کوم عوامل دي چې د امریکا په ټاکنو کې یې ښځې او سړي د یو بل پر وړاندې درولي؟

- Author, کتی کِی
- دنده, امریکا کې ځانګړې خبریاله
ډونالډ ټرمپ د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نارینه رای ورکوونکو پراخ ملاتړ لري، داسې حال کې چې نظر پوښتنې ښيې ډېرې مېرمنې بیا کمالا هرېس ته پر ټرمپ لومړیتوب ورکوي.
دا وېش د یوې لسیزې ټولنیز بدلون انعکاس دی او کولی شي د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې مهم او ټاکونکی رول ولوبوي.
کمالا هرېس د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د لومړۍ غیر سپین پوټکي او د دویمې مېرمنې په توګه چې ولسمشرۍ ته دومره نږدې شوې، هڅه کوي د خپل جنسیت په اړه خبرې و نه کړي.
نوموړې سي اېن اېن سره یوه مرکه کې ویلي: "ګورئ، زه د دې لپاره نومانده شوې یم چې پوهېږم، دمګړۍ د نژاد او جنسیت مسلې ته له پام پرته ټولو امریکایانو ته دغه کار لپاره غوره کس یم."
خو له دغو هڅو سره سره داسې ښکاري چې راتلونکو ټاکنو کې د جنسیت مسله مهمه شوې.
"ښځه ولسمشره" امریکا کې به یوه نوې خبره وي او ښکاره ده، چې که ګڼ کسان یې هرکلی کوي نو ډېرو نورو لپاره به بیا ښايي د اندېښنې وړ وي.
د هرېس کمپاین په دې اړه په عام ډول خبرې نه کوي، خو دې وروستیو کې یوه چارواکي مونږ ته ویلي، باور لري چې "پټ جنسیتي توپیر" شته چې یوه ډله خلک ښځینه نوماندانو ته له رای ورکولو راګرځوي.
۲۰۲۴ کال دی او داسې کسان لږ شته، چې نظر پوښتنو ته ځواب کې په ښکاره ووايي چې له یوې ښځې ولسمشرۍ سره مخالف دي (سره له دې چې ډېر یې پر خواله رسنیو د ښځو خلاف لیکل کوي.)
د یوه دیموکرات ستراتیژي جوړوونکي له نظره کله چې خلک په نظر پوښتنو کې وايي هرېس "چمتو نه ده" یا "مناسب شخصیت" نه لري او یا "هغه څه چې لازم دي نه یې لري"، په اصل کې مسله د هغې ښځهتوب دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټرمپ کمپاین وايي، له دې سره جنسیت هېڅ تړاو نه لري. د نوموړي د کمپاین ټیم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې: "کاملا کمزورې، نارښتینې او په خطرناک ډول لیبراله ده، نو ځکه به د امریکا خلک هغه د نومبر پر پنځمه رد کړي."
د ټرمپ یو جګپوړي سلاکار برایان لانزا په یوه پیغام کې راته وویل، ډاډه دی، چې ټرمپ ګټونکی دی ځکه چې "د نارینه جنیستي توپیر به زمونږ په ګټه وي."
تر دې مخکې هم چې کله یوه ښځه ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده وه، د جنسیتي توپیر مسله پکې په ښکاره حس کېده. اته کاله وړاندې هېلاري کلېنټن ولسمشریزو ټاکنو کې د لومړۍ ښځینه نوماندې په توګه راڅرګنده شوه. د هغې د کمپاین شعار "زه هغې سره یم" و چې د هغې په مخکښ توب کې یې رول لوبولی و.
کانګرېس کې د پنسیلوانیا د یوې استازې 'مدلین دین' هغه شېبه په یاد ده، چې د کلېنټن نوماندۍ په اړه یې له رائ ورکوونکو سره خبرې کولې. نوموړي ما ته وویل، په ۲۰۱۶ کال کې ورته خلکو ویلي و چې "د هغې په اړه یو مسله شته."
