هېڅ څه به یوه شپه کې بدل نه شي. هېڅ ګوند د ټلوالې له جوړولو پرته حکومت نه شي کولی او دا کار به اونۍ وخت نيسي.

اقتصاد ته سېک ورکول د ټاکنيزې مبارزې له دوو لويو، يوه مسئله وه، بله یې کډوالي او امنيت دی، چې د ۲۰۲۴ کال له مې راهيسې د يو لړ مرګونو بريدونو وروسته يې جرمن سياستوال بوخت ساتلي دي.

د مانهايم، زولېنګن، ماګډبورګ، شافنبورګ او ميونيخ ټول ښارونه خطرناکو بریدونو سره مخامخ شول. د جمعې شپه د پلازمېنې برلېن منځ کې د هولوکوسټ يادلماځنۍ ځای کې يو اسپانوی سيلانی په چړې ووهل شو، خو ټپونه یې د ژوند ګواښونکي نه دي بلل شوي.

ټول مشکوک بریدګر کډوال وو او د اليس وايډل په مشرۍ اې اېف ډي ګوند له خپل کډوال ضد قامپاله شعار سره نظرپوښتنو کې شاخوا ۲۰٪ سلنه پرمختګ کړی دی.

دې پر ټولنيزو رسنيو د ځوانو رايه ورکوونکو ورجلبولو ته مخه کړې او سيالۍ کې پر ټېکټاک له ۸۷۰ زرو فالوورو يا څارونکو سره ډېره مخکې ده.

دې د ميليارډر اېلان مسک او د امريکا مرستيال ولسمشر جې ډي وانس له لوري، چې د جرمني ټاکنيزې مبارزې کې په لاسوهنې تورن شوی، په پلوۍ ملاتړ ګټلی دی.

جرمني ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اليس وايډل ډېرو ټاکنيزو مناظرو کې ګډون کړی، چې پر جرمن ټلويزيون ښودل کېدې

اې اېف ډي د جرمني پولو خوندي کولو او د هغو کډوالو شړلو په اړه خبرې کوي، چې جرمني ته په ناقانونه ډول ورغلي او جرمونه يې کړي دي. خو دا د "بيا کډوالۍ" خبره کاروي، چې له ډله یيزې شړنې سره هم تړلې بلل شوې ده.

زولېنګن کې، چې تېر اګست په کې يو سوريايی وګړی د درېيو کسانو په چړې وهلو او وژلو تورن شوی و، سلګونه کسان په کې د جمعې شپه وتلي وو، چې د ښي اړخه توندلارو پر وړاندې نظر څرګند کړي.

د ناتالي په نامه يوې ۳۵ کلنې ښځې ويل "ډېر ملګري لرو، چې جرمني کې لوی شوي، خو پلرونه یې دلته نه وو زېږېدلي." دا وايي "موږ نه غواړو، هېڅوک يې وشړي او نه غواړو پولې مو بندې شي."

يوه بل کس بيا، يوه ليکدړه نيولې وه، چې پرې ليکل شوي وو "بيا هڅکله نه، اوس ده!"

دغه احتجاج سره ډېر پوليس هم وو او برلېن کې د جمعې شپې چړې وهلو پېښې، د امنيت په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

د پوليسو ټولنې يوه وياند د ډيموکراسۍ نارامولو په موخه د بريدونو خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

زولېنګن
د عکس تشریح، زولېنګن کې دغه ځايي کس چې يوښن، نومېږی، يو ليکدړه نيولې، چې پرې ليکل شوي: "هېڅکله بيا نه، اوس ده!"

ټولو لويو ګوندونو حکومت کې له اې اېف ډي سره د کار خبره رد کړې، خو که يې د پلوۍ نظرپوښتنې له ۲۰٪ زياته کچه ښيي ، ښايي د ۶۳۰ څوکيو پارلمان کې خپلې څوکۍ ۱۵۰ ته دوه برابرې ډېرې کړي.

د مېرز تر ټولو ډېر شونی شريک ښايي د اوسني چانسلر يا لومړی وزير اولاف شولز سوسيال ډيموکراټانو ګوند وي، چې ښايي په خپله شولز په کې نه وي. د ټاکنيزې مبارزې وروستۍ ورځې له پیل سره، د منځني کيڼ اړخ ګوند اېس پي ډي، پيغام دا و چې هره رايه حسابېږي او که جرمنیان يو ځواکمن حکومت غواړي، دوی يوه ځواکمن اېس پي ډي ته اړتیا لري.

