د کرېکټ اسیا جام سیالیو کې د افغانستان او سريلنکا برخلیک ټاکونکې لوبه؛ څوک به 'سوپر فور' ته ووځي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
د ۲۰۲۵ کال د کرېکټ اسیا جام په روانو شل اووریزه سیالیو کې نن افغانستان له سريلنکا سره برخلیک ټاکونکې لوبه لري.
ټاکل شوې دا سیالي نن پنجشنبه (سپتمبر ۱۸ / وږی ۲۷) د ابو ظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شي.
که افغانستان دا لوبه وګټي نو د دغو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو یا 'سوپر فور' ته به ووځي.
کومې لوبډلې 'سوپر فور' پړاو ته وتلې دي؟
هند وار د مخه دغه پړاو ته وتلی دی.
پاکستان هم پرون چهارشنبه متحده عربي امارات لوبډلې ته د ۴۱ منډو په توپير ماتې ورکولو سره 'سوپر فور' پړاو ته ووت.
له دې سره پاکستان او هند په اسیا جام شل اووریزه سیالیو کې یو ځل بیا سره مخامخېدونکي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مهالوېش له مخې، د څلورو غوره لوبډلو یا 'سوپر فور' پړاو کې د دواړو لوبډلو تر منځ لوبه د را روانې یکشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۱ / وږی ۳۰) نېټه کېدونکې ده.
د یادولو ده چې د هند او پاکستان تر منځ تېره لوبه د هند لوبډلې د ۷ وېکټو په توپير ګټلې وه.
هانګکانګ او عمان 'سوپر فور' ته له وتو لوېدلي دي.
که څه هم سريلنکا د خپلو غبرګو بریو او رن رېټ له برکته خوندي برېښي خو له افغانستان سره د لوبې څرنګوالی اغېز پرې کولای شي. دا سیالي به تر سريلنکا وروسته په ځانګړي ډول افغان لوبډلې او بنګلهدېش ته برخلیک وټاکي چې څوک ترې 'سوپر فور' ته لار کوي.
راشد خان: له سريلنکا سره لوبه ډېره مهمه ده
افغانستان په دغو سیالیو کې تر اوسه دوه لوبې کړې دي چې یوه یې ګټلې او بله یې بایللې ده.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه له هانګکانګ سره وه چې افغانستان د ۹۴ منډو په لوی توپير ترې وګټله.
خو دویمه لوبه یې بنګلهدېش ته په اتو منډو وبایلله.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان لوبډلمشر راشد خان هم له سريلنکا سره د افغانستان نن کېدونکې سیالي "ډېره مهمه" بللې ده.
هغه ویلي چې "د سريلنکا پر وړاندې را روانه لوبه ډېره مهمه ده. موږ باید ښه تیاری او له خپلو تېروتنو زدکړه وکړو."
د یادولو ده چې د ۲۰۲۵ کال د اسیا کپ شل اووریزه سیالۍ د هند په کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې د روانې سپتمبر میاشتې پر نهمه نېټه پیل شوې او تر اوسه روانې دي.
ټاکل شوې وه دا لوبې په هند کې ترسره شي خو د پاکستان او هند تر منځ د روان کال د نښتو او ډېپلوماتيکو کړکېچونو له کبله اماراتو ته ولېږدول شوې.
مخکښې لوبډلې
د کرېکټ اسیا جام سیالیو په لومړي پړاو کې ټولټال اتو لوبډلو په دوو جلا ګروپونو کې لوبې سره وکړې.
په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان وو او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګلهدېش، سريلنکا او هانګکانګ.
هند اوس د الف ډلې په سر کې ځای لري چې دوه لوبې یې کړې دي، دواړه یې ګټلې دي او څلور نمرې یا پاینټونه لري.
پاکستان په دې ګروپ کې په هند پسې دویم ځای لري چې له درو یې دوه لوبې ګټلې دي او له هند سره یو ځای 'سوپر فور' پړاو ته وتلی دی.
د ب ګروپ په سر کې بیا له څلورو نمرو سره سريلنکا ده چې کړې دواړه لوبې یې ګټلې دي او ورپسې بنګلهدېش هم له نسبتاً کم رن رېټ سره څلور پاینټه لري چې له درو لوبو یې دوه ګټلې او یوه یې بایللې ده.
افغانستان که څه هم په نوملړ کې دوه نمرې لري خو رن رېټ یې ښه دی او له سريلنکا له لوبې ګټلو سره به یې 'سوپر فور' پړاو ته وتل حتمي شي.
خو که افغانستان سريلنکا ته لوبه بایلي نو بیا د سريلنکا تر څنګ بنګلهدېش هم 'سوپر فور' ته لار کوي.
دې پړاو ته د وتونکو څلورو لوبډلو تر منځ تر سیالیو وروسته به ګټیالۍ لوبډلې د سپتمبر پر ۲۸ نېټه د اسیا جام پایلوبې ته لار پيدا کړي او د پایلوبې ګټونکې به د ۲۰۲۵ کال د اسیا کپ شل اووریزه لوبو جام ورسره یوسي.











