ولې ایران افغانان باسي؟

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کډوالې ښځې چې دودیزې افغاني جامې یې اغوستې وې د تهران په سوېل کې د یلدا شپه ولمانځله. د طالبانو حکومت د یلدا شپې لمانځل منع کړي دي.
    • Author, ندا سانیج
    • دنده, ازاده خبریاله

درې کاله وړاندې، د ښځې، ژوند او ازادي غورځنګ په اوج کې، ایرانیانو د طالبانو له راتګ وروسته د افغانانو حالت نه وو هېر کړی او د شیروین حاجی پور سندره یې "د افغان ماشومانو لپاره" زمزمه کوله. خو اوس، کله چې داسې خبرونه خپرېږي چې افغان ماشوم د خپلو ټولګیوالو په مخ کې بهر غورځول شوی، ډله ډله د ښوونځي مدیر د دې کارهرکلی کوي. په تېرو دریو کلونو کې په ایران کې څه پیښ شوي دي؟

ځینې د افغان کډوالو پر وړاندې دا منفي چلند "له کډوالو وېره او تبعیض" بولي، په داسې حال کې چې ځینې نور یې د کډوالو د "غیر منظم ورتګ" په اړه "په ځای اندېښنه" ګڼي او ادعا کوي چې د کډوالو له نوې څپې سره د جرمونو، د سړکونو پر سر د ځورونو، بیو لوړېدو، امنیتي ستونزو او د ایراني ځوانانو ترمنځ د بې کارۍ زیاتوالي لامل شوي دي.

په تېرو وختونو کې، په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې هم له افغان کډوالو سره کله ناکله مخالفت ډېر شوی و. د کډوالو پر وړاندې د مخالفت په نوې څپه کې، اقتصادي او امنیتي لاملونه ډېر مهم ښکاري.

خبرونو څنګه اغېز وکړ؟

په ایران کې د افغان کډوالو په اړه خبرونه

د عکس سرچینه، Jomhori Islami Newspaper

د عکس تشریح، د تهران ورځپاڼې "جمهوري اسلامي" د لومړي مخ انځور، چې وايي افغانانو د تهران سویلي برخه نیولې ده او دا یوه امنیتي مسله ده.

ډېر خلک په دې باور دي چې د ۱۴۰۲ کال د تلې یا میزان د جعلي خبرونو "سایبري څپه" د عادي خلکو کار نه شي کېدای. ان د تسنیم په شان حکومت ته نژدې رسنۍ هم، د ۱۴۰۲ کال په مني کې رپوټونه خپاره کړل، چې پکې ویل شوي و، د خپرو شویو مطلبونو اندازه یوه "منظمه پروژه" وه.

د فرهیختګان ورځپاڼې، په ایران کې د "لایف وېب" څېړونکي مرتضی رزمي له قوله لیکلي چې په ټولنیزو شبکو کې د افغان کډوالو په اړه د ټولو خبرونو پرتله د منفي خبرونو حجم "د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په لومړیو کې له ۲۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړ شو."

د افغانانو اېستلو مسله ملي غوښتنه هشټګ له ډېرې مودې راهیسې د ایراني کاروونکو ترمنځ په ټویټر روان و. دا بحثونه د ۲۰۲۳ کال اکتوبر په ۱۲مه د فلم جوړونکي او لیکوال داریوش مهرجوی او د هغه د مېرمنې تر وژنې وروسته لا تاوده شول.

د خبرونو څپې په ټولنیزو رسنیو لکه ټیلیګرام، انسټاګرام او اېکس کې په چټکۍ خپرې شوې او د "جمهوري اسلامي" په څېر ورځپاڼو پاڼو ته هم ورسېدې.

