امریکا کې پر معبد د برید کوونکي ورور له هغه غوښتي و چې تسلیم شي

د هغه بریتانوي سړي ورور چې امریکا کې یې د یهودانو یوه معبد کې څلور کسان یرغمل کړي و، په وروستۍ ټیلفوني اړیکه کې له ده غوښتي و، چې تسلیم شي.
دا څرګندونې له هغه ویډیويي ثبت شوي کلیپه معلومې شوې، چې یوه نسخه یې جیویش کرانیکل خبري شبکې موندلې ده.
د بریدګر ملک فیصل اکرم او کورنۍ تر منځ یې هغه مهال شوې، چې نوموړي په معبد کې دننه محاصره وه.
نوموړی د خپل ورور غوښتې په ځواب کې وايي، چې دی هلته د 'وژل کېدو لپاره 'تللی.
ډالاس ته نژدې د ټکساس دې معبد کې له نژدې لس ساعته محاصرې وروسته ۴۴ کلن اکرام د امریکايي امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.
نوموړی ګهیځ مهال معبد ته د بې کوره کسانو په جامه کې ننوتی و او وروسته یې هغه کسان یرغمل کړل چې هلته په عبادت بوخت وو.
یرغمل شوي کسان په خوندي توګه له معبده وایستل شول.
د جیویش کرانیکل مسوولینو په وینا دوی دا غږیز کلیپ له امنیتي چارواکو تر لاسه کړی دی.
که څه هم بي بي سي د دغه کلیپ کره والی نه شي تضمینولای، خو ماهرین وايي، دوی ګومان کوي چې اصلي دی.
له دې کلیپه د اکرام کورنۍ هغه هڅې چې د نوموړي تسلیمېدو لپاره یې کړې، خپله د اکرام ذهني کیفیت او دغه راز په معبد کې دننه تاوتریخجن وضعیت جوتېږي.
په کلیپ کې د اکرام ورور ګلبار غږ اورېدل کېږي، چې بیا - بیا له هغه د تسلمېدو غوښتنه کوي، هغه ته وايي چې یرغمل کسان بې ګناه خلک دي او ده ته خپل ماشومان وریادوي.
خو په ځواب کې وسله وال بریدګر اوریدل کېږي چې وايي، دی وژل کېدو ته چمتو دی او غواړي 'د شهادت مرګ ومومي. '
دی زیاتوي:
'یوازې دوې اونۍ کېږي دلته راغلی یم او دوی مې ټول د ټوپک په نښه کړي دي، زه بېرته کورته ستنېږم، خو په کفن کې به راځم. '
د څلورو کلیمو په یوه پرلپسې شعار کې نوموړی په منځني ختیځ کې د امریکايي او یهودانو پوځي عملیاتو یادونه کوي.

د عکس سرچینه، EPA
نوموړی دغه راز پرلپسې د پاکستانۍ ساینسپوه عافیه صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه کوي، چې امریکا کې په زندان سزا محکومه شوې.
د یادونې ده، چې اغلې صدیقي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژنې هڅو په تور د امریکا په فورټ ورت زندان کې د ۸۶ کاله زندان سزا تېروي.
اکرام په دې کلیپ کې اورېدل کېږي چې خپل ورور ته وايي:
'دوه کاله مې د دې ورځې لپاره الله تعالی ته دعاوې کړې. '
د یادونې ده، چې د بریتانیا استخباراتي ادارې ایم ای ۵ اتلس میاشتې مخکې له اکرامه پوښتنې ګروېږنې کړې وې او نوموړی یې د ملي امنیت لپاره خطرناک نه و بللی.
نوموړی ۲۰۲۰ کال اوږدو کې د بریتانوي امنیتي ادارو په څار لیست کې شامل و او په هماغه کال کې ترې پوښتنې، ګروېږنې شوې.
اکرام چې بریتانیا کې یې جنايي سابقه درلوده، په ۲۰۲۱ کال کې له فعال لیسته د داسې کسانو لیست ته اچول شوی و، چې خطرناک نه بلل کېږي.










