هانګ کانګ کې سخت باران شوی چې تېرو ۱۴۰ کلونو کې یې ساری نه درلود

ناپيژاندو

د عکس سرچینه، REUTERS

هانګ کانګ او د چین سوېلي ښارونه په خپل تاریخ کې د سختو بارانونو شاهدان دي. یادې سیمې پراخو سېلابونو لاندې کړې دي.

په هانګ کانګ کې سړکونه او د میترو تمځایونه سېلاب لاندې کړي چې له کبله یې ښوونځي او دفترونه تړل شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې په هانګ کانګ کې پرون پیل شوي باران په تېرو ۱۴۰ کلونو کې ساری نه درلود.

د ژغورنې ډلې وايي، چې له سلو زیات کسان روغتونونو ته وړل شوي دي او د ژغورنې بېلا بېل عملیات ترسره شوي دي.

د تېرې شپې د هانګ کانګ د واټونو خپاره شوي انځورونه ښیي، چې سخت باران سړکونه په سېندونو اړولي دي د پېر او پلور مرکزونه یې له اوبو ډک کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک د اوبو د کچې لوړېدو له کبله د موټر سرونو او نورو لوړو ځایونو ته ختلي دي.

سخت باران د هانګ کانګ په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې لامل هم شوی او ځینې لویې لارې یې تړلې دي.

دمګړۍ هالته د باران د ورښت کچه یو څه کمه شوې ده، خو مسولین وايي، چې تر سبا به باران ورېږي.

چارواکو پرون د باران د ورښت کچه توره اعلان کړې وه، دا هغې کچې باران ته ویل کېږي چې هر ساعت کې له ۷۰ ملي متره زیات باران وورېږي.

د هانګ کانګ د هوا پېژندنې ادارې د تېرې شپې وروستیو کې د ۱۵۸،۱ ملي مترو باران د ورېدو رپوټ خپور کړی و، چې له ۱۸۸۴ کال راهیسې تر ټولو د لوړې کچې باران دی.

د چين په جنوب کې سخت بارانونه وشول

ناپيژاندو

د عکس سرچینه، REUTERS

یادو سختو بارانونو د چین سوېلي سیمې هم پوښلې دي.

د شنژن ښار کې د باران د ثبتولو له نېټې (۱۹۵۲) راهیسې تر ټولو زیات باران ورېدلی دی.

په ګوانګډونګ ولایت کې سلګونه الوتنې ځنډول شوې، چارواکو په ټیټو پرتو سیمو کې اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو کورونو پرېښودو ته چمتو ووسي.

د چين په سوېل لوېديځو سیمو کې لسګونه میليونه وګړي ژوند کوي.

د چين د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې، چې نن او سبا به په سوېل لوېديځو سيمو کې د سختو بارانونو ورېدل دوام ولري.

اقلیمي بدلون د استوایي توپانونو شدت او شمېر زیات کړی او د زیاتو سېلابونو او زیانونو لامل شوی دی.