ملاله یوسفزۍ: د دوحې غونډه کې افغان مېرمنو ته د ګډون حق نه ورکول د منلو نه دی

ملاله

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي‌بي‌سي

د طالبانو په غوښتنه د دوحې راتلونکې غونډه کې د افغان مېرمنو او د بشري حقونو د ټولنو استازو نه بللو ته د غبرګونونو په لړ کې د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، په دې اړه یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره خبرې کړي او خپله اندېښنه يې په ډاګه کړې ده.

هغې په یوه بیان کې ویلي، دا د دې لپاره د اندېښنې او ناهیلۍ خبره ده چې د دوحې د غونډې اصلي خبرو کې د بشري حقونو مدافعین او افغان مېرمنې له ګډونه بې برخې شوې دي.

د طالبانو چارسمبالې اداره کې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي وو، دې غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرطونه لري او هغه دا چې د طالبانو اداره نه غواړي چې پکې د نجونو پر ښوونځيو، ټولګډوني حکومت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي پر ټاکلو بحثونه وشي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ملاله یوسفزۍ وايي، دا د منلو نه ده چې ملګري ملتونه په داسې یوه غونډه کې چې د افغانستان د راتلونکې په اړه په کې خبرې کېږي، ښځو ته مرکزي رول ورنه کړي.

د هغې له نظره دا په ناسمه توګه دې ته اشاره ده چې د نړۍ مشران د طالبانو له غوښتنو سره غاړه وړي او افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه مهم لومړیتوب نه دی.

ملالۍ یوسفزۍ د طالبانو په واکمنۍ کې پر افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو ته په اشارې ویلي، دا دې ټولو ته واضح وي چې د طالبانو کړنې په سيستماتيکه توګه د ښځو د حقونو، حیثیت او ژوند محوه کول دي او دا د جنسیت پر بنسټ توپیري چلن یا جنسیتي اپارتایډ دی.

"د نیم نفوس په ګوښه کولو له طالبانو سره ښکېلتیا خیانت دی"

له زرو زیاتې ورځې وشوې چې افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګې پورته د زدکړو حق نه لري، له پوهنتوني زدکړو هم منع شوي او په اکثرو دولتي ادارو کې کار ته نه پرېښودل کېږي.

ملاله یوسفزۍ وايي د افغان ښځو او فعالانو دریځ ډېر قاطع دی او هغه دا چې د نیم نفوس په ګوښه کولو له طالبانو سره هر ډول ښکیلتیا خیانت دی.

taliban

بیان کې يې پر فعالانو غږ کړی چې له افغان مېرمنو سره پیوستون وکړي او له ملګرو ملتونو وغواړي چې دا تګلاره بدله کړي. دا وايي د ښځو له بشپړ ګډون او مشرتابه پرته د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې مشروعیت نه لري.

تر دې وړاندې ګڼو فعالانو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په ملګرو ملتونو نیوکې کړې چې ويل یې، افغان مېرمنې یې د دوحې دریمې غونډې اصلي برخه کې د ګډون لپاره نه دي بللي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی توماس ویسټ او د افغان نجونو او میرمنو لپاره د دې هېواد ځانګړې استازې رینا امیري به دوحې غونډه کې برخه اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په دې اړه ویلي، هېواد به یې د نړیوالې ټولنې ترڅنګ پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د دوحې د تړون له مخې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، د پاکستان ځانګړي استازي هم ویلي چې په دې غونډه کې ګډون کوي.

د دوحې غونډه کې پر څه خبرې کېږي؟

د دوحې غونډه چې مشري به یې په سیاسی چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمري ډیکارلوو کوي؛ راتلونکې یکشنبه پیلږي او تر دوشنبې به دوام ولري. ملګري ملتونه وايي، پام کې ده د راتلونکې سې شنبې پر ورځ د طالبانو له استازو پرته د غونډې ګډونوال د افغان مېرمنو له استازو او د بشري حقونو له فعالانو سره وګوري.

taliban

د عکس سرچینه، TALIBAN

د عکس تشریح، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې غونډه کې د دوی د لنډمهالې ادارې د پلاوي مشري کوي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د دوحې دریمې غونډې په اړه نیوکو ته په ځواب کې ویلي، له طالب استازو سره د ملګرو ملتونو د چارواکو لیدنه په هېڅ ډول د هغوی د حکومت په رسمیت د پیژندلو په معنی نه ده. ده وویل، اړتیا ده چې له دوی سره د افغانستان د مسلو په اړه خبرې وشي.

ملګري ملتونه وايي، په دې غونډه کې به د نړیوالو ژمنو په پام کې نیولو سره په همغږې توګه د طالبانو له ادارې سره د ښکېلتیا په اړه خبرې وشي.

ټاکل شوې په غونډه کې د ملګرو ملتونو له خوا د ګومارل شوي پخواني ترکي دپلومات فریدون سنیرلي اوغلو د رپوټ په هکله هم بحث وشي چې د افغانستان په اړه یې چمتو کړی و.

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تېره میاشت د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو کابل کې د دې وزارت له چارسمبالي سره لیدنه کې ویلي وو چې په دې غونډه کې به د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي او بحثونه به پر مالي او بانکي موضوګانو، نشه‌يي توکو سره د مبارزې او کروندګرو ته د بدیل معیشت او د اقلیمي‌ بدلون له کبله د راټوکېدونکو ستونزو په څېر مسئلو باندې وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې غونډه کې د دوی د لنډمهالې ادارې د پلاوي مشري کوي.