امریکا کې پر معبد بریدګر بریتانوی و؛ د عافیه صدیقي د خوشي کولو غوښتنه یې کوله

ټکساس برید

د عکس سرچینه، EPA

د امريکا ولسمشر جو بایډن اشارتاً تاييد کړې چې د متحده ایالاتو تکزاس ايالت د يهوادنو په عبادت ځاى کې د عبادت کوونکو برمته کوونکي د پاکستانۍ ساینسپوه عافيه صديقي د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه چې محکمې په ترهګرۍ پړه پېژندلې او امریکا کې زنداني ده.

ولسمشر بایډن وویل، غواړي خلکو ته ډاډ ورکړي چې ''دا ډول بریدونه ورته د زغملو نه دي او په وینا یې امریکا دا وړتیا لري چې د دې ډول بریدونو مخه ونیسي. ''

''د امریکا ولسمشر وايي په دې تړاو لا کافي معلومات نه شته، چې وښيي ولې د یهودانو عبادت ځای په نښه شوی دی او ولې یرغمل کوونکي د داسې چا د خوشي کولو غوښتنه کوله چې لس کاله کېږي زنداني ده او ولې هغه د یهودانو او اسراییل ضد خبرې کولې. ''

که څه هم ښاغلي بایډن د چا نوم نه دی یاد کړی، خو امریکايي امنیتي چارواکو ویلي، یرغمل نیونکي په خبرو کې په امریکا کې د زنداني عافیه صدیقي د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

پاکستانۍ عافيه صديقي ۲۰۰۸ میلادي کال کې له القاعدې سره د اړيکو په تور افغانستان کې ونيول شوه او اوس په ټکزاس کې زنداني ده.

ولسمشر بايډن دا يوه ترهګريزه کړنه بللې. څلور عبادت کوونکي چې برمته نيول شوي وو له پېښې خوندي وتلي.

برمته کوونکى د بريتانيا تبع او نوم يې ملک فيصل اکرم ښوول شوى دی.

د نوموړي کورنۍ د يوې وينا پاڼې په خپرولو بښنه غوښتې او ورور يې ويلى چې هغه رواني ناروغي لرله.

د بريتانيا په مانچسټر ښار کې پوليسو له امريکايي چارواکو سره د پلټنو په لړ کې د همکارۍ لپاره دوه تنه تنکي ځوانان د پوښتنو ګروېږنو په موخه نيولي دي.

له دې مخکې د امريکا فدرالي اداره (اېف بي ای) وویل يوه کس چې ملک فيصل اکرم نومېږي او بريتانوی تبعه دی څلور تنه يې يرغمل کړي وو چې دغه کسان د پوليسو له خوا د برمته کوونکي له منګولو خلاص شوي دي.

کانگریگیشن

د عکس سرچینه، Getty Images

د پېښې د پيل پر مهال د يهودانو په عبادت ځای کې مراسم په ژوندۍ بڼه خپرېدل او مخکې له دې چې تصوير پرې شي، د يوه کس له خولې اورېدل کېدل چې نه غواړي چا ته زيان ورسوي.

د عبادت ځای مشر هم په هغو څلورو کسانو کې و چې د ياد کس له خوا برمته شوي وو.

له څلورو يرغمل شويو يو یې شپږ ساعته وروسته خوشي شو په داسې حال کې چې درې نورې یې څو ساعته وروسته د پوليسو له خوا وژغورل شول.

د ژغورنې دې عملياتو لس ساعته وخت ونيو، سيمه ييزو پوليسو په يوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ، چې ټول يرغمل کسان خوشي شوي او مشکوک کس وژل شوی دی.

د امريکا امنيتي چارواکو وايي د دې پېښې په اړه په نړيواله کچه پلټنې پيل کړې دي.