امریکا کې پر معبد د برید په تړاو بریتانیا کې دوه کسان نیول شوي

ملک فیصل

په امریکا کې د یهودانو پر معبد د یوه وسله وال برید په تړاو بریتانیا کې دوه کسان نیول شوي دي.

د جنورۍ پر ۱۵ مه د بریتانیا بلکبورن سیمې اوسېدونکي ۴۴ کلن ملک فیصل اکرام د امریکا ټکساس ایالت په معبد کې څلور کسان یرغمل کړل.

نوموړی له ۱۰ محاصرې وروسته امنیتي ځواکونو وواژه او یرغمل کسان خوندي ازاد شول.

اوس د بریتانیا مانچسټر سیمې پولیس وايي، دوه کسان یې د دې پېښې په تړاو نیولي دي.

پولیس د جنورۍ پر شلمه همدې مانچسټر او برمنګهم سیمو کې له دوو نیول شویو کسانو پوښتنې ګروېږنې کوي.

ځايي پولیس وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونه له امریکايي مسوولینو سره په شریکه د دې پېښې په تړاو پلټنې کوي.

د امریکا ډالاس ته نژدې ګنګریجشن بیت اسراییل نومي معبد کې له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې ۱۱ بجې ملک فیصل اکرام څلور کسان د وسلې په زور یرغمل کړل او د وژل کېدو تر مهاله همالته پاتې شو.

اکرام ګهیځ مهال د بې کوره کسانو په جامه کې دې معبد ته داسې حال ننوتی و، چې هلته عبادت پیل کېده او وروسته یې وسله راوایسته.

له یرغمل شویو کسانو یو شپږ ساعته وروسته او پاتې درې له دې څو ساعته وروسته خوشي شول.