د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو ټاکنې د کډوالۍ پر تګلارو څه اغېز لري؟

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د بریتانیا د محلي شوراګانو د رایو د شمېرنې لومړنۍ پایلې ښيي چې، ښي اړخی ګوند د بریتاینا د اصلاحاتو( یو.کی.ریفورم) ډېرې څوکۍ ګټلي دي.

دوه اصلي دودیز ګوندونه، واکمن کارګر ګوند او د حکومت اصلي مخالف، محافظه کار ګوند، د هېواد محلي شوراګانو کې سلګونه څوکۍ بایللي دي.

بلخوا، کیڼ اړخي زرغون ګوند او منځلاري لیبرال ډیموکرات ګوند ډېر ملاتړ ترلاسه کړی دی.

کارګر ګوند وايي، په ویلز کې یې ماتې خوړلې، هلته چې دوی ۲۷ کاله وړاندې د واک له وېش راهیسې لږ تر لږه د حکومت یوه برخه په واک کې درلوده. په سکاټلنډ کې هم د رایو شمېرنه روانه ده او د سکاټلنډ ملي ګوند (SNP) د بریا ادعا کړې ده.

کارګر ګوند په سیمه ییزو شوراګانو کې په سلګونو څوکۍ له لاسه ورکړي او په انګلنډ، سکاټلنډ او ویلز کې د رایو د شمېرنې په دوام سره له نورو سختو پایلو سره مخ دی.

دغه ګوند په هغو سیمو کې هم ماتې خوړلې چې له لسیزو راهیسې یې په کې پراخ اغېز درلود.

د بریتانیا رای ورکوونکي د پنجشنبې پر ورځ، د می پر ۷مه، په څو هممهاله ټاکنو کې د ګډون لپاره د رایو صندوقونو ته لاړل:

په انګلنډ کې د محلي شوراګانو ټاکنې (د شاوخوا ۱۳۶ ښاري او ځايي شوراګانو د غړو ټاکل).

د انګلنډ په څو مهمو ښارونو کې د ښاروالیو ټاکنې.

په سکاټلنډ او ویلز کې د محلي پارلمانونو ټاکنې.

واکمن کارګر ګوند د لومړي وزیر کېیر سټارمر په مشرۍ، په وروستیو کلونو کې ترټولو سخته ټاکنیزه ماتې تجربه کړې ده. ښاغلي سټارمر ویلي چې د دې پایلې مسؤلیت مني، خو استعفا به نه ورکوي.

هغه د کارګر ګوند پایلې "سختې" او "دردناکې" وبللې، خو ټینګار یې وکړ: "دې ته ورته ورځې زما هوډ د هغه بدلون لپاره چې ژمنه مې کړې وه، نه کمزوری کوي." هغه زیاته کړه: "کله چې رای ورکوونکي داسې پیغام استوي، موږ باید پر هغه فکر وکړو او ځواب ورکوو."

د ښاغلي سټارمر په وینا، ډېر خلک د هېواد پر سخت اقتصادي ټکان او نړیوالو صنعتي هڅو وړاندې "سترې ننګونې" درک کوي. هغه دا هم وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د رای ورکوونکو د باور ترلاسه کولو لپاره د کارګر ګوند راتلونکي ګامونه روښانه کړي.

د کډوالۍ تګلارې

د نایجل فاراج په مشرۍ د " بریتانیا اصلاحات" ګوند تر اوسه په انګلنډ کې د سر ګټونکی دی. دغه ګوند په سلګونو څوکۍ ګټلي او په هغو سیمو کې یې د شوراګانو کنټرول ترلاسه کړی چې په تاریخي ډول د کارګر او محافظه کار ګوندونو په لاس کې وې.

ښاغلي فاراج ویلي چې ترلاسه شوې پایلې د بریتانیا په سیاست کې د یو تاریخي بدلون نښه ده.

په اوسنیو ټاکنو کې د دغه ګوند مخکښوالی کولی شي په راتلونکو ټول‌ټاکنو کې په واک کې د دوی د لا پراخ ګډون او د پارلمان د کنټرول لپاره لاره هواره کړي.

زموږ همکار لطف الله لطیف چې د بریتانیا اړوند چارې څاري وايي، د دغه ګوند مخکښوالی د واکمن ګوند له اوسنیو سیاستونو د خلکو د ناهیلۍ پایله ده. نایجل فاراج، چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو (برېګزیټ) کلیدي څېره وه، په ۲۰۱۹ کال کې "برېګزیټ ګوند" بنسټ کېښود چې وروسته یې نوم په د «بریتانیا اصلاحات » پر نوم بدل شو.

بریتانیا ته د کډوالو له راتګ سره سخته مخالفت او له اروپايي ټولنې سره د نږدې اړیکو ردول، د نایجل فاراج د سیاست بنسټي کرښې جوړوي. ښاغلی لطیف وايي: "که اوسنی حالت دوام ومومي او دا ګوند وکولی شي په ۲۰۲۹ کال کې په ټول‌ټاکنو کې لومړی یا دویم ګوند شي، نو د کډوالو او اروپايي ټولنې پر وړاندې به د هېواد پر سیاستونو ژور اغیز ولري."

کډوالي تل په وروستیو کلونو کې د بریتانیا د ټاکنو یوه له اساسي موضوعاتو وه. واکمن کارګر ګوند تېر نومبر کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په نظام کې د "لږ منل، ډېر ایستل" تر عنوان لاندې پراخ بدلونونه اعلان کړل.

د افغانستان وګړي په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتونکو دویمه لویه ډله وه چې د انګریز تنګي له لارې په کښتیو کې بریتانیا ته دننه شوي وو. افغانان په بریتانیا کې د پناه غوښتونکو یو له سترو ډلو شمېرل کېږي.

د دې نوي پلان اصلي موخه د ناقانونه کډوالو لپاره د بریتانیا د جذابیت کمول، په کښتیو کې د خلکو د راتګ مخنیوی او د هغو کسانو د ایستلو د بهیر چټکول دي چې قانوني اسناد نه لري.