ولې موږ په ګڼ وګړې نړۍ کې یوازېتوب احساسوو؟
![د امریکایي رسام اډوارډ هوپر [Edward Hopper] د 'آټوماټ' [Automat] نومې نقاشي.](https://ichef.bbci.co.uk/ace/ws/640/cpsprodpb/5997/live/499cd800-b567-11f0-b21a-99b56b1fa370.jpg.webp)
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جوي سليم
- دنده, بي بي سي عربي
سره له دې چې اوسنۍ نړۍ د انسانانو ترمنځ د اړیکو له پلوه خورا سره پیلې او نژدې ده، خو په تاریخ کې کله هم په دې کچه وګړو د دومره یوازېتوب احساس نه دی څرګند کړی.
په ۲۰۲۳ کال کې، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې یوازیتوب د "نړیوالې عامې روغتیا ستونزه" ګرځېدلې، او دا یې مهمه وګڼله چې "یوازیتوب او ټولنیز ګوښیوالی د عامې روغتیا لپاره له سیګرټ څکولو یا چاغۍ هم ډېر خطرناک دي"، ځکه چې دا د زړه له ناروغیو، سکتو/ درېدنو، زوال او له وخت مخکې مړینې د خطر له زیاتوالي سره تړاو لري.
په وروستیو کلونو کې، بریتانیا او جاپان دواړو د "یوازېتوب چارو" لپاره ځانګړي وزیران ټاکلي، چې دا ګام یې په اړه د مخ پر ودې اداري اندېښنو کچه څرګندوي، څه چې د پرمختللي ژوند په پاڼو کې ژور ځای لري.
ډېرو څېړنو ښودلې چې د زېډ نسل (Gen Z) (هغه کسان چې د ۱۹۹۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ زیږېدلي) هغه نسل دی چې تر ټولو ډېر د یوازیتوب احساس کوي. د ۲۰۲۴ کال په پای کې د "ګلوبل وېب انډیکس" لخوا خپاره شوي راپور پر بنسټ، د دې نسل ۸۰ سلنه وګړو ویلي چې په تېر یو کال کې یې د یوازیتوب احساس کړی، هم مهاله د "بېبي بومر" نسل (هغه کسان چې د ۱۹۴۶ او ۱۹۶۴ کلونو ترمنځ زیږیدلي) یوازې ۴۵ سلنو یې دا احساس څرګند کړی.
د امریکا د څېړنو مرکز "کاپيټا" هم همدا لوری تایید کړی او اشاره یې کړې چې د "زېډ نسل" ځوانان "د پخوانیو نسلونو په پرتله په ټولنیزو فعالیتونو کې لږ ښکېل دي.
د کووېډ-۱۹ وبا د دې حالت یو له مخامخ لاملونو ګڼل کېږي، ځکه چې د بندیزونو او کور ناستیو له پای ته رسېدو وروسته یې هم ډېرو خلکو ته د پټېدو او ګوښيتوب عادتونه ورکړل.
خو نور کوم لاملونه دي چې نن ورځ یې نړۍ له نورو د بېلتون او د پخوا په پرتله د ډېر یوازېتوب احساسولو دې کچې ته رسولې ده؟
فردیت او له نورو د "ځغاستې دود"

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې ښکاري چې نني ژوند کې فردیت د "یوازېتوب د وبا" یوه ژوره ریښه ده.
څېړونکي پر دې باور دي چې د نوي لیبرالیزم ایډیالوژي، چې دا مفکوره یې ټینګه کړې چې خلاصون شخصي دی او هر فرد باید یوازې پر ځان تکیه وکړي، هغه چتر دی چې ترې لاندې یې د اندېښنې وړ داسې څه، لکه د یوازېتوب مخ پر زیاتېدونکي احساس وده کړې ده.
پر ځان بسیاینې ډېر باور انسانان خورا کمزوري کړي دي، دا د لوړې کچې ازادۍ او پر ځان باورۍ په لټه کې د زیان یو اړخ دی په داسې حال کې چې هغه اړیکې چې فرد ته یې معنا او تړاو ورکاوه، لکه ټولنې او سیمه ییزې ډلې، او د راټولېدو نور جوړښتونه له منځه تللي دي.
