تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې درې خبریالان نیول شوي دي
د افغانستان د خبریالانو د مرکز په نامه ټولنې د طالبانو د حکومت لخوا د درېیو خبریالانو پر نیول کېدو خواشینې ښودلې ده. دا ټولنه وايي، د طلوع نیوز دوه خبریالان او د پیګرد خبري اژانس یو خبریال تازه نیول شوي او د برخلیک په اړه یې معلومات نشته.
د طالبانو د حکومت چارواکو بي بي سي ته د طلوع نیوز خصوصي رسنیزې شبکې د خبریالانو نیول تایید کړي خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.
طلوع نیوز هم ویلي چې تر اوسه د دوی د خبریالانو د نیول کېدو لامل او جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي.
د طالبانو د حکومت چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د طلوع نیوز خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش، دواړه د طالبانو د استخباراتو ادارې نیولي دي . خو په دې تړاو یې جزیات نه دي ورکړي چې دغه خبریالان ولې او په څه ډول نیول شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په نامه ټولنې، چې له افغانستانه بهر فعالیت کوي، ویلي چې د طلوع نیوز خبریال منصور نیازی تېره پنجشنبه د طالبانو د حکومت د استخباراتو کسانو نیولی او د دې رسنۍ بل خبریال عمران دانش د شنبې په شپه نیول شوی دی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمد الله فطرت، بي بي سي ته وویل، چې د دغو خبریالانو د نیول کېدو لاملونه به وروسته له رسنیو شریک کړل شي. ده زیاته کړه" چې هیچا سره به غیرقانوني چلن نه کېږي".
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله ویناپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت امنیتي کسانو د پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې د «پیګرد» خبري اژانس مسوول احمد جاوید نیازی هم له خپل دفتره بېولی دی.
د دې ټولنې په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه درې نور خبریالان هم ګواښل شوي، خو "د امنیتي اندېښنو له امله یې جزئیات نه خپروي".
د طلوع نیوز شبکې د یکشبنې په ورځ په رسمي ډول د خپلو خبریالانو نیول تایید کړل. دې شبکې اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکو له طلوع نیوز سره په اړیکه کې ویلي چې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته به په دې اړه نور جزئیات شریک شي. په دې تلویزیوني خبري شبکه کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې دې رسنۍ څو ځله د طالبانو د حکومت د استخباراتو له ادارې سره اړیکه نیولې او د خپلو خبریالانو د نیول کېدو د لامل روښانه کېدو غوښتنه یې کړې، خو تر اوسه یې لامل نه دی معلوم شوی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ګڼ خبریالان نیول شوي، چې ډېر پکې بیا له څه مودې وروسته بېرته خوشي کړل شوي دي. د افغانستان د خبریالانو د مرکز په وینا، پر دې درېیو تازه نیول شویو خبریالانو سربېره، څلور نور خبریالان همدا مهال په بند کې دي.
سره له دې چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ او د خبریالانو فعالیت ته ژمن دی او هغوی ته یې خوندي چاپېریال هم برابر کړی، خو د رسنیو ملاتړې ټولنې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ځپلو پر ډېرېدو او د خبریالانو د نیونو پر دوام پرلپسې اندېښنه ښيي.
څو اونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران، ویلي و، چې رسنۍ باید خپلې خپرونې د حکومت د خپرنیزې تګلارې پر بنسټ تنظیم کړي.
تر دې وړاندې، د مې میاشتې په درېیمه د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په تړاو ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خپلواک راپور ورکول په کلکه محدود شوي دي.
د "بې پولې خبریالانو ټولنې د وروستي رپوټ له مخې، افغانستان د بیان ازادۍ له پلوه د نړۍ تر ټولو بدو هېوادونو په لیکه کې دی او د دې ټولنې په اړونده درجه بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې ۱۷۵م ځای لري.