د بښنې نړیوال سازمان اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو په "نسل وژنه" تورن کړ

Gaza

د عکس سرچینه، EPA

د بښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (دیسمبر پنځمه)، اسرائیل په غزه کې د تېر کال جګړې له پیل راهیسې د فلسطینیانو په "نسل وژنه" تورن کړ. دغه سازمان خپل نوی راپور نړیوالې ټولنې ته "جدي خبرداری" بللی دی.

په لندن کې مېشت د بشري حقونو دغه سازمان ویلي، د دوی موندنې د "اسرائیلو د حکومت او پوځي چارواکو د غیر انساني بیانونو، د ویجاړیو په تړاو د سپوږمکۍ عکسونو، څېړنو او د غزې د اوسېدونکو د ساحوي راپورونو" پر بنسټ دي.

په دغه راپور کې چې د بښنې نړیوال سازمان مشرې اګنیس کالامارډ وړاندې کړی، راغلي: "له میاشتو میاشتو راهیسې اسرائیل په غزه کې له فلسطینیانو سره د یوې داسې غیر انساني ډلې په توګه چلند کوي چې د بشري حقونو او انساني کرامت مستحق نه دي او د دوی د له منځه وړلو فزیکي اراده یې ښوولې ده."

راپور دا هم ویلي: "زموږ وېرونکې موندنې باید نړیوالې ټولنې ته یو جدي خبرداری وي: دا یو نسل وژنه ده. دا باید سمدستي ودرول شي."

فلسطیني ډلې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیلو پر جنوبي سیمو بې ساری برید وکړ، چې له امله یې اسرائیلي پوځ پر غزې وژونکي بریدونه وکړل او اسرائیلي چارواکو ژمنه وکړه، چې دغه وسله واله ډله به له منځه وړي.

د راپورونو له مخې د اسرائیلو په سوېل کې د حماس په برید کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي وو. د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، له هغه وخته په غزه کې تر ۴۴ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

اګنیس کالامارډ په هاګ کې، یوه خبري کنفرانس ته وویل: "په دې کې شک نشته چې اسرائیل پوځي موخې لري، خو د پوځي موخو شتون د نسل وژنې د ارادې امکان نه شي ردولای."

هغې زیاته کړې، دغه سازمان خپلې موندنې د هغو معیارونو پر بنسټ چې د نسل وژنې د مخنیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو په کنوانسیون کې ټاکل شوي، څرګندې کړې دي.

اسرائیلو په وار وار او په کلکه د "نسل وژنې" تورونه رد کړي او حماس یې تورن کړی چې ملکي خلک د انساني سپر په توګه کاروي.

خو د بښنې نړیوال سازمان په ۳۰۰ مخیز راپور کې "په قصدي ډول پر ملکي وګړو او ملکي زیربناو مستقیمو بریدونو، په ګڼ مېشتو سیمو کې چېرې چې د حماس ځواکونه موجود نه وو، د پراخو ویجاړوونکو او درنو چاودېدونکو وسلو کارولو او د مرستو رسولو چارو مخنیوي ته اشاره کړې ده."

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، فلسطینیان په "خوارځواکۍ، لوږې او ناروغۍ" اخته دي او له "ورو او حساب شوي مرګ" سره مخ دي.

د بشري حقونو سازمان چې پلان لري د حماس د جنایتونو په اړه هم یو راپور خپور کړي، په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې ۱۵ هوايي بریدونو ته اشاره کړې، چې د ۱۴۱ ماشومانو په ګډون یې ۳۳۴ ملکي وګړي پکې ووژل شول. په دغو بریدونو کې د پوځي هدف په نښه کولو هېڅ کومه نښه او دلیل نه دی موندل شوی.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې د اسرائیلي چارواکو او پوځیانو لسګونو بیانونو ته هم اشاره شوې، چې د غزې د نابودۍ، ویجاړولو، سوځولو یا "بشپړې تباهۍ" غوښتنه یې کوله.

اغلې کالامارډ وویل، "حکومتونه باید د اسرائیلو د نیواک د پای ته رسولو، د نژادي تبعیض د ختمولو او په غزه کې د نسل وژنې د بندولو په تړاو د بې واکۍ له تظاهره لاس واخلي."

هغه زیاتوي: "هغه هېوادونه چې اسرائیلو ته وسلې لېږدوي د نسل وژنې د مخنیوي کنوانسیون له مکلفیتونو یې سرغړونه کړې او د ښکېلتیا له خطر سره مخ دي."