هالنډ پولیسو هغه بریدګر په موټر وهلی چې اپل مغازه کې یې خلک یرغمل کړي وو

د عکس سرچینه، EPA
هالنډ کې پولیس وايي، هغه کس یې په موټر وهلی او له پښو غورځولی دی، چې په امستردام ښار کې یې د اپل کمپنۍ په مرکزي مغازه کې د خلکو یرغمل کولو هڅه کوله.
دغه وسله وال کس له ټپي کېدو وروسته د روباټ په وسیله تالاشي شوی.
پېښه لومړی د وسلې په زور د غلا هڅې په توګه پیل شوه، چې وروسته یې د یرغمل کولو بڼه خپله کړه او لږ تر لږ یو کس تر څو ساعتونو پورې یرغمل نیول شوی و.
ځايي پولیس وايي، یرغمل شوی کس وروسته روغ رمټ ازاد شو او ډاکترانو د نیول شوي بریدګر درملنه کړې.
د امستردام لییډسپلین سیمه کې د اپل شرکت مغازې ته لومړی ځل پولیس له ځايي وخت سره سم مازدیګر اووه بجې او څلوېښت دقیقې وغوښتل شول.
په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې هالنډي رسنیو خپور کړی، یو سړی لیدل کېږي، چې په یوه لاس وسله ښوروي او په بل یې یو سړی نیولی.
پولیسو سملاسي له خلکو وغوښتل چې په مغازه کې د ایسار پاتې کسانو خوندیتوب په خاطر د پېښې له ځایه په ژوندۍ بڼه د تصویرونو خپرول پرېږدي.

د عکس سرچینه، Getty Images
عیني شاهدانو د اې تي ۵ خبري شبکې ته ویلي، د پېښې لومړیو شېبو کې یې د ډزو غږونه واورېدل، خو ځايي پولیسو دا رپوټونه نه دي تایید کړي.
ځايی پولیسو وروسته په یوه ټویټر پیغام کې وویل دوی ''وتوانېدل یرغمل کوونکی له مغازې وتلو وروسته په موټر ووهي او کابو یې کړي. ''
د این او سي خبري وېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، بریدګر د امستردام ۲۷ کلن اوسېدونکی دی، چې ډېرو پیسو غوښتنه یې کوله.
د اپل شرکت دا مغازه د ښار په مرکزي برخه کې موقعیت لري.
دا مرکزي مغازه د ۲۰ پېړۍ په یوه مهمه ودانۍ کې ده، چې د ښار مرکزي برخې یوه لوی میدان په سویل کې ودانه شوې ده.









