د غزې د هغې ډاکټرې کیسه چې ۳۴ ورځې یې پرلپسې کار وکړ

ساره

د عکس سرچینه، SARA ALSAQQA

د عکس تشریح، ساره السقا (اخر ښۍ خوا کې) غزه کې لومړنۍ جراحه

ساره السقا په غزه تراډه کې هغه لومړنۍ ډاکټره ده چې په اګسټ میاشت کې له فارغېدو وروسته د تاریخ نوي پړاو ته ننوتله.

۳۱ کلنه ساره وايي: "ما په روغتیايي برخه او خدمت کې ډېرې هیلې او لوړ هدفونه لرل"،‌ همدا شان هغې هیله لرله چې یوه ورځ به خپل شخصي کلینیک جوړوي.

له فارغېدو اته اونۍ وروسته، د هغې ټوله هیله پر دې ورټوله وه چې کورنۍ یې ژوندۍ پاتې شي- جګړې د ټولو خلکو لومړیتوبونه بدل کړل.

ساره خپل کار پیل کړ، له فراغت وروسته یې په الشفاء روغتون کې کار پیل کړ چې د غزې شمال کې تر ټولو لوی روغتون دی.

د اکتوبر پر اومه ګهیځ ساره له خپلې کورنۍ سره وه، له کوره د هغې د کشرې ۱۷ کلنې خور له وتلو شېبه مخکې دوی د توغندیو او هاوان غږونه واورېدل، همدا وو چې خور یې له ښوونځي راوګرځول شوه.

تیلیفون یې پرانیست چې وګوري څه روان دي، ساره پر اسرائیل د حماس د برید په اړه خبرونه ولیدل.

غزه

د عکس سرچینه، SARA ALSAQQA

د عکس تشریح، د اسرائیلو له هر برید وروسته پر الشفا روغتون د ټپیانو سېل ور روان و

د حماس جنګیالیو ۱۲۰۰ کسان وژلي او نژدې ۲۴۰ یې یرغمل کړي.

له هماغه وخته، د اسرائیلو انتقامی بمبارۍ پیل شوې چې د غزې ډېره برخه یې پر کنډوالو واړوله چې د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، له ۱۵۵۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

ساره سره اړیکه ونیول شوه چې سملاسي خپل کار ته ستنه شي، کله چې هغه خپل کار ته ورسېده، د خپلو سترګو لیدلی حال یې ټولوژنه وبلله، بې شمېره ټپیان روغتون ته راوړل کېدل.

ساره وايي، د ډېری ټپیانو د بدن غړي غوڅ شوي او د بمونو په پارچو سخت ټپیان شوي او سوځېدلي وو.

کله چې اسرائیلو هوايي بریدونه پیل کړل، د غزې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې شمالي برخه پرېږدي او جنوب ته وخوځېږي په دې نیت چې هغه به خوندي ځای وي، خو ساره پاتې کېدل غوره وګڼل.

دا وايي: "زموږ کار پرلپسې ۳۴ ورځې دوام وکړ،‌ هېڅ دمه مو ونه کړه او نه کور ته ستانه شوو".

دا وايي چې څنګه وضعیت ډېر ژر بدل او خراب شو، "له هرې بمبارۍ وروسته، سلګونه ټپیان په یوه وخت راوړل کېدل، چې د ټولو درملنه ناممکنه وه".

ګڼ خلک روغتونونو او شاوخوا سیمو ته وخوځېدل چې ګنې هلته به خوندي سرپنا ومومي. ټوله سیمه نویو ورغلو خلکو ونیوه، چا به په لارو کوڅو کې ډوډۍ پخوله څوک پر وچه ځمکه ویدېدل.‌

ساره

د عکس سرچینه، SARA ALSAQQA

د عکس تشریح، ساره له دمې پرته پرلپسې ۳۴ ورځې کار وکړ تر هغه چې د خپل ژوند ژغورلو لپاره له روغتون وتلو ته اړه شوه

روغتون له ستونزې سره مخامخ شو او د درملو او تعقیم شویو لاسماغوګانو له نشتوالي سره مخامخ شو، سراه باید پرېکړه کړې وای چې د هغې لپاره د چا درملنه لومړیتوب دی او د چا ژوندي پاتېدل ممکن دي.

دا وايي، د نهیلې کېدو امکان په ډېرېدو و "دې کار زما زړه مات کړ ځکه چې د بې‌ګنا خلکو د ژوند ژغورل له وس وتلې خبره وه، ما تر خپله وسه هڅه وکړه چې په نشت امکاناتو کې هغوی وژغورم".

ساره ته یوه شپه یو څه هیله پیدا شوه.

