د افغانستان او بنګله دېش لوبه: د کومې لوبډلې د ګټلو چانس ډېر دی؟

کرېکټ: افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان په ۲۰۲۴ نړیوال جام کې بنګله دېش ته په یوه حساسه لوبه کې ماته ورکړه
    • Author, ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

په اسیا جام سیالیو کې افغانستان او بنګله دېش په یوه داسې لوبه کې سره مخامخ کېږي چې د مخته تګ لپاره دا لوبه د دواړه لوبډلو لپاره خورا مهمه ده. که یې افغانستان وګټي نو په همدې سیالیو کې د بنګله دېش سفر ختمېږي او افغانستان او سریلانکا به بل پړاو ته لاره پيدا کړي.

که د لوبې د فشار خبره شي، نو په طبیعي ډول به په بنګله دېش فشار ډېر وي. ځکه یې همدا د مخته تګ یوازینۍ هیله ده. د دې تر څنګ د افغانستان او بنګله دېش په وروستیو ۵ شل اوریزو لوبو کې افغانستان درې ځلې بری خپل کړی او دوه ځلې بنګله دېش.

ها خوا بنګله دېش په تېره لوبه کې له سریلانکا په یوه اړخیزه توګه ماتې وخوړله. په ورته وخت کې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته په لوی توپیر ماتې ورکړې ده او وروستیو کې په شل اوریزو لوبو کې دا لوبډله ښه ځلېدلې ده. نو ښايي له رواني اړخه په بنګله‌ دېشۍ لوبډلې فشار ډېر وي.

په ورته وخت کې له افغان لوبډلې تمې ډېرې دي. کله کله د مینه‌ والو او تبصره کوونکو ډېرې تمې هم په لوبډله فشار راوړلی شي، خو راشد خان په وار وار ویلي چې دا ډول څه ذهن ته نه اچوي چې لوبډله یې تر فشار لاندې راشي. په ټوله کې د افغان لوبډلې دا باور دی چې مقابله لوبډله ماتولی شي، چې په کرېکټ کې دا ذهنیت لوی رول لري.

د دې دواړو لوبډلو په وروستیو ۵ لوبو کې ۳ یې افغانستان او ۲ یې بنګله دېش ګټلې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دې دواړو لوبډلو په وروستیو ۵ لوبو کې ۳ یې افغانستان او ۲ یې بنګله دېش ګټلې دي.

د افغان لوبډلې پیاوړې برخه ورو توپ اچوونکي دي. د نړۍ مشهورې لوبډلې له دوی وېرېږي. که یې په پيل کې چټک توپ‌ ویشتونکي ښه وي، نو په منځنیو اوورونو کې په دوی منډې هم نه کېږي او ویکټې هم اخلي.

نور احمد ته په وروستیو څو لوبو کې سر پر سر چانس ورکولو له کبله دا برخه نوره هم پیاوړې کړې ده. له الله محمد غضنفر هم تمې ډېرې دي.

د توپ‌ ویشتنې په برخه کې افغان لوبډله د پای په اوورونو کې له ستونزې سره مخامخ کېدای شي. ځکه د وروستیو اوورونو داسې توپ‌ ویشتونکی نه لري چې هم د منډو مخه ونیسي او هم ویکټې واخلي. فاروقي په نوي بال ښه دی او وروستیو لوبو کې ښکاري چې بېرته فوم ته راغلی، خو په وروستیو اوورونو کې به له ازموینې سره مخامخ وي.

د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو لویه اندېښنه د توپ‌ وهنې په برخه کې ده. ستوری بریدګر توپ‌و هونکی رحمن الله ګربز په فوم کې نه دی. دی د افغانستان لپاره مهم لوبغاړی دی. د ده ښه لوبه د افغان لوبډلې د بریا چانس لوړوي.