د پرله پسې لاسته راوړنو او "په ګټه پسې د ځغاستې" (hustle culture) کلتور په راپورته کېدو سره، بریالیتوب د یو نوي دین په څېر بدل شوی، او وخت د یو داسې پانګې په توګه ګرځېدلی چې ضایع کېدلی نه شي. دا کلتور د فردي کمال وهم تغذیه کوي او په انسان کې د بل چا اړتیا منلو وېره کري، یو داسې تخم چې له ودې سره انسان خوري.
د انسان د کمزورتیا څرګندول او منل یوه کمزوري ګڼل کېږي، نه له نورو سره د اړیکو یوه دروازه، چې دا کار افراد له ریښتینو او پیاوړو اړیکو په څنډه کوي.
دا هم په هغه وینا کې څرګندېږي چې نن ورځ پر خواله رسنیو او د ځان پرمختیا کتابونو کې ډله ییزه روان پوهنه واکمنه ده، چیرې چې د "ځان سره مینه" د تر ټولو لوړ لومړیتوب په توګه دودېږي، تر دې بریده چې له نورو سره اړیکه لومړیتوب نه ان ګواښونکې ښکاري.
پر ځان پام ساتلو پوهه او له نورو سره پولې ټاکل د فردیت په یوې نرمې ایډیالوژۍ بدله شوې، چې یو کس له راکړې ورکړې او انساني اړیکو په خپله ریښتینې اړتیا غافلوي، او یوازیتوب د رواني روغتیا (تعافي) په ژبه پلورل شوي محصول ته اړوي.
د بوسټن پوهنتون د ټولنپوهنې پروفیسره، الیسا ګولډمن، پر دې باور ده چې دا بدلون یوازې د کاري بېلګو یا ټیکنالوژۍ د بدلون له امله نه دی، د یوه ژور ډیموګرافیک بدلون له امله هم دی چې ټولنیز جوړښتونه یې په نوي بڼه رغولي دي.
هغه وايي: "زموږ د ټولنیز ګوښیتوب احساس ښايي له دې حقیقته رامنځته شوی وي چې موږ له ملګرو او کورنۍ سره لږ وخت تېروو او د څو لسیزو پخوا په پرتله لږ رضاکارانه کار کوو. خو دلته پراخ وګړني بدلونونه هم شته چې په دې کې مرسته کوي: خلک نن ورځ له خپلو کورنیو لرې ژوند کوي، لږ ماشومان لري، او د واده کچه مخ پر کمېدو ده. کله چې موږ د ټولنیز تړاو چارو ته وګورو، لکه د کورنۍ غړو شمېر یا د کورنۍ لیدنو کچه، نو دا روښانېږي چې دا ټول کم شوي دي. دا ټول لاملونه د ګوښي ژوند احساس راټولوي."
په دې معنا، یوازېوالی تشه رواني خبره نه ښکاري، ورسره د ټولنیز او کلتوري جوړښتونو د له منځه تلو یوه مخامخ پایله ده هغه څه چې د یو وزری انسان او ډلې ترمنځ یې توازن ساته.
پرمختللي ښارونه او د نږدېوالي وهم

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې پېر یوازېتوب د ورځني ژوند په مکاني جوړښت کې هم څرګندېږي. لکه چې فرانسوي انتروپولوژیسټ مارک اوژیه په خپل کتاب "لامکان" (Non-Place) کې بیانوي. نن ورځ انسان په داسې چاپېریال کې ژوند کوي چې د وخت تېرېدو لپاره جوړ شوي، نه د اوسیدو لپاره. هوایی ډګرونه، د سوداګرۍ مرکزونه، تمځایونه، شیشهیي دفترونه، او لنډمهاله چایخونې هغه ځایونه دي چې له انسانانو ډک دي، خو له تاریخ او اړیکو تش دي، نه حافظه جوړوي او نه هویت. په دې "لامواقعو" کې، لکه چې هغه یې بولي، تېرېدل د لیدنې ځای نیسي، او پرلپسې د منډو ژوند د تړاو ځای نیسي.