سوسيال ډيموکراټان نظرپوښتنو کې تر شا پر درېيم ځای دي، خو شولز خپلې هيلې د هرو پنځو رايه ورکوونکو ترمنځ له يوه ناروښانه رايه کوونکي سره تړلې، چې ښايي بدلون راوستلی شي.

فرېډرېک مېرز چې کله دا اونۍ له فرانکفورټ سره نژدې د ټیکنالوژۍ مرکزي ښار ډارمسټاټ کې د ۱۲۰۰ پلويانو ترمخ راڅرګندېده، په يو ارام او ډاډمن طبيعت کې ښکارېده. خو چې کله یې سوچ د ډونلډ ټرمپ ولسمشرۍ پر لور اړاوه، پيغام يې ستوغ و.

يو لاس یې جيب کې او په بل يې مايکروفون نيولی و، د بې مخينې وختونو او "نړۍ ځواک مرکزونو کې یې د ټېکټوني بدلون" خبرې کولې.

"یو سياسي نظم اوس په نړېدو دی. څه چې لسيزې ورسره روږدي شوي وو، ماتېږي." دی لا ډاډمن نه دی، چې امريکا به دا اوړی ناټو سره د جرمني يو ځای کېدو اويايمې کليزې لمانځنو کې ملګرې شي که څنګه.

ده پر تلونکي حکومت پر نړیوال دريځ د مخکښ رول نیولو کې پر پاتې راتلو نيوکې کولې.

"جرمن حکومت او چانسلر بايد پای کې اروپا کې مخکښ رول پر غاړه واخلي. که زه وټاکل شم، خپل ډېر وخت به د دې اروپايۍ ټولنې پر يو ځای ساتلو تېروم."

جرمني
د عکس تشریح، ډارمسټاټ کې چې د مسيحيانو ډيموکراټ ګوند مشر په کې خبرې کولې، د احتجاج پر یوه ليکدړه لیکل شوي "د مېرز پر ځای مينه"

جرمنيانو د خپلو سياسي مشرانو کتلو کې نژدې ورځنۍ موکې لرلې، چې ټلويزيوني مناظرو کې يې لویې مسئلې شاربلې او اليس وايډل د دغو مناظرو منځ کې وه او له مېرز او شولز سره به پر ګډ دريځ ولاړه وه.

د ټاکنو پر لور د هلو ځلو ورځو کې هغې د امريکا له مرستیال ولسمشر جې ډي وانس سره وکتل، چې پر جرمن سياستوالو یې په کې د ښي اړخه تونلارو پر وړاندې د "دفاعي دېواله" جوړولو او د "رايه ورکوونکو ارادې له پامه غورځولو" نيوکې وکړې.

دا دفاعي دېوال، چې جرمنۍ کې برانډماوېر بلل کېږي، د دویمې نړيوالې جګړې له پای راهيسې پیاوړی پاتې شوی، سره له دې چې مېرز يې په خپله- چې کله يې تېره مياشت د کډوالۍ پر وړاندې ګام کې د اې اېف ډي په ملاتړ اړخ ونيو، په ماتولو تورن شوی دی.

له هماغه راهيسې دی مظاهرو سره مخامخ دی او چې کله ډارمسټاټ ته ورغلی و، له زوږ ډک احتجاج کېده.

انيکا د دوکتورا يوه زدکوونکې ده، "د مېرز پر ځای مينه" ليکنې سره یې لیکدړه نیولې وه.

"دی وايي د توندلارو ښي اړخو اې اېف ډي سره به څه نه کوي، خو کړه وړه یې له وینا سره ټکر کې دي. هېڅ باور پرې نه لرم."

مېرز داسې ښکاري، چې دغه احتجاجي غږ لړزولی وي او ورسره يې رايه ورکوونکو ته د دې ډاډ ورکولو هڅه کوله چې "(اې اېف ډي سره به) زغم نه وي، د لږکيو حکومت به نه وي، هېڅ داسې څه به نه وي".