جرمني کې د کریسمس پر یوه بازار برید: د وژل شویو شمېر پنځو تنو ته رسېدلی
د جرمني په ختیځ ښار ماګدیبورګ کې ځايي چارواکي وايي، د خلکو ګڼې ګوڼې ته د یوه موټر ننوتو له کبله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.
دا پېښه چې د ځايي مسوولینو په خبره یو برید ښکاري، د کرسمس (عیسویانو اختر) په یوه ځانګړي بازار کې رامنځته شوي.
د ځايي پولیسو خبري شبکې ایم ډي ار د رپوټ له مخې دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، په پېښه کې له ۲۰۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي، چې د ۱۵ تنو روغتیايي وضعیت خواشینوونکی دی.
د ساکسونې-انهالت ایالتي مشر د پېښې ځای کې خبریالانو ته وویل، مشکوک بریدګر چې نیول شوی دی، ۵۰ کلن سړی دی، د سعودي عرب تابعیت لري، په ۲۰۰۶ کې جرمني ته راغلی او د یوه ډاکتر په توګه یې دنده درلوده.
د نوموړي په وینا تحقیقات ښيي، چې بریدګر دا برید په یوازې سر کړی او په وینا یې د ټپیانو شمېر ته په کتو سره د مړینې شمېر زیاتېدو احتمال نه ردوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پېښې ځای کې اخیستل شوي تصویرونه ځینې کسان ښيي، چې پر ځمکه پراته دي او د بېړنیو خدمتونو ادارو ګاډي د پېښې ځای کې ولاړ دي.
ځايي پولیس وايي، د پېښې په سیمه کې ''پراخ عملیات'' روان دي. په یوه ناتائید شوې ويډیو کې یو موټر لیدل کېږي، چې په چټکۍ سره د بازار په منځ کې د روان خلکو منځ ته ننوځي.
د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د ماګدیبورګ ښار یوه ویندوی له قوله ویل شوي، په سیمه کې ټول روغتونونه د ''تلفاتو یوې لویې پېښې'' ته چمتوالی کوي.

غبرګونونه
د جرمني صدراعظم (چانسلر) اولاف شولز وايي، له ماګدیبورګه راغليو رپوټونو ''د ناوړه وضیعت په هکله ویره راسره پیدا کړې ده.''
نوموړي زیاته کړه: ''له قربانیانو او د دوی له خپلوانو سره خواخوږي څرګندوم. موږ د دوی تر څنګ ولاړ یو او د ماګدیبورګ ښار د ټولو اوسېدونکو تر څنګ یو. زه په دې سختو ساعتونو کې د بېړنیو خدماتو او مرستندویانو مننه کوم.''

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې امریکا "د مګدېبورګ په برید سخت متاثره ده."
"موږ له اغېزمنو کسانو سره خپله خواخوږي څرګندوو او له خپل ملګري او متحد جرمني سره ولاړ یو."
د بریتانیا صدراعظم وایي چې د جرمني په کرسمس بازار برید "ډېر وحشتناک" دی. سر کېیر سټارمر وایي چې هغه "د مګدېبورګ په کرسمس بازار کې د دې وحشتناکې پېښې له امله سخت متاثره شوی."
هغه د جمعې په شپه په "ایکس" کې ولیکل: "زما اندونه له قربانیانو، د هغوی له کورنیو او ټولو اغېزمنو سره دي. موږ د جرمني د خلکو ترڅنګ ولاړ یو."
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون پر "ایکس" لیکلي "د هغه وحشت له امله مو چې د مګدېبورګ د کریسمس بازار ته رسېدلی، ژور ټکان خوړلی دی."
هغه زیاته کړه: "فرانسه د جرمني د خلکو په درد کې شریکه ده او خپل بشپړ ملاتړ ورسره ښيي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایټالیا صدراعظمه وایي، "دا لومړی ځل نه دی چې داسې پېښه کېږي".
جیورجیا میلوني وایي چې هغې "د جرمني خلکو، ټول جرمني سره خپله بشپړه خواخوږي څرګنده کړه."
هغې خبریالانو ته وویل: "دا لومړی ځل نه دی چې داسې پېښه کېږي - دا لومړی ځل نه دی چې د کریسمس شاوخوا داسې پېښه شوې وي."
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي د جمعې د بریدونو وروسته څرګندونې کړې دي، ویلې یې دي: "تشدد باید هېڅ ځای بریالی نه شي."
هغه زیاته کړه: "موږ ټول د مګدېبورګ د کریسمس بازار کې د وحشتناک برید په اړه د وېروونکو راپورونو په اورېدو حیران یو."
لکه څنګه چې راپور ورکول شوي، ګومان کېږي چې مشکوک کس یو سعودي ډاکټر دی چې په جرمني کې دایمي اوسېدونکی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مګدېبورګ له جمعې ورځې پېښې وروسته، د سعودي عربستان پاچاهۍ د "جرمني له خلکو او د قربانیانو د کورنیو سره پیوستون" څرګند کړ.
د بهرنیو چارو وزارت په "ایکس" کې په یوه لنډ بیان کې دغه برید غندلی دی.
د اسپانیا صدراعظم، پیډرو سانچیز د نړۍ د نورو مشرانو په شان د مګدېبورګ برید غندلی دی.
د اروپایي کمېسیون مشره اورسولا فون دیر لاین د مګدېبورګ برید "وحشیانه او بزدلانه عمل" وباله او دا یې وغانده.

دا لومړی ځل نه دی، چې په کرسمس بازار کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي.
له دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د تونس انیس امیري چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې عریضه کړې وه او له اسلامي دولت نومې ډلې سره یې تړاو درلود، د برلین په کلیسا بازار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه لارۍ خېژولې وه، چې پایله کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او ۴۹ نور ټپیان وو.
له هغې پېښې دوه کاله وروسته د فرانسې ستراسبورګ ښار کې یوه ټوپکوال د کرسمس بازار پر مشتریانو ډزې وکړې، پنځه کسان یې ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل. بریدګر بیا دوې ورځې وروسته د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.












