تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوو امریکايي وروڼو په ۱۲ ثانیو کې د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت غلا کړې
- Author, ماکس ماتزا
- دنده, بي بي سي
دوه وروڼه چې د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې یې لوړې زدکړې کړې، په ۱۲ ثانیو کې د ۲۵ میلیونه ډالرو ارزښت کریپټو کرنسي یا اسعارو د غلا په تور رسماً تورن شوي دي.
پر ۲۴ کلن انتون پیرایري- بیوینو او ۲۸ کلن جیمز پیرایري- بیوینو د ټګۍ، برګۍ او تورو پیسو سپینولو تورونه لګېدلي وو. د امریکا عدلیې مسوولین وايي، ادعا شوی جرم بې ساری دی. څارنوالان وايي، دواړو وروڼو چې په ماساچوسیټس تکنالوژۍ انسټیټوټ کې زدکړې کوي، د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې دا جرم ترسره کړی.
د څارنوالۍ مرستیالې لیسا موناکو په خبره دواړو وروڼو ''د یوې پېچلې کمپیوټري لارې چې دوی څو میاشتې مخکې پلان کړې وه، په څو ثانیو کې ۲۵ میلیونه ډالرو ارزښت کریپټوکرنسي غلا کړې ده.''
نوموړې زیاتوي د عوایدو کورنۍ خدماتو ادارې (ای ار اېس) مسوولینو د غلا او ټګۍ برګۍ دې توطئې برالا کولو کې مهم رول درلود. څارنوالان ادعا کوي، دې وروڼو داسې ځانګړي مهارتونه کارولي، چې ''د نړۍ په یوه خورا عالي پوهنتون'' کې یې زده کړي وو او پر مټ یې د پیسو لېږد رالېږد د تصدیق له شبکې تېر شوي وو.
د جرمي اعتراف له مخې دواړو وروڼو ریاضي او کمپیوټر ساینس برخه کې زدکړې کړې او د خبري رپوټونو له مخې په (ایم ای ټي) کې په لوړو زدکړو بوخت وو.
ویل کېږي، دواړو وروڼو لومړی د جعل کارۍ له لارې هغو شخصي پیسو ته لار موندلې، چې د لېږد په حال کې وې او بیا یې د ښکار شویو کسانو ملکیت کریپټو کرنسي لېږد مسیر بدل کړی دی.
د پېښې پلټونکي وايي، دغه ډول کړنه چې دوی یې ''کارنامه'' بولي په څو ثانیو کې ترسره کېدای شي. چارواکي وايي، کله چې دا وروڼه د پیسو لېږد له اتریوم نومي تائیدي نظام سره مخامخ شوي، نه یوازې د غلا کړیو پیسو له بېرته ورکولو یې ډډه کړې، بلکې د دې پیسو د سپینولو او پټولو هڅه یې کړې.
څارنوالان وايي، دا لومړی ځل دی، چې داسې ''بې ساری'' جرم ترسره کوونکي رسماً تورن کېږي. د یادونې ده، چې که مجرم وپېژندل شي، کېدای شي هر یو له ۲۰ کلن زندان سزه سره مخامخ شي.