د کرېپټو کرنسۍ پاچا "سم‌ بنکمن‌فریډ" د څو لسیزو بند له خطر سره مخ دی

هغه کس چې یو وخت یې د نړۍ ترټولو لوی کریپټو کرنسي یا د کرېپټو اسعارو تبادله چلوله، په نیویارک کې د یوې میاشتې اوږدې محاکمې په پای کې د درغلۍ او پیسو سپینولو له کبله مجرم وموندل شو.

سېم بانکمن‌فریډ ته قضايي پلاوي له ساعتونو بحثونو وروسته دغه پرېکړه ور واوروله.

یو دېرش کلن سام بنکمن فرایډ چې یو وخت مېلیاردر و او د کرېپټو په پاچا یا 'کېنګ اف کرېپټو' مشهور و، اوس د لسیزو بند له سزا سره مخامخ شوی.

بنکمن‌فریډ تېر کال له هغې وروسته ونیول شو چې د 'اېف ټي اېکس' په نامه شرکت یې دېوالي شو.

د کرېپټو کرنسۍ د تبادلې شرکت اف ټي اېکس یو وخت ۳۲ میلیارده ډالره ارزول شوی و، خو کله چې د تېر کال نوامبر کې دېوالي شو نو د پېرېدونکو او ګډنوالو اته میلیارده ډالره يې ورک شول.

امریکايي څارنوال ډامیان وېلېیمز د پرېکړې له اعلان وروسته په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې سام بنکمن فرایډ د امریکا په تاریخ کې د مالي فراډ او تېر ایستلو تر ټولو غټ کاروبار او د میلیاردونو ډالرو د غلا لپاره چل جوړ کړی و.

هغه زیاته کړې چې دا قضیه به تل د درواغو، درغلۍ او غلا د یوې بېلګې په توګه یادېږي.

پخپله بنکمن فرایډ دا تورونه نه دي منلي او مدافع وکیل یې ویلي چې د قضایه پلاوي پرېکړې ته درناوی لري خو پرې خپ ه دي.

هغه ویلي چې ښاغلی سېم بې‌ګناه دی او دوی به د هغه د بې‌ګناهۍ ثابتولو ته نور کار هم وکړي.

د نوموړي یوه ویاند لا د بي بي سي دغې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی چې دی به استیناف غوښتنه وکړي کنه.

خو د هغه دریو پخوانيو نږدې ملګرو او همکارانو، او پخوانۍ ملګرې یې کارولین ایلیسن ګناه منلې او دې ته یې غاړه ایښتې چې دوی به ورته د اورول کېدونکو سزاګانو د کمېدو لپاره د هغه پر ضد شاهدي ورکوي.

د دوی په اړه به وروسته فیصله کېږي.

د بېلابېلو تورونو له امله داسې امکان هم شته چې بنکمن فریډ ته تر ۱۱۰ کلونو پورې د بند سزا واورول شي.

خو فکر کېږي چې قاضي به دا سزا ورنکړي او ښايي د بند سزا یې یوازې څو لسیزې وي.

هغه د دغه شرکت له دېوالي کېدو وړاندې په مجلسونو کې راڅرګندېده او پر رسنیو به یې هم د کرېپټو کرنسۍ او دغه سکټور په اړه ویناوې کولې.