د اوژیه په وینا، پرمختللي ښارونه د یوه سر لپاره جوړ شوي، نه د ډلې ډلې خلکو او راټولېدنو لپاره ځکه تنګ اپارتمانونه، چټکې لارې، د تحویل چټک خدمتونه، او انلاین پیرودنې هغه څه دي چې دا ډول ځانګړتیاوې لري. عصري ژوند په ټوله نړۍ کې توپیر کوي، هغه ګډې فضاګانې او ټولنیز چاپیریال راکموي چې ټولنیز تعامل یې رامنځته کاوه.
موږ نن ورځ په خورا تړل شویو او بندو ښارونو کې ژوند کوو، خو په هره برخه کې د بېلتون کرښې موږ ځان ته راښکلي، له لفټ تر ځیرک ټلیفون پورې. واټن نور په کیلومټرونو کې د خلکو تر منځ نه دی لکه څنګه چې ګولډمن ورته اشاره وکړه، اوس په یوه جغرافیایي سیمه کې ان د متقابل لید او ګډ وخت نشتوالی دی، که یې ساده ووایو په یوه کور کې له چا سره د خبرو او ګډې ناستې وخت نشته.
هغه ګڼه ګوڼه چې هیڅوک په کې نه احساسېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
ښايي هغه مشهوره خبره چې مصري شاعر احمد عبدالمعطي حجازي د شلمې پېړۍ په نیمایي کې لیکلې وه، زموږ د ډیجیټل نړۍ پاراډوکس یا ظاهري تضاد رالنډوي: د پیغامونو، انځورونو او څېرو داسې ګڼه ګوڼه، چې له یوه بل سره ریښتینې اړیکه په کې ناشونې بریښي.
د معاصرې نړۍ په خپله لوستنه کې، الماني الاصله د سویلي کوریا فیلسوف بیونګ-چول هان پر دې باور دی، هغه څه چې موږ نن ورځ "یوازیتوب" بولو، په کلاسیکه معنا ګوښیتوب نه دی، په اصل کې د هغه څه پایله ده چې هغه یې "د بل چا له منځه تلل" بولي، او دا د معاصرې پانګوالو ټولنو ځانګړتیا بولي.
موږ نور په داسې نړۍ کې ژوند نه کوو چې یو بدل او متفاوت څه سره مخ کېږو او په موږ کې څه احساس او متقابله غوښتنه راپاروي، موږ په یوه داسې فضا کې چې زموږ د خپلو شخصیتونو غږ بېرته راوړي ژوند کوو.
د هغه په اند، ټولنیزې رسنۍ اړیکه نه رامنځته کوي، ورته والی بیا بیا رادبره کوي. الګوریتمونه هغه څه وړاندې کوي چې موږ یې دمخه خوښوو، او هغه عکسونه چې موږ یې خپل ځان ته ډېر ښکاره کوو ترڅو نورو ته یې ورسوو ډېر زموږ مخې ته راځي.
د "ورته والي په دې دوزخ" کې، لکه چې هغه یې بولي، د لیدنو او ناستو لپاره اړین واټن له منځه ځي، ځکه چې د هغه په وینا، د بل چا غوښت او اړتیا یوازې د هغوی د نشتوالي په پایله کې رامینځته کیږي.
په دې توګه، هغه ټولیز ډاډ او دایمي شتون چې ډیجیټل پلیټ فارمونه یې موږ ته راکوي، د یوازېتوب په یو نوي بڼه بدلیږي: هرڅوک لیدل کیږي، خو هیڅوک په ریښتینې بڼه نشته. هرڅوک هرڅوک ویني، خو هیڅوک په ریښتیا "نه پوهیږي".
هان لیکي "دا شتوالی د بل کس حقیقي حضور له منځه وړي" ځکه چې دا هغه ابهام لرې کوي چې اړیکه شونې نه ده.
د کار په ټولنه کې چې هغه یې په خپل کتاب "د دندې سوځېدنې ټولنه" کې روښانوي، فرد په خپل ځان کې د یو دایمي پرمختګ پروژې په توګه تړل کېږي، نو د دې پر ځای چې له نورو سره اړیکه ونیسي، خپل ځان کمزوری کوي.