د افغان کډوالو د ملاتړ خبریالې، ژیلا بني یعقوب، بي بي سي ته وویل، د کډوالو ضد احساساتو څپه له "پراخ رسنیز کمپاین" سره پیل شوه او په دویم پړاو کې "له ټولنیزو رسنیو ور هاخوا ټولنې ته هم وغځېده." اغلې بني یعقوب خبرداری ورکړی و، چې د "جعلي خبرونو" او "کرکې خبرو" خپریدل به د کډوالو او ایرانیانو دواړو لپاره منفي پایلې ولري، چې د تاوتریخوالي، شخړو او نورو ننګونو لامل کېږي.

په ایران کې افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوه افغانان د ایران په یوه پارک کې د کرېکټ کولو په حال کې

ځینې وختونه خو ان مشهورو هنرمندانو هم د افغانانو په اړه منفي خبرونه پرته له تاییده خپاره کړل. د بي بي سي په ګډون ځینو رسنیو د جعلي خبرونو ازمېښت کړی دی.

د مېرمن بنی یعقوب په باور، کره خبرونو او د رسنیو تایید نه دي توانېدلي چې د اوازو د خپرېدل جبران کړي، جعلي او غلط خبرونه ډېر بریالي وو.

خو په تهران کې یو خبریال مازیار خسروي، چې د افغانانو پر وړاندې د جعلي خبرونو د خپرېدو مخالف دی، وايي "د بشري حقونو په بسته کې یوه اقتصادي او ایډیالوژیکي مسله وړاندې شوې ده" په داسې حال کې چې د افغانانو "بې رویې" شتون د ایران د اقتصادي او امنیتي لپاره "خطرناکې" پایلې لري. هغه د "کډوالو ضد" ادعاوې ردوي.

ایا په ایران کې د پښتنو شمېر ډېر شوی دی؟

د هغو افغانانو د قومي جوړښت په اړه چې ایران ته ننوتي دي، کره او د باور وړ شمېرې نشته. نیوکه کوونکي په ښارونو او تر ځمکې لاندې اورګاډو کې د "پښتنو جامو" ته اشاره کوي. په دودیز ډول، پښتانه نارینه معمولا پګړۍ یا ګرده خولۍ پر سر کوي. خو که دا په افغانستان کې وي یا بل ځای، ظاهري بڼه قومیت نه شي ټاکلی، ځکه د نورو قومونو وګړي هم ورته جامې اغوندي. ډېر پښتانه په روانه فارسي ژبه خبرې کوي.

په ایران کې د کډوالو ځینې مخالفین معمولا پښتانه له طالبانو سره پرتله کوي. په داسې حال کې چې یو شمېر پښتانه هم د طالبانو مخالف دي او ښايي د خپل ژوند خوندي ساتلو یا اقتصادي ستونزو او کار لپاره ایران ته تللي وي.

په ورته وخت کې د نورو قومونو په ځانګړې توګه تاجکان او ازبکان هم د پښتنو تر څنګ د طالبانو په لیکو کې دي.

که د ایران حکومت ان له دې اړخه اندېښنه ولري، خو په رسمي ډول یې نه اعلان کړې.

په ایران کې افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تهران په سوېل لویدیځ کې ۱۳۰ کیلومتره لرې، ساویه ته نژدې د افغان کډوالو لپاره د "شهید ناصري" کمپ

ایا د افغانانو شتون په عامه ځایونو کې پراخ دی؟

"۱۰ میلیونه افغانان" هغه شمېره ده چې خبریالان او د کډوالۍ ضد کسان یې په ایران کې د افغانانو د شمېر په اړه اعلانوي. ان د پارلمان یوه غړي د ۱۷ میلیونو وګړو اعلان وکړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اټکل کوي چې په ایران کې شاوخوا څلور نیم میلیونه افغانان شته، د ایران د کورنیو چارو وزارت دا شمېره ۵ میلیونه اعلان کړې ده.

