په ۲۰۲۵ کال په ایران کې د اعدامونو کچه دوه برابره لوړه وه

د ایران بیرغ تر شنه اسمان لاندې رپېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران بشري حقونو بنسټ د دسمبر له پیله د لږ تر لږه ۱۵۰۰اعدامونو پخلی کړی
    • Author, سېبساټین اوشر
    • دنده, د بي بي سي منځني ختیځ شنونکی

د راپورونو له مخې اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ایران کې د اعدامونو شمېر د ۲۰۲۴ کال پرتله څه باندې دوه برابره زیات شوی دی.

ناروې کې مېشت د "ایران بشري حقونو" (IHR) بنسټ بي‌ بي‌ سي ته ویلي چې دوی د ډسمبر تر پیله د لږ تر لږه ۱۵۰۰اعدامونو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې تر هغه وروسته ګڼ شمېر نور اعدامونه هم ترسره شوي دي.

تېر کال د ایران بشري حقونو بنسټ وتوانېد چې د ۹۷۵ اعدامونو پخلی وکړي. خو کره شمېر یې هېڅکله هم روښانه نه وي ځکه ایراني چارواکي رسمې شمېرې نه خپروي.

خو دغه شننه یو ځل بیا د اعدامونو په کلني شمېر کې د پام وړ زیاتوالی ښيي، او دا شمېرې له هغو معلوماتو سره هم اړخ لګوي چې نورو څارونکو ډلو وړاندې کړې دي.

د ایران حکومت پخوا د اعدام سزا له کارولو دفاع کړې وه او ویلي یې وو چې دا سزا یوازې د "تر ټولو جدي جرمونو" لپاره کارول کېږي.

ایران کې د اعدامونو شمېر لا له وړاندې د زیاتېدو په حال کې و، چې په ۲۰۲۲ کال کې بیا د مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې له مړینې وروسته په ټول هېواد کې یې پر وړاندې پراخ لاریونونه پیل شول.

۲۲ کلنه کردۍ مهسا امیني په تهران کې د محتسبینو له خوا په دې تور نیول شوې وه چې ګواکې حجاب یې "ناسم" اغوستی و.

دا هغه اعتراضي غورځنګ و چې له ډېرو کلونو راهیسې د ایران د دیني مشرتابه د مشروعیت پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ګڼل کېده.

په ځواب کې یې بیا چارواکو د اعدامونو د شمېر کچه لوړه کړه. د ایران بشري حقونو بنسټ د تایید شوو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د دغو اعدامونو شمېر نږدې ۵۲۰ و چې په بل کال یې بیا ۸۳۲ ته لوړ شو.

که څه هم ځینې لاریونکوونکي او پر جاسوسۍ تورن ځینې کسان هم اعدام شوي، خو ۹۹ سلنه اعدام شوي کسان د وژنې یا نشه‌یي توکو د جرمونو له امله اعدام شوي دي او دا حالت لا پر خپل ځای پاتې دی.

فعالان وایي، ایران کې د اعدامونو کچه هغه مهال لوړېږي چې حکومت ځان تر ګواښ لاندې احساس کړي او موخه یې دا وي چې د خلکو په منځ کې د وېرې په خپرولو سره د کورني مخالفت مخه ونیسي.

د دې خبرې پخلی له دې هم کېږي چې د جون په میاشت کې له اسرائیلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، او همداراز سیمه کې د ایران د نیابتي ځواکونو له سترو ماتو وروسته، یو ځل بیا د اعدامونو په شمېر کې لوی زیاتوالی راغلی دی.

د سلګونو ایرانۍ مېرمنو اعتراض