ایرانی چارواکی: د افغانستان د نشهيي توکو له انبارونو لا هم قاچاق روان دی، طالبان: پر نشهيي توکو بندیز مو د عقیدې برخه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د نشهيي توکو د مبارزې ادارې د نړیوالو اړیکو مشر محمد نریماني ویلي، که څه هم په افغانستان کې د نشهيي توکو کرکیله او تولید کم شوی، خو بیا هم له هغه هېواده (له پخوانیو زېرمو) قاچاق روان دی او هلته د متامفتامین تولید هم پراخېدونکی دی.
ملګرو ملتونو د روان کال په مارچ میاشت کې اټکل کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو د مشر تر بندیز وړاندې تر ۱۳۲۰۰ شاوخوا ټنه تاریاک تولید او زېرمه شوي، چې تر ۲۰۲۷ پورې دوام کولی شي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې محمد نريماني په نړۍ کې د افیوني توکو او دمتامفتامین تر ټولو ستر تولیدوونکي (افغانستان) سره ګاونډيتوب د شانګهای سازمان د ټولو غړو هېوادونو د سیمې ننګونه بللې.
د ایران د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې هغه ټینګار کړی چې ''د نشهيي توکو د قاچاق او ترهګرو پېژندل او له منځه وړل، د هیروینو او متامفتامین د تولید لابراتوارونو له منځه وړلو'' ته د طالبانو هڅول او د پولو د کنټرول لپاره د پرمختللو تجهیزاتو او د آسانتیاوو ډېرول کولی شي د دغه قاچاق کچې کمولو کې مرسته وکړي.
خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت عبدالمتین قانع بي بي سي ته وویل، د ایراني چارواکو دا وینا ښايي په اوږدو سرحدونو کې د قاچاق د ډېرو استثنايي مواردو په اړه وي که نه نو ټولې نړۍ ته زموږ جدي مبارزه او اقدامات معلوم دي.
هغه زیاته کړه چې د نشهيي توکو د کښت، کاروبار او قاچاق د له منځه وړلو لپاره یې تر لسو زرو ډېر عملیات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې کړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده هم تازه د اختر په مناسبت خپل وینا کې ټینګار وکړ چې دوی د کوکنارو پر کرکیله او نشهيي توکو ځکه جدي بندیز لګولی چې خلکو ضرر لیده او په نشو روږدېدل.
هبتالله اخوندزاده: پر نشهيي توکو بندیز مو له نړیوالو د امتیاز اخیستو په خاطر نه دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو مشر مولوي هبت الله آخنزاده د په ۲۰۲۲ کال کې فرمان ورکړی و چې د کوکنارو کښت او قاچاق بند دی.
افغانستان د ډېرو کلونو لپاره د کوکنارو د کښت او د تریاکو او هیروینو د قاچاق په برخه کې په نړۍ کې د هېوادونو په سر کې یادېده. په سلګونو زرو ښځې او ماشومان هم د دغو توکو د عامېدو او ارزانوالي له امله روږدي شول.
هغه د شنبې په ورځ (د جون پر اوومه) د لوی اختر د لمانځه د امامت په وینا کې وویل، "قاچاقبر دې پر خپلو خلکو رحم وکړي او نور دې مخدرات بند کړي."
که څه هم په تېرو کلونو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نشه يي توکو پر کښت او کاروبار سختې نیوکې کېدلې، خو ملاهبت الله آخندزاده ټینګار وکړ چې هېواد کې یې د کوکنارو کرکیله او د نشهيي توکو کاروبار ''د خپلې عقېدې'' پر بنسټ بند کړي او دا چې له نړیوالو پرې کوم امتیاز نه غواړي:"له هیچا امتیاز نه غواړو، نه دې امریکا امتیاز راکوي، نه برېتانیا، نه غرب نه شرق."
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت عبدالمتین قانع بي بي سي ته وویل، د دوی جديت د دوی له اقداماتو معلوم دی او په زرګونو عملیات يې د نشهيي توکو د قاچاقبرانو او نورو کاروباریانو د نیولو لپاره کړي.
هغه زیاته کړه چې د ایراني چارواکو دا وینا ښايي په اوږدو سرحدونو کې د قاچاق د ډېرو استثنايي مواردو په اړه وي که نه نو ټولې نړۍ ته زموږ جدي مبارزه او اقدامات معلوم دي.
هغه زیاته کړه چې د نشهيي توکو د کښت، کاروبار او قاچاق د له منځه وړلو لپاره یې تر لسو زرو ډېر عملیات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د سږ کال په جنورۍ میاشت کې ویلي وو چې له ۲۳ زرو ډېر کسان د نشهيي توکو د پلورل، لېږد او قاچاق په تور نیول شوي او محاکمو ته معرفي شوي.
