فلسطینيان وايي، په غزه کې د هډوکو وروستی جراح ډاکتر وژل شوی

Dr Sayeed Joudeh worked at the Kamal Adwan hospital, pictured here in October 2024

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکتر سعید جوده په کمال عدوان روغتون کې طبي خدمات وړاندې کول. دا تصویر د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې اخیستل شوی.

فلسطیني مسوولین وايي، یو ډاکتر چې باور کېږي، په غزه کې د هډوکو جراحۍ یا ارتوپیډیک وروستی پاتې سرجن و، د اسرائیلي ټانکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

ډاکتر سعید جوده د پنجشنبې پر ورځ په داسې حال کې وژل شوی، چې کار ځای ته پر لاره و.

نوموړي د غزې په شمال کې د کمال عدوان او العوده روغتونونو لپاره د هډوکو جراحۍ برخه کې کار کاوه. اسرائیلي پوځ ویلي، دوی له دې پېښې خبر نه دي او په وینا یې معلومات راټولوي.

دغه تجربه کار ډاکتر له تقاعد وروسته بېرته ځکه کار پیل کړ، چې د جګړې په ترڅ کې له ناروغانو سره مرسته وکړي. ده تېر میاشت په کمال عدوان روغتون کې د یوې خبري غونډې پر مهال یوه لوحه په لاسونو کې نیولې وه، چې پرې لیکل شوي و ''موږ وژغورئ''.

خو دی و نه ژغورل شو.

د کمال عدوان روغتون مشر ډاکتر حسام ابوصفیه د دې پېښې په هکله وايي:

''العوده روغتون ته پر لار و، چې د یوه ناروغ معاینه وکړي، یوه اسرائیلي ټانک پرې مخامخ ډزې وکړې. له بده مرغه دی سملاسي ووژل شو.''

ځینې عیني شاهدان بیا وايي، پر ډاکتر جوده ډرون برید وشو.

اسرائیل بهرنیو خبریالانو ته اجازه نه ورکوي، چې غزې ته له محدودیت پرته لاړ شي.

په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال جان ډونېسون په خپل رپوټ کې کاږي، په غزه کې د ملګرو ملتونو مرکزي خیریه ټولنې ادارې لوئس واټریج راته وویل، ''دا د ده د کورنۍ لپاره بربادي ده، دا په شمال کې د خلکو لپاره تباهي ده، چې یوازې پر یو څو ډاکترانو تکیه لري.''

اغلې واټریج زیاتوي، ''د غزې په تړانګه کې روغتونونه نور د روغتونونو په څېر نه دي. نظافت پکې نشته، په سختۍ سره پکې کوم یو ډاکتر موندل کېږي، دارو-درمل یا طبي تجهیزات نه لري، ناروغان پکې مري.''

اغلې واټریج د غزې بشري وضعیت قیامت ته ورته وباله.

د یادونې ده، چې له دوو میاشتو زیاته موده کېږي، چې د غزې شمال ډېره برخه تر اسرائیلي محاصرې او بمباریو لاندې ده.

اسرائیل ادعا کوي، د حماس وسله وال په نښه کوي، چې د دوی په وینا په دې سیمه کې بیا سره یو ځای کېږي.

غزه کې د اسرائیلو بمبارۍ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور د جمعې په سهار د اسرائیلي جنګي الوتکو لخوا په نصیرات کمپ کې د شوي هوايي برید په پایله کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دا کمپ د غزې په مرکزي سیمه کې دی.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، "د نصیرات په کمپ کې رامنځته شوې خونړۍ پېښه" کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی او له ۵۰ زیات ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ماشومان، ښځې او د لوی عمر کسان دي.

د ویجاړو شویو کورونو او زاړه پوسټ دفتر ودانۍ لاندې د لاندې شویو کسانو د لټون او ژغورنې هڅې د ورځې تر ناوخته پورې روانې وې.

فلسطیني طبي او خبري سرچینو تایید کړې چې د پنجشنبې له سهار راهیسې پر غزه د اسرائیلو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د دې قربانیانو ډېره برخه (۵۷ کسان) د غزې د مرکزي او جنوبي برخو اوسېدونکي وو.

غزه

د عکس سرچینه، EPA

په وروستیو کې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره هممهاله د ملګرو ملتونو کارکوونکي وايي، د غزې سوېلي برخې ته د مرستو رسولو پر وړاندې د وسله والو غلاوې اصلي خنډ دی.

ولسي وګړي او همدا راز د حماس د پولیسو پاتې شوني له دې ډلو سره د مقابلې لپاره راټول شوي دي.

حماس وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو پوځي بریدونو لږترلږه ۷۰۰ پولیس وژلي، چې په غزه کې د مرستندویه لاریو د خوندي کولو دنده لري.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په یوه بیان کې ویلي، "د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، اسرائیلو د غزې په سوېل کې په دوو مختلفو غونډو کې پر راټولو شويو وسله والو ترهګرو دقیق بریدونه ترسره کړل."

دوی ادعا کوي، "ټول هغه ترهګر چې له منځه وړل شوي د حماس غړي وو او پلان یې درلود په بشر دوستانه مرستو بار لارۍ په زور وتښتوي او حماس ته یې ولېږدوي."