تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو کې د کرنې او مالدارۍ پروګرام: افغانستان کې وچکالۍ "ښځې تر ټولو ډېرې ځپلې"
ملګرو ملتونو کې د کرني او مالدارۍ پروګرام افغانستان کې د کرنې او خوراکي توکو د خونديتوب په تړاو کلیوالي سیمو کې د ترسره شوې سروې رپوټ خپور کړی دی.
رپوټ کاږي، افغانستان کې وچکالۍ ښځې تر ټولو ډېرې ځپلي دي او اقتصادي وضعیت یې له پخوا "ډېر اغېزمن شوی."
د ملګرو ملتونو دا بنسټ وايي، "هغه ښځې چې کلیوالي سیمو کې د خپلو کورونو سرپرستي په غاړه لري او د مالدارۍ له لارې خپله کورنۍ چلوي"، د ګټې وټې په سرچینو کې د کمښت خبره کوي.
افغانستان کې ښځې له اقتصادي پلوه وروسته له هغې لا ډېرې اغېزمنې شوې، چې د طالبانو حکومت له خوا پرې کاري بندیزونه ولګول شول.
اوس څه باندې یو کال کېږي چې د طالبانو حکومت په این جیو ګانو کې هم پر ښځو د کار بندیز لګولی دی. که څه هم ښځو ته کور معاشونه ورکول کېږي، خو کچه یې د نورو دولتي مامورینو په څېر کمه شوې ده.
د ملګرو ملتونو په سروې کې نور څه ویل شوي؟
په رپوټ کې د افغانستان هغو ولایتونو ته هم اشاره شوې چې وچکالۍ ځپلي او له امله یې د کرنې او مالدارۍ کچه راټیټه شوې ده.
د دې سروې پایلې چې په کلیوالي سیمو کې په ۷۱۵۵ کورنیو ترسره شوې ښيي، طبیعي پېښو، وچکالۍ او د خوراکي توکو بیې لوړوالي افغانستان کې ډېر ولایتونه اغېزمن کړي دي.
فراه، فاریاب، هرات، جوزجان، کندهار، نیمروز، او سرپل وچکالۍ ځپلي او بدخشان او لغمان کې هم د سیلابونو له امله فصلونه زیانمن شوي وو.
د یاد بنسټ په دغه رپوټ کې د هرات د زلزلې یادونه هم شوې، چې د ۲۰۲۳ کال لومړیو کې یې ډېرې سیمې ولړځولې او د مالي تاوان تر څنګ یې درانه ځاني زیانونه واړول.
د دوی په وینا هرات کې زلزلې"۷۶ سلنه کورنۍ ځپلې دي."
دغه رپوټ کې د ملګرو ملتونو د کرني او مالدارۍ پروګرام همدا راز کاږي، د ۲۰۲۱ کال وروسته بدخشان، فاریاب، جوزجان، او په ځانګړي ډول کندهار، پکتیکا او زابل هغه ولایتونه دي چې په کلیوالي سیمو کې یې د خوړو بیه لوړه ده او تر ۸۰ سلنه یې فصلونه کم شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنې وړاندې هم په ګڼو سیمو کې وچکالي وه او اقتصاد یې له لویه سره پر بهرنیو مرستو پایېده.
د دغه بنسټ په رپوټ کې دا هم راغلي چې، ځپل شویو ولایتونو کې طبیعي پېښې او وچکالي د دې لامل شوې چې کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې لپاره د خلکو لېوالتیا کمه کړي.
په کلیوالي سیمو کې ډېرې کورنۍ د کرنې او مالدارۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
د کرنې او مالدارۍ پروګرام رپوټ له مخې، د اجباري کډوالۍ سربېره ګڼ کسان اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له امله خپل څاروي او ځمکې پلوري او د پخوا په څېر کرنې او مالدارۍ ته زړه نه ښه کوي.
دا چې افغانستان کې پر کرنه او مالدارۍ اتکا زیاته ده، په دې برخه کې شته ننګونې به کلیوالي سیمو او ښار اوسېدونکي دواړه اغېزمن کړي.
د سروې سپارښتنې
د دغه بنسټ سپارښتنه دا ده چې د کلیوالي تولیداتو لپاره باید بازارموندنه وشي، د څارویو د خوندیتوب او ساتنې لپاره باید ګرځنده کلینیکونه جوړ شي او د ژمي لپاره ورته وچ واښه برابر کړل شي.
د اوبو د کمښت د ستونزې د حل او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره یې وړاندیز دا دی، چې باید د اوبو لګولو منظم سیستمونه ورته جوړ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم د تېر کال سېپټمبر کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې زیانمنې سیمې د مرستو له کمښت سره مخ دي.
د دغه بنسټ چارواکو ویلي و، د خپل تاریخ تر ټولو بد مالي کړکېچ سره مخ دي او دا چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د اړتیا تامینول له بې مخینې ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو نړیوال پروګرام مسولینو ان درې میاشتې مخکې ویلي و چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان خواړه نه لري، په تش نس ویدېږي.
کله چې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا واک ته ورسېد، بهرنۍ مرستې کمې شوې او د کار د نړیوال سازمان د شمېر له مخې، نژدې یو میلیون خلکو دندې له لاسه ورکړې.
دا چې جګړې پای ته رسېدلې وې، له کلیوالو سیمو ګڼ کډه شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شول او کرکیله یې پیل کړه، خو هاغسې چې د ملګرو ملتونو رپوټ کې ویل شوي، وچکالي د دوی لپاره یوه بله لویه ننګونه ده.