مخالفین یې وايي، هره ورځ زرګونه کسان له پوې ور اوړي، د کډوالو د حقونو ساتونکي بیا وايي، هره ورځ لوی شمېر کډوال له ایرانه شړل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېر انځورونه خپاره شوي چې د افغانانو لوی شتون ښیي، د بیلګې په توګه، د مشهد په جمعه بازار کې تګ راتګ یا په میټرو، چتګر پارک او د ښار په نورو برخو کې لیدل کېږي.

افغان کډوال د ایران ۱۶ ولایتونو ته د سفر کولو اجازه نه لري او په ۱۱ ولایتونو کې دوی ته یوازې په ځینو ځانګړو ښارونو کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده. په څو لویو ښارونو او د هغوی په شاوخوا کې د دوی ګڼ شتون، د دې لامل شوي چې ډېر تر سترګو شي.

په ایران کې افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

ایا د جرمونو او د سړک غاړې ځورونو شمېر ډېر شوی؟

داسې رسمي شمېر نشته چې وښيي د افغان کډوالو له شتون سره د سړک غاړې ځورونې زیاتې شوې دي. د ایران پولیسو هم دا خبره رد کړې ده.

یو شمېر افغانان بیا چې له کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي د کډوالو "پر کلتوري توپیرونو او منفي اغېزو" نیوکه کوي.

په کابل کې د هشت صبح ورځپاڼې د افغان ضد نوي څپې د لاملونو په اړه په یوه راپور کې لیکلي و، نوي راغلي کډوال "د کوربه هېواد قوانینو او کلتوري کوډونو ته درناوی نه کوي." "دوی ګډوډي کوي، افغاني او حتی د طالبانو جامې اغوندي."

د پارلمان ځینو غړو او رسنیو د تاوتریخوالي په جرمونو کې د افغان کډوالو د ونډې په اړه راپورونه ورکړي دي. خو، د بي بي سي فارسي او د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې څېړنو ښوولې چې دا ادعا دروغ ده او ډېری خپاره شوي خبرونه جعلي او دروغ دي.

مازیار خسروي، چې د افغانانو د نا قانونه شتون منتقد خبریال دی، وايي، هغه هېڅکله ادعا نه ده کړې چې افغان وګړي د ایرانیانو پرتله ډېر تاوتریخوالی کوي، خو د ختیځو پولو خلاصوالی امنیتي ګواښ رامنځته کوي.

ایا د بیو لوړوالی او د ریال د ارزښت ټیټېدل له افغانانو سره کوم تړاو لري؟

د افغانيو پر وړاندې د ریال ارزښت کې د چټک کمښت او په ایران کې د توکو د بیې لوړېدو سره، د افغان کارګرانو اقتصادي ځواک او اضافي عاید د پخوا پرتله ډېر محدود شوی دی.

په ټولیزه توګه، په ۲۰۲۳ کال کې، د هغو پیسو اندازه چې کارګرانو افغانستان ته لیږلي شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر وو. د نړیوال بانک په وینا، دا کچه د درې کلونو مخکې (۲۰۲۰) کال پرتله نژدې نیمایي ته ټیټه شوې ده.

بلخوا، ډېر هغه افغان کډوال چې د پخواني حکومت پر مهال یې مالي وضعیت ښه وو، په ایران کې پانګونه کوي. په ایران کې د بهرنۍ پانګونې ټولنې د مشر په وینا، د پانګوالو د شمېر له مخې، افغانستان اوس مهال په لومړي ځای کې دی او چین دویم ځای لري.

په وار وار ادعا شوې ده چې د وچې ډوډۍ او هګیو بیو لوړوالي لامل د افغان کډوالو د ډېر شمېر له امله دي. په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون عموما د سختو بندیزونو په پایله کې و، نه د توکو د کمښت له امله.

د لس کلونو مخکې پرتله د افغان کډوالو په شمېر کې ډېروالی د ایران د ټولو وګړو شاوخوا دوه تر درې سلنې ته رسېږي، چې د پام وړ شمېره نه ده.