دا داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د اړولو پر سر شخړو کې د مرګ ژوبلې پېښه هم شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
شانګهای همکاریو سازمان او د نشهيي توکو ننګونه
د ایران د نشهيي توکو د مبارزې ادارې د نړیوالو اړیکو مشر محمد نریماني ویلي، د شانګهای سازمان غړي هېوادونه ایران، پاکستان، تاجکستان او روسیه ټول د افغانستان له نشهيي توکو د خطر په لومړۍ کرښه کې دي. هغه زیاته کړې چې چین او هند بیا د کیمياوي توکو له سترو تولیدوونکو دي چې د نشهيي توکو د تولید لور ته يې د کږېدو خطر پکې ډېر دی.
ده زیاته کړې چې د شانګهای سازمان په جوړښت کې د ترهګرۍ ضد سیمهييز جوړښت (Regional Anti-Terrorist Structure – RATS) شتون د نشهيي توکو په ګډون له ترهګرۍ، افراطپالنې، بېلتونپالنې او نورو منظمو جرایمو سره د مقابلې کلیدي جوړښت دی، چې په ۲۰۰۴ کال کې په رسمي ډول په تاشکند کې رامنځته شوی.
هغه اوس د پولو پر سخت څار او د کېمياوي توکو پر کنټرول او څار ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغه سازمان غړو د تاجکستان په دوشنبه کې د معلوماتو شریکولو او اړیکو یو مرکز جوړ کړی چې په راتلونکو غونډو کې به يې په موخو، ماموریت او جوړښت بحثونه او نور کار وشي.
خو ښاغلي نریماني دا هم ویلي چې د هند او پاکستان یا د لویدیځ او روسیې او چین تر منځ اختلافونه په دې برخه کې همکارۍ کمزورې کوي.
افغانستان چې د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی (ناظر) غړی دی او له ۲۰۱۲ کال څخه د جمهوریت تر سقوطه پورې یې د دغه سازمان په ټولو غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون درلود د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته يې غونډو ته نه دی بلل شوی.
تېر کال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام آباد کې ددغه سازمان د ۲۳مې سرمشریزې پر مهال ویلي وو چې په ۲۰۲۱ کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په شانګهای همکاریو سازمان (اېسسياو) کې د افغانستان څارونکی (ناظر) حیثیت "تقریبآ ځنډول شوی" یا "غیر فعال" شوی.
د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د همکاریو ډېرېدو هلې ځلې دوام لري. تېره اونۍ يې هم د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانک مشرانو د جون په درېیمه نېټه هم په خپلمنځي همکاریو ډېرولو غونډه کړې وه.
په افغانستان کې پر نشهيي توکو د بندیز نوې ننګونې

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو د روان کال مارچ میاشت کې اټکل وکړ چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۲۰۰ ټنه تاریاک زېرمه شوي وو چې تر ۲۰۲۷ کاله يې قاچاق ګرم ساتلی شي.
دغې ادارې اټکل کړی و چې له دې سره به د تاریاکو بیه هم لوړه شي او قاچاق به یې ناقانونه سوداګري نوره هم د ګټې وټې کاروبار کړي.
ملګري ملتونو دا هم ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د روږدو د درملنې په مرکزونو کې د هغو ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی، چې د 'شیشې او تابلېت کا' په څېر مصنوعي نشه يي توکي کاروي.
د ملګرو ملتو د نشه يي توکو او جرمونو ادارې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د دې لپاره باید همغږې هڅې وکړي، چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید کمېدنه په دغه هېواد او سیمه کې د مصنوعي نشه يي توکو د تولید او کارونې د ډېرېدو لامل و نه وګرځي.
شاوخوا اته میاشتې وړاندې يو راپور چې د کړکېچ نړيوالې ډلې خپور کړی و وویل، که څه هم طالبان افغانستان کې د کوکونارو پر کښت بنديز په اړه جدي ښکاري، خو وايي دا بنديز ښايي د اقتصادي ستونزو او د ژوند سختيو تر فشار لاندې وپرځي.
ای سي جي ويلي و چې دغه بنديز د کوکنار کرکيله په تېزۍ کمه کړې، خو افغانستان کې توليد شوي، نشه يي توکي لا نړيوال بازار ته لار مومي، کاروباريان یې زېرمه کړي نشه يي توکي پلوري او ځينې کروندګروايي د بنديز پر وړاندې مقاومت کوي.
دغې ډلې ویلي وو چې افغانستان کې کروندګرو سره مرستې لپاره لویې پانګونې ته اړتيا ده، چې د انارو، انځرو، بادامو يا پستې په څېر د ګټې وټې وړ کښتونه ولرلی شي.
راپور کې ويل شوي، قانوني کرکيله کې پوره کارګومارنه نه شته، نو پام بايد د دندو او کارونو پر جوړولو راغونډ شي.











