د پاکستان بلوچستان کې چارواکو ولې له وسله والو سره ګډ تصویرونه 'جرم' بللی؟

- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي-اردو څانګه
د پاکستان بلوچستان ایالتي حکومت خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د وسله والو ډلو اړوند کسانو سره له ګډو تصویرونو او ویډیويي کلیپونو له اخیستلو دې ډډه وکړي.
چارواکي وايي، د وسله والو پر ضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په صورت کې به بیا دا خلک د خپل زیان مسوولیت پرخپله غاړه لري. بلوچستان حکومت د ځايي حکومتي مرکزونو په دې تړاو د اعلامیو له خپرولو وروسته اوس په ورځپاڼو کې هم په دې هکله اعلانونه خپاره کړي دي.
د یادونې ده، چې له تېر یونیم کال راهیسې په بلوچستان کې د وسله والو لویې ډلې په ښاري سیمو کې فعالیتونه کوي او یا هم د لویو لارو په اوږدو کې کمینونه نیسي.
پر خواله رسنیو د دې پېښو په تړاو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې وسله وال کسان ځايي خلکو ته ویناوې کوي او یا هم د سیمې خلک له وسله والو سره ویډیويي کلیپونه جوړوي.
که څه هم خپلواکې سرچینې دا ویډیويي کلیپونه نه تائیدوي، خو د ځینو شنونکو په اند په ځايي خلکو کې له بلوڅ بېلتونپالو وسله والو سره خواخوږي کېدای شي وسله والو ته د دې خلکو نژدې کېدو لامل وي.
خو ځايي چارواکي بیا دا خبره نه مني او ادعا کوي، چې لامل یې ډار دی. د بلوچستان اعلی وزیر په دې هکله وايي: ''ترهګر عام خلک د ډال په توګه کاروي او دا اعلان ځکه خپور شوی، چې د دوی (وسله والو) پر ضد د فعالیتونو په ترڅ کې عامو خلکو ته زیان و نه رسېږي.''
بلوچستان کې د ۲۰۰۰ کال په پیل کې وسله والو فعالیتونه ډېر کړل او په ۲۰۱۸ کال کې بیا په دې کې نوي تکتیکونه ترسترګو شول.

د عکس سرچینه، Govt of Balochistan
په دې کې له څلورو تر اتو پورې وسله وال هم لیدل شوي، چې په ښاري سیمو کې یې پر امنیتي ځواکونو یا نورو هدفونو (ډله ییز ځانمرګي بریدونه) کړي.
په ۲۰۲۴ کال کې بیا د لویو لارو په اوږدو کې د وسله والو کمینونو او ښاري سیمو ته د وسله والو ډلو ننوتلو پېښې هم ولیدل شوې.
همدا روانه میاشت ګڼ شمېر وسله وال د بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې مستونګ ښار ته ننوتل او هلته یې پر دولتي مرکز (تحصیل دفتر) او دولتي بانکونو بریدونه وکړل.
له دې مخکې د روان کال پیل کې د بلوچستان یوې بلې سیمې خضدار په دوو ښارګوټو اورناچ او زهري کې وسله والو پر دولتي تاسیساتو د بریدونو ترڅنګ ځايي خلکو ته ویناوې هم وکړې.
د زهري یوه اوسېدونکي محمد اکرم (مستعار نوم) په خبره ځايي خلک د وسله والو ډلې یوه غړي په ځايي براهوي ژبه وینا اورېدو ته تر پایه ولاړ وو.
داسې هم لیدل شوي، چې ځینې خلک د وسله والو تنظیمونو له اړوند کسانو سره نه یوازې لیده-کاته کوي، بلکې سیلفي تصویرونه هم ورسره اخلي، ویډیويي کلیپونه ترې ثبتوي او بیا یې پر خواله رسنیو خپروي.
څو اونۍ مخکې د بلوچستان ګوادر او مستونګ سیمو ځايي چارواکو له لوري په اعلامیو کې له خلکو غوښتل شوي وو، چې وسله والو ته نژدې نه شي، خو تېره اونۍ بیا د بلوچستان حکومت له لوري په دې هکله په ورځپاڼو کې رسمي اعلانونه خپاره شول.
په دې اوږده اعلان کې ویل شوي: ''د بلوچستان په ځینو سیمو کې ځینې هېوادوال له ترهګرو سره سیلفي تصویرونه او ویډیويي کلیپونه ثبتوي، دا نه یوازې غیر مسوولانه کړنه ده، بلکې د پاکستاني قوانینو له مخې جرم بلل کېږي.''
په اعلان کې زیاته شوي: ''د ترهګرۍ پېښو په ترڅ کې یا له دې وروسته په مشکوکو ځایونو کې شتون، ګڼه ګوڼه جوړول یا ویډیو ثبتول او تصویرونه اخیستل د قانوني تعقیب لامل کېدای شي، بلکې د ځواکونو سملاسي غبرګون په ترڅ کې د دې کسانو ویشتل کېدو او ژوند بایلود لامل هم کېدای شي.''
په اعلان کې زیاته شوې، د غبرګون میکانیزم له مخې ترسره شویو فعالیتونو په ترڅ کې ''که کوم کس ته مالي یا د سر زیان واوړي، د دې بشپړ مسوولیت به د هماغه کس پر غاړه وي.''
له خلکو غوښتل شوي، چې له امنیتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي او له هر ډول مشکوکو فعالیتونو ډډه وکړي.