هغه ګوښیتوب چې ته یې غواړې

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه څه چې ډیر خلک په ننۍ نړۍ کې ترې شکایت کوي، ښايي د هغه چا لپاره چې د نورو په شور کې کلابند وي، یوه هیله وي.
او دلته د یوازیتوب او ګوښیتوب ترمنځ توپیر ته اشاره کول مهم دي، ځکه چې دویمه (انزوا) او ګوښه والی په تاریخ کې د ډېرو فیلسوفانو او مفکرینو لخوا د ستاینې موضوع وه.
سیاسي مفکرې حنا ارنډټ په خپل وار سره د یوازیتوب، انزوا او ګوښه کېدو ترمنځ توپیر کړی دی.
د هغې په وینا ګوښیتوب هغه دی کله چې "زه له ځان سره نه یم او نه هم د نورو په ملګرتیا کې"، او دا هغه څه دي چې د دردناک احساس لامل کېدلی شي.
سره له دې، هغه پر دې باور ده چې دغه څه پر اوږد مهاله "ګوښه کېدو" بدلېدلی شي، چې هغه یې د فکر کولو شرط ګڼي او داسې انګیري چې ګوښه نه شو فکر کولو ته به چاپېریال جوړ نه شي.
"د فکر ژوند" په نوم په خپل کتاب او همدا ډول یوه بل کتاب "ایشمن په بیت المقدس کې: د شر د بې اهمیتۍ راپور" کې، ارنډټ څرګندوي چې فکر د نورو خلکو په شتون کې نه را ټوکېږي، له خپل ځان سره د انسان په خبرو اترو کې رامنځته کېږي، کوم چې هغه یې "یوه نښه او دوه غشي" بولي.
د هغې په اند، تر ټولو لوی خطر یوازېتوب نه دی، بلکې د فکر نشتوالی دی، ځکه کله چې انسان د خپل ځان له شاتګ او د خپلو کړنو په تړاو له پوښتنې کولو بې وسه وي، نو هغه د ډلې د شا تګ لامل کېږي هم، "د هغه څه سره چې هرڅوک یې کوي او باور پرې لري، ځان ټیله کوي." او په دې سره هغه شر زیږېږي چې مفکرې "بې اهمیت" بللی و، ځکه چې دا د فکر کولو د نشتوالي پایله ده.
هغه پر دې باور ده چې ګوښه کېدل د قضاوت له وړتیا سره تړاو لري، ځکه هغه څوک چې دغه څه له لاسه ورکوي، د خیر او شر ترمنځ د توپیر کولو خپله وړتیا هم بایلي.
دلته انزوا او ګوښیتوب خپل مفهوم ساتي، او نور له نورې نړۍ تېښته نه وي، ورته د یوې داسې کړکۍ پرانیستل کېدل وي چې انسان په کې خپل ځان ته غوږ نیسي چې پوه شي، څنګه له نورو سره خبرې وکړي.
او نن ورځ، په داسې حال کې چې موږ خپل ځان د بل هر وخت په پرتله ډېر یوازې ګڼو، کېدلی شي په حقیقت کې موږ د "ګوښه کېدو" د تمرینولو اړتیا لږه ولرو، ځکه چې موږ ان په خپل یوازېتوب کې هم له بهرنۍ نړۍ داسې یوه درنه اړیکه کې یو چې په ناپوهېدلي ډول زموږ پر سکرینونو او ټلیفوني پردو راننونځي، څه چې موږ ترې کله هم پټ نه یو.
له دې ځایه ویلی شو چې هغه څه چې د "یوازېتوب په وبا" کې د اندېښنې لامل کېږي، یوازې یو ټولنیز کړکیچ نه دی، ورسره تر هرڅه دمخه د کورنيو خبرو اترو کړکیچ دی، یعني په ډله ییزه توګه دا وړتیا له لاسه ورکول چې یوازې د خپل ځان په ملګرتیا کې پاتې شو.