هغې وویل، ډېر ژر پوه شوه چې "حقیقت کې د هغوی موخه د هغې ښځه توب. دا چې [هېلاري] یوه ښځه وه، دا مسله وه."
که څه هم دین فکر کوي چې دا مسله ښايي اوس ډېره کمه وي، خو دا باور هم لري چې "ځینې کسان اوس هم وايي ځواکمه ښځه؟ نه، دا د باور وړ نه ده."
له ۲۰۱۶ کال راهیسې ښځو لپاره ډېر څه بدل شوي. په ۲۰۱۷ کال کې د ميټو "زه هم" نامه یوه کمپاین پیل شو چې د عامه پوهاوي کچه یې لوړه کړه.
دا هغه کمپاین و چې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض پر ضد پیل شوی و، هغه تبعیض چې ښځې په کار ځای کې ورسره مخ وې.
(مي ټو) ښايي د هارېس د نوماندېدو لپاره هم لار هواره کړې وي.
خو د ټولنې د یوې برخې په اند د تنوع او برابرۍ په برخه کې دا لوی ګامونه په حقیقت کې د شاته تګ په مانا تعبیر شوي، په ځانګړې توګه هغو ځوانو نارینه و چې احساسوله یې له قافلې وروسته پاتې دي. دا بدلونونه د هغو محافظه کاره امریکایانو لپاره له حده زیاتی و، چې د جنسیت په تړاو دودیز فکر ته لومړیتوب ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له همدې امله د رای ورکوونکو د یوې ډلې لپاره ، د نومبر ټاکنې وروستیو کلونو کې د جنسیتي نورمونو او ټولنیزو بدلونو په اړه په یو ډول ټولپوښتنې اوښتې دي. داسې ښکاري چې دا موضوع د هغو رائ ورکوونکو په اړه صدق کوي، چې کمالا هرېس هڅه کوي رايې یې ترلاسه کړي. او دا د ځوانو نارینهو رایې دي.
هارورډ پوهنتون کې د پالیسۍ انستیتیوت د نظر پوښتنې برخې مدیر جان دلا ولپه وايي: "ځوان نارینه ډېر کله احساسوي چې که [د دې مسایلو] په اړه پوښتنه وکړي، د ښځو ضد او نژاد پالنې تور پرې لګول کېږي."
نوموړې زیاتوي: "په دوی کې ډېر له دې امله چې نه درک کېږي، د نهیلۍ احساس کوي. وايي، د هغه نارینه فرهنګ پر لار لاړ شي چې د ډنالډ ټرمپ او ایلن مسک په څېر د خلکو په نامه یادېږي او یا د دیموکراتانو په لار چې ښځې، د جنین سقطوولو حق، اېلجيبيټي کیو یې لومړیتوب دی، نو مونږ څه شوو؟"
'دلا ولپه' چې د ځوانو رایه ورکوونکو د رايې ورکړې په برخه کې تخصص لري وايي، په دوی کې ډېر نارینه د ښځو د حقونو د برابرۍ ملاتړي دي، خو بل خوا بیا احساسوي چې خپلې اندېښنې یې له پامه غورځول کېږي.
دلا ولپه هغو شمېرو ته اشاره کوي، چې پکې لیدل کېږي چې د نن ورځې ځوان نارینه د ښځو پرتله په بد وضعیت کې دي: "دوی د پخوا پرتله ډېرو کمو اړیکو کې وي. کالج کې د شاملېدو احتمال یې کم دی او د خپل عمر ښځو پرتله پکې د ځان وژنې پېښې ډېرې دي."
په داسې حال کې چې ځوانې امریکايۍ ښځې د پرمختګ په حال کې دي. دوی له ښځو ډېرې زدکړې لري، او په زیاتېدونکي توګه د عاید لوړېدو برخه کې له نارینهو سره سیالي کوي.