خو ابراهیم ځدارڼ او صدیق الله اتل وروستیو کې ډېر ښه ځلېدلي دي. ښکاري چې په شل اوریزو لوبو کې ابراهیم ځدارڼ د خپلې لوبې بڼه د پخوا پرتله ډېره چټکه کړې ده. اوس یې سټرایک رېټ لوړ شوی، چټکې منډې کوي او ډېر وخت یې په توپ‌ وهنه کې شپږیزې وي. دی به پخوا په شل اوریزو لوبو کې ورو لوبېده.

صدیق الله اتل په لوبډله کې خپل ځای پوخ کړی دی. په وروستیو څلورو شل اوریزو لوبو کې درې پنځوسیزې جوړې کړې دي. هم یې سټرایک رېټ ورسره لوړ کړی او د منډو اوسط یې هم ورسره پورته شوی. دی باوري ښکاري او ښه والی یې دا دی چې هم چټکه لوبه کوي او حالاتو ته په کتو ورو هم لوبېږي. په همدې دوو لوبغاړو به بیا هم د افغان لوبډلې ډېره تکیه وي.

د افغان لوبډلې لپاره ښه زېری دا و چې عظمت الله عمرزي له هانګ کانګ سره په لوبه کې چټکه پنځوسیزه ووهله. ده په شل اوریزو لوبو کې ښه ریکارډ نه درلود، خو اوس ښايي عظمت پر خپل ځان باور او پرې د لوبډلې تکیه پیدا شوې وي.

په میډل ارډر او د لوبې ختمونې په برخه کې د افغان لوبډلې اوږده ستونزه لا هم پر خپل ځای ښکاري. نو د دې برخې د پياوړې کولو لپاره ممکن له بنګله دېش سره لوبه کې دروېش رسولي ته ځای ورکړي.

ستوری بریدګر توپ‌وهونکی رحمن الله ګربز په فوم کې نه دی. دی د افغانستان لپاره مهم لوبغاړی دی. د ده ښه لوبه د افغان لوبډلې د بریا چانس لوړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ستوری بریدګر توپ‌ وهونکی رحمن الله ګربز په فوم کې نه دی. دی د افغانستان لپاره مهم لوبغاړی دی. د ده ښه لوبه د افغان لوبډلې د بریا چانس لوړوي.

د بنګله دېش توپ‌ ویشتنه پیاوړې ده. چټک او ورو دواړه توپ‌ ویشتونکي یې ښه دي. د دوی چپ‌ لاسي توپ ویشتونکي د افغانستان په وړاندې ښه ریکارډ لري. مستفیز‌الرحمن او شوریفل اسلام یې چټک چپ‌ لاسي توپ‌ ویشتونکي دي. د لوبو مخینې ته په کتو افغان لوبډله د چپ‌لاسو توپ‌ ویشتونکو پر وړاندې ښه ریکارډ نه لري. خو د دوی بل چټک ښی‌ لاسی توپ‌ ویشتونکی تسکین چې تېره لوبه کې نه و، ښايي د افغانستان پر وړاندې ورته ځای ورکړل شي. ځکه دی هم د افغانستان پر وړاندې ښه ځلېږي، په تېره د افغانستان د اوپنرانو په وړاندې ښه ریکارډ لري. تسکین احمد په تېرو ۳ شل اوریزو لوبو کې د افغانستان ۵ لوبغاړي اوټ کړي دي.

دا لوبه په ابوظبۍ کې کېږي. یعنی د افغانستان لپاره به بل لوبغالی وي. د همدې لوبغالي ویشتنځایونه له توپ‌ وهونکو سره هم مرسته کوي. هوا به هم ګرمه وي، نو د پچې یا ټاس ګټل به هم هرې لوبډلې ته مهم وي چې حالاتو ته په کتو پرېکړه وکړي.

افغانستان او بنګله دېش ټولې ۱۲ لوبې سره کړې چې ۷ یې افغانستان او ۵ یې بنګله دېش ګټلې دي. د کرېکټ ګڼ شمېر تبصره‌ کوونکي په همدې لوبه کې د افغانستان د بریا چانس ډېر ویني.