تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خیبرپښتونخوا بنو کې پر پوسته برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي
د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر فتحخېل پوسته موټربم او وسله وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی.
د وژل شویو کسانو دا شمېر په بنو کې د طبي زدکړو روغتون ویاند نعمان خان تایید کړی او ویلي یې دي چې پر دې سربېره درې ټپیان هم وروړل شوي دي.
هغه د ټپيان روغتیايي وضعیت له خطره بهر بللی.
د ځايي چارواکو په وینا د پېښې دا ټول قربانیان پولیس دي.
تر دې ورمخکې د بنو د پولیسو د مشر سجاد خان له دفتره په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي وو چې په موټربم برید کې د فتحخېل پوستې د نړېدلې ودانۍ له ویجاړیو د ۱۲ پولیسو مړي او درې ټپيان را ایستل شوي دي.
رويټرز د پوليسو د يوه چارواکي له خولې ويلي، وسله والو هڅه کوله چې له چاودېدونکو ډک موټر د پوليسو مرکز ته دننه کړي چې پوليسو پرې ډزې وکړې.
نوموړی وايي د پوليسو پوسته په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.
د پوليسو يوه بل چارواکي د نوم نه ښودل په شرط رويټرز ته ويلي، "ترهګرو لومړی د چاودېدونکو توکو ډک موټر په واسطه پر پوسته برید وکړ او وروسته وسله وال د پوستې انګړ ته ننوتل او پر پوليسو یې ډزې پيل کړې."
دی وايي "نور امنيتي ځواکونه د پوليسو مرستې ته واستول شول او وسله والو پر هغوی هم برید کړی چې ځينو ته یې مرګژوبله اوښتې ده".
د پوليسو ځينو سرچينو رويټرز خبري اژانس ته ويلي، وسله والو په دغه برید کې "ډرونونه" هم کارولي دي، خو په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نشي کېدلی.
پوليس وايي سيمه يه بشپړه توګه کلابنده شوې او چاڼيز عمليات روان دي.
د ژغورنې ادارو او ملکي روغتونونو امبولاسونه سيمې ته استول شوي او چارواکو ويلي، د بنو په دولتي روغتونونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.
د روټيرز خبري اژانس له مخې د دغه برید مسووليت د "اتحاد المجاهدين" په نامه ډلې منلی دی.
وړاندې پاکستان د دا ډول بریدونو ګوته تر ډېره پاکستاني طالبانو ته نيوله او په افغانستان کې یې د طالبانو پر حکومت تور پورې کاوه چې هغو وسله والو ته پناه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو پلان جوړوي.
خو د طالبانو حکومت دا ډول تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او په پاکستان کې امنيتي پېښې یې د دوی کورنۍ ستونزه بللې ده.
خو دا ډول وسله وال بریدونه کولی شي د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر منځ د جګړو او تاوتریخوالي د بيا راپورته کېدو سبب وګرځي.
په وروستیو څو مياشتو کې د پاکستان پوځ او طالبانو حکومت د ځواکونو تر منځ سختې نښتې شوې او پاکستان د افغانستان پر خاوره ګڼ هوايي بریدونه کړي چې ملکي وګړو ته هم په کې درنه مرګژوبله اوښتې ده. خو پاکستان وايي د افغانستان دننه په هوايي بریدونو کې د وسله والو او د هغوی د همکارانو پټنځايونه په نښه کوي.
که څه هم په دې وروستيو کې نښتې يو څه کمې شوې دي خو بيا هم کله ناکله د کرښې په اوږدو کې د نښتو راپورونه ورکول کېږي او د دواوړو هېوادونو تر منځ سوداګري په ټپه درېدلې ده.
د خيبر پښتونخوا سيمو کې له څه مودې راهیسې امنيتي پېښې زياتې شوې چې د چاودنو تر څنګ د ډرون بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د دې تر څنګ د هدفي وژنو او تښتنو د پېښو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.
څو ورځې وړاندې جنوبي وزيرستان کې موټر بم چاودنې له امله څو تنو ته مرګژوبله اوښتنې وه او له دې وړاندې د شمالي وزيرستان په میرانشاه کې د وسله له خوا یو قومي مشر ملک سيف خان په ډزو ووژل شو چې وروسته ځايي خلکو د وسله والو پر پټنځايونو بریدونه وکړل.