بلجیم کې خلک په موټر وهل شوي، ۶ کسان مړه دي

بېلجیم

د عکس سرچینه، EPA

د بلجیم سویل کې د 'سټرېپي براکژنېرې' په نوم یوه کوچني ښار کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې موټر خېژول شوی او تر اوسه دې پېښه کې د شپږ کسانو مړینه تایید شوې ده.

دا ښار د پلازمېنې بروکسل د سویل په شاوخوا ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د رپوټونو له مخې دغه کسان چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ تنو ته رسېده، د یکشنبې سهار یوه کارنیوال کې د ګډون لپاره راټول شوي وو.

د پولیسو یوې ویاندې بي بي سي ته ویلي چې پېښه کې ګڼ نور کسان ټپیان هم دي، چې د ځینو ټپونه ژور دي.

ټکر

د عکس سرچینه، Reuters

د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي خو پولیسو دا رد کړې چې ترهګریز برید دې وي.

د ځايي پولیسو یوې ویاندې کرېسټینا لانونکو ویلي: "دا یوه پېښه ده، ویرجنه پېښه. موټر خلک ووهل او غوښتل یې ادامه ورکړي، خو ژر د پولیسو لخوا ودرول شو."

هغې زیاته کړې چې چلوونکی او موټر کې نور سپاره کسان نیول شوي دي.

وړاندې د بلجیم ځینو رسنیو داسې رپوټونه ورکړي وو چې ګوندې دا پېښه د پولیسو لخوا د دغه موټر د تعقیب پر مهال چې د تښتېدو هڅه یې کوله، رامنځ ته شوې ده.

خو امنیتي سرچینو دا رپوټونه رد کړي دي.

د بلجیم کورنیو چارو وزیرې انلیس ورلیندېن پر خپل ټویټر لیکلي: "د نن سهار په دې پېښه کې د وژل شویو او ټپي شویو له کورنیو او ملګرو سره ژوره خواشیني څرګندوو."

هغې زیاته کړې چې د یوه ښکلې مېله په غمیزه اوښتې او دوی وضعیت له نږدې څاري.