په اروپايي هېوادونو او امریکا کې، کله چې د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون او سختې اقتصادي ستونزې رامنځته کېږي، ورسره پر کډوالو هم نیوکې کېږي.

ایا دوی تخفیف یا سبسایډي ترلاسه کوي؟

په ایران کې افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه کورنۍ له نیمروز سره پولې ته څېرمه، چې ایران ته روانه ده

د ایران د پارلمان غړي ابوالفضل ترابي د ۱۴۰۳ کال په سپتمبر کې وویل، حکومت هر کال افغان وګړو ته ۷ میلیارد ډالره تخفیف یا سبسایډي ورکوي. هغه د دې لویې شمېرې لپاره هېڅ کوم شواهد وړاندې نه کړل.

افغان وګړي معمولا نه یوازې مخامخ سبسایډي نه ترلاسه کوي، بلکې د استوګنې او د خپلې استوګنې جواز د کلني نوي کولو لپاره میلیونونو تومنه هم ورکوي.

افغان وګړي، په مختلفو بهانو، مجبور دي هغه لګښتونه ورکړي چې ایراني وګړي یې نه ورکوي. د بېلګې په توګه، په ایران کې د یو افغان حقوق پوه محمد حسین رضايي په وینا، افغان زده کونکي په ښوونځي کې د زده کړې لپاره شاوخوا ۱۴ میلیونه تومن (۲۰ ډالر) ورکوي.

داسې اوازې وې چې افغانان له بانکونو پور اخلي. خو حقیقت دا و، هغه افغانان د استوګنې مشروط اجازه لیک، د زده کړو او تحصیل او د بیمې حق ترلاسه کولو لپاره د "کډوالو د مالي سرچینو او زیرمو د جذب او مدیریت" پلان ادارې ته د هر کس پر سر تر سل میلیونو تومن چې (۱۴۳۰ډالر) کېږي باید ورکړي.

ځینو افغانانو د یو سل او پنځوس زره ډالرو په و کولو سره د پانګونې ویزې له لارې پنځه کلنې ویزې ترلاسه کړې دي.

ایا افغان کډوالو د ایراني کارګرو دندې ترې اخیستي دي؟

د کډوالو د حقونو مدافعین وايي، افغان وګړو ته یوازې په شاوخوا ۴۰ سختو دندو کې د کار کولو اجازه شته، د بېلګې په توګه ساختماني چارو، پاکولو، بټیو او کرنه، خو په نورو دندو له ټکسي چلولو اجازه نه ورکول کېږي، له همدې امله د ایرانیانو کاري فرصتونه نه ترې اخلي.

مازیار خسروي، د خپلو موندنو یوه بېلګه وړاندې کوي او وايي: "کردان او د شتمنو یوې سیمې له سترو کورونو ډکې دي چې یوه افغانه کورنۍ یې د لږ معاش لپاره د ساتونکو په توګه ګمارلې ده."

ډېری افغان کډوالو په خپل هېواد کې کافي مالي، ښوونیز او کاري فرصتونه لرل، خو له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، دوی خپل هر څه له لاسه ورکړل او ایران ته کډوالۍ ته اړ شول. ډېری افغان کډوال ایران ته ددې لپاره هم تللي دي، چې ماشومان یې زده کړو ته لاسرسی ولري.

خبریاله ژیلا بني یعقوب وايي، د کډوالو په نوې څپه کې ډېر ډاکټران، د پوهنتون استادان او متخصصین شامل دي چې په خپلو برخو کې د کار کولو اجازه نه لري.

ایا ایرانیان "توکمپال" دي؟

په امریکا کې مېشت ټولنپوه حسین قاضیان په باور په ایران کې "د کډوالۍ ضد" چاره کلتوري ریښې لري.

