طالب او قطري چارواکي د هوايي چوپړونو پر پراختیا سلا شوي

قطر

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي نیوز

افغانستان کې د طالبانو حکومت او قطري چارواکو تر منځ کابل او دوحې ته د دوه اړخیزو هوایي الوتنو او خدمتونو پراختیا پر تفاهم لیک لاسلیک شوی دی.

د دې هوکړې په پایله کې به د "دواړو هېوادونو تر منځ مخامخ هوايي تګ راتګ پیل ته زمینه برابره شي."

په دې اړه د قطري او طالبانو د ټرانسپورټ وزارتونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې "د یاد یاداښت پر بنسټ به د دواړو هېوادونو هوايي شرکتونه وکولای شي، مخامخ الوتنې وکړي او د ټرانزیټي مسافرو لپاره به هم اسانتياوې رامنځته شي."

دا تفاهم لیک پرون (دوشنبه) د قطر په سفر وتلي د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال ملا عبدالسلام حیدري او د کوربه قطر هوايي چلند ادارې سرپرست محمد فالح الهاجري لخوا لاسلیک شوي ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویاند امام الدین احمدي بي بي سي ته وویل " له دې هوکړې سره به د افغانستان او قطر تر منځ مخامخ الوتنو ته زمینه برابره شي، چې په ترڅ کې به یې د قطر ایروېز هم وکولای شي افغانستان ته الوتنې پیل کړي."

قطر ایروېز په نړۍ کې ستر او مشهور هوايي شرکت دی او که افغانستان ته پروازونه پیلوي دا به له دوبۍ او ترکیې وروسته افغانستان سره د نړۍ د نښلېدو او ټرانزېټ بله مهمه لار وي.

دا چې قطر هوايي شرکت کله افغانستان ته مخامخ پروازونه پیلوي په هوکړه کې یې په اړه واضح څه نه دي ویل شوي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت وايي چوکاټ او سهولتونه ورته برابر شوي او د کابل او دوحې تر منځ هوایي شرکتونه هر وخت چې وغواړي خپلو مسافرو او ګټې ته په کتو الوتنې پیلولی شي."

په تېرو درېو کالونو کې قطر هوايي شرکت افغانستان ته ځینې چارتر الوتنې درلودې او له دې لارې یو زیات شمېر په شرایطو برابر کسان قطر او بیا امریکا ته وړل شوي دي.

د جمهوریت له سقوط وروسته د ۲۰۲۱م په سپتمبر کې قطر لومړۍ خصوصي شرکت و چې له کابله یې دوحې ته بهرني مسافر ولېږدول خو په ټوله کې دغه هوايي شرکت کله کابل ته منظم سوداګریز پروازونه نه دي کړي.

د یاد وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي د پروازونو پر وړاندې د قانوني خنډ له منځه وړلو ور ها خوا به د دې هوکړې پر بنسټ مسافر وکولی شي قطر ته مخامخ لاړ شي او تر څنګ یې له دې لارې اسیا، اروپا او امریکا ته ټرانزیټي سفرونه هم پلانولی شي."

تحلیل دا دی چې که دا هوکړه عملي شي افغانستان ته تګ راتګ به اسانه او لا ارزانه شي.

له دې مخکې د نړۍ دوه نورو مشهورو شرکتونو فلای دوبۍ چې د اماراتو هوايي شرکت یوه برخه ده او ترکېش هوایي شرکتونو هم په یوه بل پسې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي دي.

دغو او ګڼو نورو شرکتونو د جمهوریت له ړنګیدو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولي وې.

افغانستان ته د یوه بل ایراني هوايي شرکت د الوتنو پيل

کابل

د عکس سرچینه، @DChlnd

د عکس تشریح، کابل کې دغې نوې ایرانۍ الوتکې ته د ښه راغلاست ځانګړې مراسم نیول شوې و

قطر سره د هوايي چوپړونو د پراختیا پر سر له موافقې سره هممهاله د سیمې یوه بل هوايي شرکت ایران ائیر تور په لومړي ځل (د دوشنبې په ورځ) افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت چارواکو د دغې نوي لیکې پرانېستو مراسمو کې ویلي، د ایران ایر تور هوايي شرکت به په اونۍ کې له کابله تر تهرانه او له کابله تر مشهده دوه الوتنې ولري.

د ایران او افغانستان تر منځ دا څلورم ایراني هوايي شرکت دی، چې د مسافرو د لېږد رالېږ چوپړونه پیلوي.

دا هوايي شرکت داسې مهال الوتنې پیلوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ وار له مخه د افغانستان آریانا او کام ایر هوايي شرکتونو تر څنګ د ایران ایر، ماهان او کېش شرکتونه الوتنې لري.

ویل کېږي له دې سره به سوداګریزه سیالي ډېره او د ټکټونو نرخونه به را ټېټ شي.