بلوچستان: وسله وال بېلتونپال د ۴۸ بریدونو ادعا کوي، په کوټه کې موبائل انټرنیټي خدمات په ټپه درول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) وسله وال ادعا کوي، چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې ۴۸ بریدونه کړي دي. د یادونې ده، چې بلوچ راجي اجويي سنګر یا براس د وسله والو بېلتونپالو د یوه اتحاد برخه ده، چې بلوچ لیبرېشن ارمي یا بي ایل اې هم پکې شامله شوې وه.
د براس له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوی ''جنګیالي'' پر پاکستاني پوځ، ملېشه ځواک، پوځي تجهیزاتو او هغو ګاډو پرلپسې بریدونه کوي، چې له بلوچستانه معدني وسائل لېږدوي.
په اعلامیه کې راغلي: ''دا بریدونه د ۱۹۴۸ کال د مارچ ۲۷مې تورې ورځې په مناسب کېږي، چې پاکستان د زور له لارې بلوچستان اشغال کړی و. دا بریدونه له تېرې ورځې راهیسې روان دي او براس جنګیالو تر اوسه پورې ټول بلوچستان کې له ۴۸ ډېر بریدونه کړي دي.''
په اعلامیه کې زیاته شوي، چې دې بریدونو کې د ''اشغالګر پوځ او څارګرو ادارو'' ګڼ شمېر کسان وژل شوي او د پاکستاني مېلشه ځواک پوستې نیول شوې دي.
بلوچستان کې احتجاجونه
په ورته مهال بلوچستان کې د بلوڅانو همغږۍ کمېټې (بي وای سي) یوې مشرې ماه رنګ بلوڅ او نورو فعالانو د نیول کېدو پر ضد احتجاج روان دی.
پاکستاني چارواکو د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې پر موبائل ټیلیفون د انټرنېټ خدمات بند کړي دي. د انټرنېټي خدماتو شبکې د پنجشنبې پر ماښام غیر فعاله شوې، خو ځايي چارواکو په دې هکله تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.
د بلوڅانو همغږۍ کمېټې احتجاجونو په ترڅ کې د مرکزي ښار کوټې پریس کلب ته غځېدلې لارې هم تړل شوې دي.
په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم د وايي، د پولیسو له لوري د سختۍ له کبله پریس کلب ته د خبریالانو تګ راتګ هم له ستونزو سره مخامخ وو. پر چهارشنبه ځايي پولیسو پر فعالانو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه، ځینې یې ونیول او له همدې کبله د بي وای سي احتجاجي غونډه و نه شوه، خو پر پنجشنبه بیا د پریس کلب پر وړاندې احتمالي احتجاج ته په پام سره پولیسو دلته غځېدلې لارې تړلې وې.
په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، په داسې حال کې چې بي وای سي د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ماه رنګ بلوڅ نیول کېدو پر ضد احتجاج کوي، د بلوچستان نېشنل ګوند له لوري له خضدار سیمې تر کوټې ښار پورې لاریون کېږي.
د یاد ګوند مشر اختر مینګل په یوه ویډیويي بیان کې ویلي، که د بلوڅانو همغږۍ کمېټې نیول شوې مشرانې او فعالان خوشي نه شي، د دوی لاریون به پر پرلت بدل شي.
بل لور د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند وايي، د امنیت قانون ۱۴۴ مادې پلي کېدو له کبله د لویو لارو په اوږدو کې د احتجاج اجازه نه شته او بي این پي به د دې لپاره له مسوولینو اجازه اخلي.