په دې شپه یې چې توغندي پرې ورېدل او د چاودنو غږونه اورېدل کېدل، ساره له یوې مېرمنې سره د هغې په لومړني بریالي زیږون کې مرسته وکړه، یاده میندواره مور او ساره د جراحي عملیاتو په خونه کې بندې پاتې وې او بهر له پاسه بمونه راغورځول کېدل.‌

الشفا روغتون

د عکس سرچینه، SARA ALSAQQA

د عکس تشریح، د اسرائیلو د بمباریو پرمهال خلکو په الشفاء روغتون کې خوندي ځای لټاوه

په پیل کې، ساره په نهیلۍ له متخصص ډاکټر د مېرمنې زیږون کې د مرسته هڅه وکړه، خو کومه ګټه یې ونه کړه، "هېڅوک رانغلل". د ګهیځ په شپږو بجو یې نور انتظار نه شو کولای.‌

ساره وايي: "لمونځ مې وکړ او له خدایه مې وغوښتل چې مرسته راسره وکړي چې مور او ماشوم یې وژغورم".

مور لور وزیږوله، دې ژوند ته په داسې حالت کې ماشومه راغله چې نوم یې پر غاړه پورې راتاو شوی و، ساره لاس په کار شوه او د ماشومې له روغتیا او سلامتیا یې ځان ډاډه کړ.

اوس ددغې ماشومې نوم هم ساره دی، له ډاکترې ساره په مننې دا نوم پرې کېښودل شو.

د ساره تر ټولو نهیلی کوونکی او سخت وخت هغه و چې د انټرنېټ او ټیلیفون د اسانتیاوو له منځه تللو له کبله یې له خپلې کورنۍ سره اړیکه پرې شوه.

SARA ALSAQQA

د عکس سرچینه، SARA ALSAQQA

د عکس تشریح، ناروغان او بې ځایه شوي خلک د الشفاء روغتون په دهلېزونو کې څملاستل

دا وايي: "مور او څلور خویندې او نیکه یې د رفح جنوب ته پر لاره وو چې د اړیکو ټولې لارې بندې شوې. نه پوهېدم چې دوی به ژوندي وي او که نه". ساره وېرېدلې وه چې پر کورنۍ یې بمبار نه وي شوی، "هېڅ مې نه شو کولای".

په پای کې یې واورېده چې کورنۍ یې خوندي ده، خو د وضعیت په لا ترینګلي کېدا د ساره کړاو لا ډېر شو، په تېره کله چې د خوړو او اوبو د ختمېدو وېره په ډېرېدو شوه.

دا وايي: "تېره اونۍ، موږ برېښنا نه لرله او ډېره لږ وچه ډوډۍ مو لرله".

کله چې تپه تیاره شوه، هغې باید د شمو په رڼا کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې په پټو لارو وتلې وای او په تیاره او د بمونو په وېروونکو غږونو کې یې جراحي عملیات هم کول.‌

"دا زما په ژوند کې تر ټولو ډېر له کړاو ډک او بد وخت و، په دوزخ کې اوسېدم".

کله چې هغې ته د بمباریو غږونه ور نژدې کېدل او پر روغتون د اسرائیلو د بریدونو اوازې شوې، ساره ووېرېده چې پاتې کېدل به یې ژوند له خطر سره مخامخ کړي، همدا وو چې رفح ته د تللو هوډ یې وکړ چې هلته له خپلې کورنۍ سره یوځای شي. کورنۍ یې اوس د خپل تره په کور کې سرونه پټ کړي.

SARA ALSAQQA

د عکس سرچینه، SARA ALSAQQA

د عکس تشریح، ساره السقا په لومړي ځل د یوې ماشومې زیږېدو کې مرسته وکړه او زیږون بریالی شو

ساره سوېل ته یوازې ستنه نه شوه؛ له هغې سره یې ګڼ ملګري او هغه مور او ماشومه چې دې یې عملیات کړي وو، هم ملګري شول.

کله چې اسرائیلي پوځ پر روغتون یرغل وکړ، ظاهرا د حماس ضد یرغل بلل کېده، اسرائیل وايي چې هلته یې د عملیاتو یو مرکز وموند، خو حماس دا خبره ردوي.

ساره خپل ژوند او د میلیونونو نوزه غزه والو کډوالو د ژوند په اړه وايي: "موږ د څښاک او خوراک لپاره هېڅ نه لرل، نه مو کور و، په وچه ځمکه تر شنه اسمان لاندې په ښوونځیو کې اوسېدو، ژمی راغی خو موږ هېڅ چمتووالی ورته نه لرو، د سړوښې لپاره هېڅ ګرمې جامې نه لرو".

دا وايي، هره ورځ هلته راوځي چې له کړېدلو خلکو سره مرسته وکړي، ځکه چې "سرپنا او ښوونځیو کې خلک موږ ته اړتیا لري".

ساره د اندېښنې احساس کوي چې راتلونکي کې به له دې او کورنۍ سره یې څه کېږي.

"سږ کال باید په ښوونځي کې زما د خور وروستی کال وای، خو اوس د خپلې راتلونکې په اړه هېڅ پلان نه لرو".

د غزې د نورو اوسېدونکو په شان د ساره هیلې او خوبونه هم په سیند لاهو شول او یوازې ژوندي پاتې کېدل غواړي.