"استرالیا کې پر پلیو خلکو موټر خېژوونکی افغان دی"

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیس وايي، تورن کس پر نشه یي توکو روږدی دی او دغې پېښې ته له ترهګرۍ سره تړاو نه شي ور کولی

د استرالیا پولیس وايي، هغه کس چې په میلبورن ښار کې یې په لوی لاس پلي کسان په موټر ووهل افغان الاصله کډوال دی چې پر نشه يي توکو روږدی او رواني ستونزې یې لرلې دي.

په یاده پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي چې له ډلې یې د یوه ماشوم روغتيايي وضعیت د ډاډ نه دی.

پولیسو ویلي، دمګړۍ یادې پېښې ته له ترهګرۍ سره تړاو نه شي ور کولی.

پولیس وايي، د موټر چلوونکی او یو بل کس یې د پېښې په تړاو نیولي دي.

د دوی په خبره، موټر چلوونکی افغان الاصله استرالیايی دی.

د راپورونو له مخې، د پېښې په ځای کې یو بل کس چې له پېښې یې فلم اخیسته هم نیول شوی، خو ویل شوي دغه کس له موټر چلوونکي سره تړاو نه درلود.

دغه پېښه د میلبورن ښار په له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې رامنځته شوې ده.

هغه انځورونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي، پکې پلي کسان سپین رنګه موټر ته څېرمه پر ځمکه پراته لیدل کېږي.

.

یوه عیني شاهد ويلي، موټر یې پر ټولو وروست او خلک پر ځمکه پراته وو.

یو بل بیا وايي، دا هر څه د ۱۵ ثانیو په موده کې پېښ شول.

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تېر کال هم په دغه ښار کې پر پلیو کسانو موټر وروستل شو چې له امله یط ۶ کسان ووژل شول

د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم په دغه ښار کې پر پلیو کسانو موټر وخېژول شو چې له امله ۶ کسان ووژل شول.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیسو له خلکو غوښتې د پېښې ځای ته له تګ ډډه وکړي