اسيا جام کې د بنګله دېش بريا: د مخکې تګ لپاره افغانستان بايد شري لنکا ته ماته ورکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي
افغانستان د اسيا جام سيالیو کې بنګله دېش ته د اتو منډو په توپير لوبه وبایلله. د نننۍ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
افغانستان ونشوی کړای ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې د ۱۴۶ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
د دې لوبې ګټل د افغانستان او بنګله دېش دواړو لپاره ډېر مهم وو که افغانستان دا لوبه ګټلې وای د اسيا جام سياليو بل پړاو ته یې لار موندله اوس چې بنګله دېش وګټله په جدول کې د څلورو نومرو په لرلو سره له افغانستان مخکې شو.
که افغانستان غواړي بل پړاو ته ووځي بايد راتلونکې لوبه له شري لنکا وګټي.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره، د راشد خان په مشرۍ صديق الله اتل، رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، ګلبدين نايب، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، نور احمد، غضنفر او فضل الحق فاروقي غوره شوي وو.
که د لوبغاړو دې نوملړ ته وکتل شي يوازې دری توپ وهونونکي او څلور الرونډران غوره شوي وو چې له دوی دوو یې هېڅ توپ اچوونه هم ونه کړه. د کرېکټ شنونکي وايي، که الرونډران توپ اچونه نه کوي او منډې هم نشي جوړولی نو دا چې د افغانستان د ضعف ټکی هم توپ وهنه بلل کېږي له دوی د دوو پر ځای بايد توپ وهونکي غوره شوي وی.
له لوبې وروسته افغان لوبډلمشر راشد خان وويل، "موږ تر پايه په لوبه کې وو، تر هغه چې زه نه وم سوځېدلی لوبه زموږ په کنټرول کې وه خو موږ ونتوانېدو چې ختمه یې کړو. نن سبا په ۱۵ توپونو ۳۰ منډې اسانه دي خو موږ پر ځانونو ډېر فشار راوست او خپل پلان مو عملی نشوای کړی."
نوموړي زیاته کړه "د شري لنکا پر وړاندې راتلونکې لوبه ډېره مهمه ده. موږ بايد ښه تياری ولرو او له خپلو تېروتنو زدکړه وکړو."

د عکس سرچینه، ACB
په نننۍ لوبه کې د بنګله دېش لپاره تنزيد حسن تر ټولو ډېرې (۵۲) منډې وکړې، د ده ترڅنګ سيف حسن ۳۱، توحيد هېرډوای ۲۶، ذاکر علي او نور الحسن هر يوه ۱۲ منډې جوړې کړې.
لکه څنګه چې تمه کېده په دې لوبه کې د افغانستان سپېن توپ اچوونکو ډېرې وېکټې واخيستې. نور احمد د ۲۳ منډو په ورکولو سره دوه او راشد خان هم د ۲۶ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي وسوځول. يوه وېکټه الرونډر عظمت الله عمرزي واخیسته. فضل الحق فاروقي، محمد نبي او غضنفر کومه وېکټه ترلاسه نه کړه.
په توپ وهنه کې افغانستان د صديق الله اتل لومړۍ وېکټه په لومړي توپ له لاسه ورکړه. ورپسې ابراهیم ځدراڼ هم د يوازې پنځو منډو په جوړولو سره وسوځېد. له دې وروسته رحمان الله ګوربز لوبه يو څه قابو کړه او ۳۵ منډې یې جوړې کړې. د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي ۳۰، راشد خان ۲۰، ګلبدين نايب ۱۶، محمد نبي ۱۵ او نور احمد ۱۴ منډې وکړې.
د بنګله دېش مستفيض الرحمن دری، نسوم احمد، تسکين احمد او رشاد حسین هر يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
په روان اسيا جام کې لا هم د افغانستان سفر پايته نه دی رسېدلی، د افغانستان راتلونکې لوبه د پنجشنې په ورځ له شري لنکا سره ده، که افغان لوبډله غواړي مخکې ولاړه شي بايد و يې ګټي.