"موږ د غوره او ټیټ پوړو بهرنيانو پر وړاندې دوه بېلابېل غبرګونونه لرو." "د بېلګې په توګه، موږ یو امریکایي پر سر ګرځوو، خو که احساس کړو چې یو ټیټ پوړی کډوال دی، موږ یې ځپو."

په تهران کې یو ټولنپوه، ارش نصر اصفهاني، پر انټرنټ په یوه ازاد بحث کې دې ټکي ته اشاره کوي او "ایرانیان افغانانو ته ځینې ځانګړتیاوې منسوبوي، د بېلګې په توګه افغانان ناروغۍ راوړي، تاوتریخجن دي، جرمونه کوي، او ... دا ټول د توکمپالنې تعریفونه دي."

افغان کډوال وايي، کلونه له ایرانیانو سره ژوند کوي، خو بیا هم دوی ته د "بالاقوه مجرمینو" په سترګه کتل کېږي.

یو شمېر ملتپال ایرانیان په دې باور دي، د ایران حکومت په ایران کې د افغانانو د نفوس په زیاتولو کې د مرستې له لارې هڅه کوي، چې د نفوسو جوړښت په خپله ګټه بدل کړي او افغانان د خپلو امنیتي موخو لپاره وکاروي. هغه ادعا چې حکومت یې ردوي.

حل لار څه ده، د کډوالو شړل؟

د کډوالۍ مخالفین او ملاتړي دواړه پر یوه خبره سره سلا دي، چې کډوالۍ باید په غور او نظم ترسره شي.

د بېلګې په توګه، ښاغلی نصر اصفهاني په دې باور دی چې توپیرونو او اختلافونو ته باید لمن ونه وهل شي یا هم ایراني کاګر د افغان کارګرو پر وړاندې ونه پارول شي. د هغه په اند، "رسنۍ د تاوتریخوالي ته لاس ورکوي او وضعیت لا پسې خرابوي."

د غیرقانوني کډوالو د شړلو په اړه، ښاغلی نصر په دې باور دی چې دا باید د قضایي چلند پر بنسټ وي، "نه دا چې پولیسو په تاوتریخوالي د کورنۍ یو غړی پولې ته لېږي."

پر پوله امنیتي ځواکونه

د عکس سرچینه، Tasnim

د عکس تشریح، په وروستیو کې د ایران د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وویل، له افغانستان سره د ۶۵ کیلومتره سرحدي دیوال جوړ شوی او ۱۳۰ کیلومتره زیربناوې یې هم جوړې شوې دي.

افغان کډوال، په ځانګړې توګه دوهم او درېیم نسلونه چې په ایران کې یې زده کړې کړي او مسلکي شوي دي، د خپل بې ثباته حالت په اړه اعتراض لري. دوی د استوګنې قانوني سندونه لري، خو کېدای شي هره شیبه د سړک له سره ونیول شي او له هېواده وشړل شي یا یې خدماتي چارې بندې شي.

د ایران وګړي مخ په زړېدو دي، په داسې حال کې چې د افغان وګړو منځنی عمر ۱۷ کاله دی او ایران کولی شي د پلان له مخې له دې ډلې په خپل اقتصاد کې کار واخلي. خو په ایران کې د نورو هېوادونو برعکس، ان لوستي افغانان، اجازه نه لري چې په خپلو برخو لکه طب، حقوقو، انجینري او نورو... کې کار وکړي.

محمد حسین رضايي، چې په ایران کې زېږېدلی او هملته یې حقوق لوستي، د دیدار په نوم انلاین پروګرام کې وویل، په داسې حال کې چې دوی د استوګنې جوازونه لرل، په نیمه شپه کې، د هغه او د ډېرو نورو افغانانو د ټیلیفون سیم کارتونه یا د دوی بانک کارتونه بند شول. هغه د بېلګې په توګه خپل ملګری یادوي، چې د شپې په نیمایي کې ټکسي ته د پیسو ورکولو پرمهال پوه شو چې د هغه بانک کارت کار نه کوي.