د جي ۷ مشران: طالبان دې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن پاتې شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو (جي-۷ ډلې) مشرانو له طالبانو غوښتي، د نجونو او ښځو پر وړاندې خپل فرمانونه چې د دوی په وینا "د منلو وړ نه دي" لغوه کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې پر کړو ژمنو ولاړ پاتې شي.
دوی دا غوښتنه د مې میاشتې له ۱۹ تر ۲۱ مې د جاپان هیروشیما کې د خپلې ناستې د پای اعلامیه کې کړې ده.
د افغانستان په اړه د دې اعلامیې اړونده برخه کې په دغه هېواد کې "پر ترینګلي بشري او اقتصادي وضعیت سخته اندېښنه" ښودل شوې.
افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم تر اوسه د جي-۷ ډلې د مشرانو دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پر دې یې تل ټینګار کړی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.
دوی د افغان ښځو او نجونو په اړه خپلې پریکړې هم د افغانستان کورنۍ موضوع بولي. د جي-۷ مشرانو ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید د ترهګرو پر خلاف مبارزه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
د دوی اعلامیه کې راغلي "موږ له طالبانو غواړو چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي، او دا ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د هېڅ یوه هېواد پر وړاندې د ګواښ، برید، د ترهګریزو ګامونو پلان جوړونې یا مالي تامین او د ترهګرو د پټنځي او روزنې لپاره نه کارول کېږي."
د جي-۷ سرمشریزې همدا راز له هغه څه سره چې "د طالبانو لخوا له بنسټیزو ازادیو او بشري حقونو سیستماتیکه سرغړونه" بلل شوې، "سخت مخالفت" ښودلی دی.
امریکا، کاناډا، بریتانیا، ایټالیا، جرمني، جاپان او فرانسه د دې ډلې غړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د دغو هېوادونو مشرانو دا غوښتنه هم کړې چې طالبان دې په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو پر وړاندې خپلې پرېکړې چې د منلو وړ نه دي، سملاسي لغوه کړي.
دوی ټینګار کړی چې د افغانستان خلک باید "د ژوندانه په ټولو برخو کې بشپړه، برابره او معناداره ونډه، بشردوستانه مرستو او بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی ولري."
د جي اووه ډلې مشرانو د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۸۱ ګڼه پرېکړه لیک له اتمې مادې سره ملاتړ هم اعلان کړی.
دغه پرېکړه لیک روان کال افغانستان له ملګرو ملتونو سره په بشردوستانه چارو کې د ښځو پر کار د طالبانو له بندیز وروسته صادر شو او له طالبانو پکې غوښتل شوي چې له محدودیت پرته د ملګرو ملتونو د فعالیتونو ډاډ رامنځ ته کړي.
د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو مشرانو دا هم ویلي چې د افغانانو ترمنځ پراخو ملي مذاکراتو ته اړتیا ده.
د نجونې زدکړې، د ښځو کار، بشري مرستې او د پاینده سولې ټینګښت لپاره ملي دیالوګ هغه مسایل دي چې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د لویدیزو استازو په وروستیو لیدنو کې هم پرې خبرې شوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلي کرزي نن یکشنبه (د مې ۲۱مه) د ټویټر یوه پيغام کې لیکلي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره پر دغو مسایلو غږېدلی دی.
هغه څو ورځې وړاندې د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکن سره هم پر همدغو موضوعاتو د خبرو یادونه کړې وه.
تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیواله ټولنه وايي که طالبان پر کړو ژمنو عمل وکړي او د خلکو بنسټیزې ازادۍ تامین کړي، نو پر رسمیت پېژندلو یې غور کېدای شي.











